کور / سياسي / ملي یووالي (وحدت ملي) ته څوک متعهد دي؟

ملي یووالي (وحدت ملي) ته څوک متعهد دي؟

مخکي له دي چي٭ ملي یووالي (وحدت ملي) ته څوک متعهد دي؟٭ په موضوع باندي رڼا واچوم ٬ اړینه ګڼم تر څو تیرته په کتو یو څو کرښی ولیکم. پښتانه د افغانستان بنسټ ایښودونکي او د نوي افغانستان جوړونکي دي. دا که څوک مني او که نه٬ ولي له دي واقیعیت څخه څوک سترګی نشي پټولای. کله چي لوی احمد شاه بابا په ۱۷۴۷ میلادي کال کی نوي حکومت تآسیس کړ نو ټول قومونه یی پر ځان را ټول او هیچاته یی هم د بیلوالي احساس ورنکړ٬ ولي دا یو څرګند حقیقت دی چي پښتنو په میړانه په نظامي او ملکي برخو کي رهبري په لاس کي اخیستي او نورو ټولو قومونویی په اکثریت ملا ورتړلی ده.
د پښتنو دغه رهبري تر ۱۹۹۲کلونو پوری دوام وکړ٬ که څه هم د روسانو لخوا د کارمل قرت ته رسول او په افغانستان د روسانو یرغل په دولت کي د پښتنو ونډه کمزوری کړه ولي بیا هم په حکومت کي اوپه غوڅ اکثریت د مجاهدینو رهبري د پښتنو په لاس کي وه. د ۱۹۹۲ کلونو په ترڅ کي کله چي د ملګرو ملتونو پلان د ځینو مشخصو کړیو لخوا شنډ شو٬ د ډاکتر نجیب حکومت ړنګ او یوی ډلي د حکومت واګي په خپل لاس کي ونیول چی وروسته په لوی لاس تنظیمي او کورنی جګړه شروع شوه. په دی جریان کي پښتانه له حکومت څخه لري او یوازی د مختلفو کړیو لخوا په مختلفو بهانو ووژل شول. د کورنیو جګړو پر نتیجه کي د طالبانو حکومت منځ ته راغی٬ د طالبانو حکومت او نظام په عقیدوی لحاظ ولاړ نظاو وو او هغوی ته ژبي د یو بهرني په مقایسه او یا د بل قوم په مقایسه ددوي سره په یو نظر ووه٬ پښتو او پښتنو هیڅ د اهمیت وړ نوه. ډیر پښتانه د طالبانو په وخت کي د هیواد پریښودو ته مجبور شول ٬ ډیر پښتانه وټکول شول٬ د پښتنو مشران ورټول شول او د یو کلي واک له مشر او مخور څخه د کلي ملا ته ولیږدول شو او د يښتنو کلیوالي سیستم او د جرګو عنعنو له بل هر وخت څخه زیات ضرر ولید.
داچی لیکنه ډیره اوږده نشي غواړم په اصلی موضوع باندی تمرکز وکړم:
د طالبانو د راپرځیدو سره سم د بن د بریکړو پر بنیاد د کرزي صاحب نوی حکومت جوړ شو٬ ددی حکومت په چوکاټ کي له کرزي صاحب او څو د ګوتو په شمیر کسانو پرته نور ټول واګي یوی ولسوالی او یو خاص تنظیم ته وسپارل شوی٬ نمونه یی په ۲۰۰۲ او وربسي کلونو کی د دفاع٬ کورنیو٬ بهرنیوچارو وزارتونه٬ اود ملي امنیت ریاست وو٬ دغو مشخصو کړیو دومره ژوری ریښی وغځولي چي تر اوسه ددي بدلونونو په نتیجه کي هیڅ هم نه ښکاري. ولي په تیرو تقریبآ لسو کلونو کي د ملي یووالي ٬ ملي مشارکت او وحدت ملي له کلمو څخه ډیر یادیږی او هر څوک په یو او بل نامه ورڅخه استفاده کوي. نتیجه دا شوه چی د ملي ژبی په نامه پښتو چا ونشوه زغملی او دواړه ژبی د رسمي ژبو په نامه د افغانستان په اساسي قانون کي تصویب شوي. مونږ نه یوازی دغه دوه ژبو ته بلکي هره ژبه چي د هیواد په هر ګوټ کي بري هیوادوال غږیږي ٬ ډیر درناوی کوو. ولي ملي وحدت او یووالی دي ته ویل کیږي چي هر څوک په خپله ژبه بي له کوم تعصب څخه خبري او لیکني وکړي او د نورو ژبو ته هم ډیر درناوی ولري٬ ولي زمونږ په هیواد کي نور ټول قومونه که په خپله ژبه غږیږي او یا لیکني کوي نو دا خو د هر انسان اوافغان حق دی٬ خو که یو پښتون په پښتو خبري وکړي او لیکنه بري وکړي نو بیا ورته له ایران څخه یوه راغلي کلمه چي فاشیست او یه متعصب دی استفاده کیږي.
هغه کسان چي د دولت په ادارو کي کار کوي او یا ورسره سر او کار لري ٬ ډیر پوهیږي چي د پښتو ژبي خخه په خبرو او په ځانګړی توګه په لیکلو کي څومره استفاده کیږي. هیله ده چي ټول قومونه د ملي یوالي کلمه عملي او په واقعي معنی ځان بري پوه کړي.
په آخرکی له ټولو پښتنو وروڼو او خویندو څخه هیله کوم لکه څرنګه چي زمونږ نور وروڼه قومونه سره یو او خپلي پخوانی تنظیمي او ناسالمي مفکوري شاته پریښودی او د خپل قوم په حمایت او پرمختګ کي اخته دي. پښتانه هم د خلقي٬ کمونیست٬ مجاهد٬ ملا٬ افغان ملتي ٬ اخواني او داسي نورو نومونو له یو بل څخه نفرت ونګړي٬ ټول تیر هیر او د خيل قوم او هیواد لپاره د خدمت لستوڼي راونغاړي او یو بل په یو نامه له بل څخه جلا نشي. افغانان او بیا زه دلته پښتانه مخاطب کوم چپ مونږ ډیر علمدوست ٬ امن دوست او د ټولو نړیوالو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو. د هر افغان دنده ده چي خپلو بچو ته د تعلیم زمینه مساعده کړو او هغه کسان چي لا تر اوسه په یویشتمه پیړی کي د علم پر ګټو نه پوهیږی او یا په دي لار کي څه ستونزی لري مرسته وکړو.


په ریښتونی بڼه په هیواد کي د ملي یووالي په هیله.