کور / هراړخیز / د پوځي اډو جوړولو اړتيا او د هغوی موخې

د پوځي اډو جوړولو اړتيا او د هغوی موخې



د ښو د نست په ځای کې حقیقت (ریښتا) مه لټوه  (ارسطو)


سریزه:


د طالبانو په وړاندې د متحدو ایالتونو په مشرۍ د نړیوالې ټلوالې جگړه، د انگلو ــ امریکایي یرغلونو د لړۍ هغه تازه کړۍ ده، چې څه نا څه له یوې پیړۍ راپدېخوا په نږدي او منځني ختیځ کې دوام او اوس هم په منځنې اسیا کې راپیل شوې ده. که پخوانی سترځواک، بریتانوي امپراتوری او که اوسنی هغه دی، د نړیوالو شرایطو په پام کې نیولو سره، د خپلو یرغلونو لپاره بیلابیلې پلمې موندلې دي. اوس هم په سیمه کې د دیموکراتیکو خوځښتونو ملاتړ او د ولسواکې پربنسټ د دولتونو رامنځته کول، د زورواکو لکه صدام حسین له منځه وړل، د اسلامي بنسټپالۍ په وړاندې مبارزه، طالبان، اسامه بن لادن، د القاعدې شبکه او نړیواله ترهگری له دغو یرغلونو سره تړاو لري. د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې نیټې پیښه هم په همدې ډله کې درواخله.


له دغې پیښې وروسته، د منځنی او نږدی ختیځ د یرغلونو او زورزیاتیو دغې لړۍ، نړیواله بڼه غوره کړه. ایا پر افغانستان د متحدو ایالتونو او بریتانیا د هوایي یرغلونو موخه، د طالبانو د رژیم راپرځول و او که د نورو هغو ترڅنگ د سویل په لوری، د هند سمندر ته، د ستراتیژیکو توکو، د تیلو او گازو د نل لیکو د لارو خلاصون ؟ او یا کومه بله موخه؟ دا چې موخه هر څه وي، خو اوس روښانه ده، چې د جگړې رسمي موخې یانې د القاعده د شبکې دړې وړې کول، د اسامه بن لادن نیول او د طالبانو له منځه وړل، ترلاسه شوې نه دي. باید په دې هم سترگې پټې نشي، چې پیل شوې جگړه ځینې جانبې مثبتې لاسته راوړنې لکه د ښځو نسبی ازادی، د بشر د رښتو څه نا څه ساتنه، په ټولنیزو خدماتي چارو کې ځینې پرمختیاوې، د ځینو بې کیفیته مادي بنسټنو جوړول … او داسي نور، له ځانه سره هم لري. خو هغه څه چې د هیواد لپاره ترټولو اړین و یانې د امنیت راوستل، له بده مرغه هماغه ډول دی، لکه څنگه چې د تیرې پیړۍ په وروستې لسیزه کې و، چې دا په خپله د متحدو ایالتونو او نړیوالې ټلوالې د پوځي ــ سیاسي کړو وړو ماته بلل کېدای شي.   


له همدې امله ښایي ډیرو خلکو ته دا پوښتنه مطرح وي، چې متحده ایالتونه په خپل دغه ماموریت سره په منځني او نږدي ختیځ او منځنې اسیا کې کومې موخې تعقبیوي؟ په ریښتیا هم په سیمه کې د ناڅرگند ځواک، ترهگرۍ په وړاندې مبارزه کوي؟ او یا په دې هڅه کې دي، چې افغانان او افغانستان د القاعده له شبکې او زورواکو طالبانو څخه وژغوري ؟ او یا دا چې په سیمه کې د دایمې سولې او د دیموکراتیکو پرمختیاوو لپاره په مبارزه لگیا دي؟ او یا دا چې د خپلو جیوپولتیکي موخو یانې د فسیلي انرژۍ او نورو طبیعي توکو پر زیرمو د کنترول د ترلاسه کولو لپاره دې سیمې ته راغلي؟ او یا واشنگټن په دې لټه کې دی، چې د سیال او دښمنو هیوادونو، د روسیې د فدراسیون او د چین د ولسي جمهوریت د محاصرې کړۍ بشپړه، هند تر کنترول لاندې او د خپلو ملگرو دولتونو، جاپان او اروپا په وړاندې خپله اقتصادي ــ پوځي برترې ثابته او هغوي هم لکه د تیر په څیر تر خپل اغیز  لاندې وساتي؟


که د نړیوالو پیښو د پرمختیاوو په رڼا کې پورتنیو پوښتنو ته د ځواب په لټه کې شو، روښانه ده، چې د واشنگټن له خوا رامنځته شوی یو وزری نړیوال نظم د بدلون په حال کې دی او ډیرو د لویدیځ، په ځانگړې توگه د متحدو ایالتونو پر برلاسۍ او اقتصادي ــ سیاسي اغیزمنتیا خپل باور له لاسه ورکړي. یانې د لویدیځ لپاره اوبه له ورخه تیرې دي. په دا ډول یو حالت کې ناروښانه او غیر واقعي موخې، لکه د بشر په تیره د ښځو د رښتو دفاع، د ژوند د کچې لوړول او د ولسواکۍ پراختیا ایدیالیستي شعارونه بلل کېږي. نو د واشنگټن ریښتنې او بنسټیزې موخې، د ترلاسه شوې برترۍ او د رامنځته شوي نا برابر حالت ساتنه، د سیال ځواک له رامنځته کېدو څخه مخنیوي او په تیره د پوځ په مرسته د طبیعي اومه توکو پر زیرمو او نړۍ کنترول دی. ښه به دا وي، چې په افغانستان کې د پنتاگون د پوځي اډو جوړول د همدې لید له مخې وارزول شي. د اډو د جوړولو مسأله که له یوېخوا د هیواد ستراتیژیک ارزښت په ډاکه کوي، خو له بلې خوا د “درېیمې زریزې د سترې لوبې” د سیالۍ ډگر ته، چې افغانستان دی، د پخوانیو لوبغاړو تر څنگ نوي هغه هم رابولي. د همدې لامَل پربنسټ لیکوال اړینه وبلله، په دې لیکنه کې تر هرڅه دمخه د ستراتیژیکو موخو له پلوه اوسنی ستر ځواک، له لرغونو هغو سره پرتله او دا راوسپړی، چې واشنگټن له کومې تیرې امپراتورۍ سره په کومه برخه کې ورته والی او د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د هغې یا هغو له کومو تجربو څخه په څه ډول گټه پورته کړې او کوي. ورپسې به د دغو تجربو له مخې د پوځي اډو په حقوقي بنسټ او د هغو په لگښت رڼا واچول شي او له هغه وروسته به د لیکنې بنسټیزه موضوع د اډو دندې او موخې وڅیړل شي. د دغو دندو په ارزونې سره به وگورو، چې پنتاگون د کومو ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې اډې جوړوي. په هیواد کې د امنیت او دایمي سولې د ټینگښت لپاره؟ او که د افغانستان په چارو کې د ایران او پاکستان د لاسوهنې د مخنیوي په موخه؟ او یا دا چې د کومو نورو هغو د ترلاسه کولو لپاره؟ 


۱ ــ د اوسني ستر ځواک ورته والی له لرغونو هغو سره:


د سړې جگړې په پایته رسیدو سره، د نړۍ د ډیرو وگړو په زړونو کې دا هیلي راوټوکېدې، چې  نور د اتومي وسلو او سیمه ییزو جگړو گواښ له منځه لاړ او د هغه پر ځای د سولې یو نوي پېر پیل شو. په دې پېر کې به ټولې مادي او معنوي شونتیاوې نور د ایدیالوژیکو سیالیو په لار کې نه، بلکې ښایي ټولې هغه د بشریت د سوکالۍ او د بیوزلۍ په وړاندې د مبارزې لپاره وکارول شي. خو له بده مرغه د دغه خوشبینانه نظر پر ځای، وینو چې بیوزلې او جگړه په نړیوالې اجندا بدله شوې او د بدلون په حال کې نړیوال نظم، چې د یووزری ځواک، متحده ایالتونه، له خوا د رامنځته کېدو په حال کې دی، له نویو گواښونو او چلنجونو سره مخامخ دی. نو پوښتنه دا ده، چې دغه گواښونه او چلنجونه کوم، د چا له خوا، په کومه پیمانه او د څه لپاره رامنځته شوي دي؟


دې پوښتنو ته د ځواب او د اوسني نړیوال نظم د ارزونې او د راتلونکې لپاره د وړاندوېینې په موخه، د تاریخ تیرې پاڼې راسپړو او هغه د زمانې د شاهد په توگه له ځانه سره مل او ورڅخه پوښتو، چې څنگه لرغونې امپراتورې لکه د اتن او روم او د نوی پېر هغه د ساري په توگه مغولي، عثماني، بریتانوي او تزاري امپراتورې رامنځته شوې او همدارنگه د هغو د دړې وړې کېدو لامَلونو په څه کې نغښتي وو؟ د دوی موخې څه وي؟ ځمکنۍ پراختیا؟ او که د هنر، فلسفې، سوداگرۍ او ولسواکې وده؟ ایا اوسنی زبرځواک، متحده ایالتونه د کوم تیر سترځواک یا امپراتورۍ له تجربو څخه په گټې اخیستنې سره خپل کړه وړه تر سره او د هغو د اوسنیو پوځي هاند و هڅو ریښتنې موخه ځمکنۍ پراختیا ده؟ او که د ولسواکې، ازاد بازار او نړیوالیدو پلي کول دي؟


که څوک هڅه کوي، له تاریخي پلوه امریکایي نظم وڅیړي، نو هرو مرو هغه د دوو لرغونو امپراتوریو، اتن او روم سره باید پرتله کړي. فرانسوي څیړونکی او سیاست پوه، امانویل تود Emmanuel Todd په همدې باب لیکي: “د روم لپاره د تاریخ مفهوم، ځمکنۍ پراختیا وه. د پوځي وسایلو په مرسته ځمکنۍ پراختیا په تیره د دغه ښار [امپراتورۍ] د شتوالي په طبیعت (سرشت) کې نغښتې وه. نورو ټولو عواملو لکه، کورني سیاست، اقتصاد او هنر دوهمه درجه ارزښت درلود. د روم په وړاندې (برخلاف) اتن له هماغه پیل څخه د سوداگرو او انځورگرو ښار او د هنر د لوبغاړو، فلسفې او د ولسواکې د زوکړې هغه بلل کېده. خو برخلیک هغه په یوه پوځي ځواک بدل کړ او لامَل یې [هم] د فارسیانو تیری و، چې د مقاومت په بهیر کې اتن له سپارت Spart سره په گډه د یونان د ښاري دولتونو اداره ترلاسه کړه. د فارسیانو په ماتې سره سپارت له جگړې په شا شو او اتن چې یو سمندري ځواک و، له نورو ټاپوگانو او د اژې د سمندر د ښاري دولتونو سره په ټلوالې کې جگړې ته دوام ورکړ. د ټولنې ځانگړو ځواکمنو غړو جگړه ییزې بیړې او کمزورو هغو پیسي دوی ته ورکولې. په دې ډول اتن د یوه سمندري ځواک په توگه په دیموکراتیکې بڼې سره رامنځته شو” (۱). په لنډه توگه د نورو ترڅنگ د هنر، فلسفې، ولسواکې او د سوداگرۍ پراختیا د اتن ځانگړتیاوې گڼل کېدې. ایا د جغرافیايي پریوت ترڅنگ پورتنې ځانگړتیاوې، د اوسني یووزري ځواک له هغو سره ورته والی لري؟ او که د متحدو ایالتونو اوسنی نظم د روم د امپراتورۍ له ځانگړتیاوو، ځمکنې پراختیا، پر نورو واکمنې، د لاندې شوو سیمو د طبیعي او کرهنیزو شتمنیو تالان او د نورو مرییتوب او مینځیتوب، سره د پرتلې وړ دی؟


ځیني سیاسي شنونکي او تاریخ پوهان، له یوېخوا اوسنی یووزری ځواک د روم له امپراتورۍ سره پرتله او د همدې څانگو ځیني نور هغه، بیا متحده ایالتونه د اتن له هغې سره د پرتلې وړ بولي. خو د فرانسوي لیکوال، امانویل تود Emmanuel Todd په اند:” د هر چا لپاره چې د متحدو ایالتونو تر لارښوونې لاندې له اقتصادي نړیوالیدو سره مینه لري، له لرغونو امپراتوریو سره د دغه هیواد پرتله کول، څه د هغو د گډو ځانگړتیاوو په پام کې نیولو او څه هم د دوی تر منځ د توپیرونو له مخې وي، ډیر د زده کړې وړ دي. هره پرتله، څه له اتن او څه هم له روم سره، روښانه کوي، چې د اقتصادي برترۍ ریښه په سیاسي او پوځي ځواکمنتیا کې نغښتې ده(۲). تجربو هم ثابته کړې، چې شتمنې د پوځي ځواک ملاتړ ته اړتیا او پوځي ځواک نشي کولي، پرته له مالي وسایلو خپل کړه وړه تر سره کړي. د یورگین واگنر په اند: “ پوځي ځواکمنتیا نه شی کیدی پرته له اقتصادي برترۍ پایښت ومومي … “. نو له همدې امله ” … اړینه بریښي، چې اقتصادي او پوځي ځواکونه یو د بل په خدمت کې وي(۳).


له همدې پرنسیپ یا د رومي امپراتورۍ له تجربو څخه په گټې اخیستنې او د لیبرالې ایدیالوژۍ او د خپلو اقتصادي زیرمو په برکت، متحدو ایالتونو هم د یوه ستر ځواک ځانگړتیاوې ترلاسه کړې او د امریکایي لیکوال وېلېم انگدال Engdahl William په اند دغه ځانگړتیاوې یا په بله وینا د برلاسۍ بنسټیزې ستنې په لاندې ډول دي:


” ــ د هغه د ځواکمن پوځ برتری، په تیره بیا په سمندرونو کې؛


ــ ډالر د نړیوالې پیسې د زیرمې (ریزرف) په توگه او د هغه د رول له لارې د نړۍ پر اقتصادي بهیر کنترول” (۴).


دغه هیواد له لومړۍ او دوهمې نړیوالې جگړې وروسته او په تیره د سړې جگړې په بهیر کې د پورتنیو ځانگړتیاوو په لرلو او د خپلې ټلوالې په مرسته او همکارۍ په نړۍ کې د پام وړ ستراتیژیکې برلاسې ترلاسه کړې او د هغه د لا ټینگښت په موخه یې دوه نړیوال اقتصادي ځواکونه لکه د المان فدرالي جمهوریت او جاپان د پروتکتورات Protektorat په بڼه ترخپل کنترول لاندې راوستل. د امانویل تود په اند: ” له کال ۱۹۴۵ راپدېخوا د نوي نړیوال ځواک، متحدو ایالتونو تر ټولو ستره بریا، د دوو هیوادونو، لویدیځ المان او جاپان نیول او تر پروتکتورات لاندې راوستل و. ځکه دوی له اقتصادي پلوه، نړیوال ځواکونه گڼل کېدل. المان مخکې له جگړې، په نړیواله کچه دوهم صنعتي هیواد و او جاپان اوسمهال د دغه دریځ خاوند دی [اوس جاپان درېیم مقام لري: لیکوال]. متحدو ایالتونو خپل ځواک د خپلې پوځي برترۍ له لارې پر دغو دواړو هیوادونو، چې د نړیوال اقتصاد د کنترول لپاره ډیر د ارزښت وړ دي، وتپه. د متحدو ایالتونو او د روم د لرغونې امپراتورۍ ورته والی هم په همدې ټکې کې دی(۵). پنتاگون د دغو دواړو هیوادونو د لا ښه کنترول او د ترلاسه شوې برترۍ د ساتنې په موخه، په هغو او ډیرو نورو نیول شویو ټاپوگانو کې پوځي اډې جوړې کړې. له هغه وروسته د واشنگټن بهرني سیاست په بنسټیزه توگه ایدیالوژیک سیال ته د محدودیتونو د رامنځته کولو ستراتیژۍ ته ځانگړي شو. د دغه سیاست بنسټیزه موخه “نه یوازې د شوروی اتحاد محدودول، بلکې په سړه جگړه کې د بشپړو بریاوو ترلاسه کول و(۶)، چې متحدو ایالتونو ته دغه بریاوې ور په برخه هم شوې.


د شوروی اتحاد او ورسره جوخت د وارسا د پوځي سازمان په دړې وړې کیدو سره، نړیوال لوبغاړي په دې فکر کې وو، چې د هغوي سیال پوځي سازمان، ناتو به هم منحل شي. خو وروستیو تجربو دا روښانه کړه، چې نه یوازې دغه پوځي سازمان منحل نشو، بلکې هغه ان د کومې نړیوالې ادارې له باور لیک (اجازې) پرته د نړیوال ژاندارم دنده په غاړه واخیسته او په دې توگه د ناتو د پوځي سازمان لارښود ځواک، متحدو ایالتونو ادعا وکړه، چې د نړۍ یوازینی زبرځواک او د نړیوال نظم ټاکونکی دی. نو ځکه  امریکایي سیاستوالو په تیره نوو محافظه کارانو د تیرې پیړۍ په وروستې لسیزې کې اعلام وکړ، چې د یووزری ځواک پېر رارسیدلی. واشنگټن باید “… د دغه ځواک پر بنسټ د نړیوالې ټولنې جوړښت [نړیوال نظم] ته داسي بڼه ورکړي، چې د دوی له گټو سره سمون ولري. د همدې لامَل پر بنسټ او له ټولو شونتیاوو څخه په گټې اخیستنې سره، نه یوازې اوسنی حالت وساتل، بلکې باید هغه ته پراختیا هم ورکړ شي” (۷). د دغه نا برابر حالت له ساتنې سربیره  باید خپلې بنسټیزې موخې هم ترلاسه کړي، چې په هغو کې تر ټولو مهمې:


ــ د نړۍ د طبیعي توکو پر پاتي زیرمو، په تیره د تیلو او گازو پر هغو کنترول ترلاسه کول؛


ــ د نوو سیالانو له رامنځته کیدو څخه مخنیوي او


ــ د اوسنیو هغو، د بیلگې په توگه د روسیې د فدراسیون او د چین د ولسی جمهوریت، د محاصرې بشپړول، دي.


په تیره د وروستی ټکی په اړه، د امریکا د متحدو ایالتونو د پخوانی ولسمشر مرستیال، دیک چینی په ۲۰۰۸ کال کې ریگا ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلی و، “طبعاً موږ د دغې کړۍ د بشپړولو په لټه کې یو”. په همدې موخه، “متحدو ایالتونو له خپلې خاورې بهر له ۷۵۰ څخه د زیاتو پوځي اډو یوه کړۍ د روسیې او چین په شا و خوا جوړه کړې ده، چې په هغو کې د فارس د خلیج په سیمه کې د تیلو د گټو د خوندي کولو پوځي اډي هم شاملې دي” (۸). وگورئ لاندنې نقشه.


 


په نړۍ کې د متحدو ایالتونو مهمې پوځي اډې



اخځای:


Schmid, Fred/ Schreer: Nato, Rüstung, Krieg, Grafik-Report isw, Nr. 12, München, 2009, S. 23


 


د یوگوسلاویا جگړه هم د همدې موخو، د ترلاسه کولو لپاره تر سره شوه. ځکه دغه هیواد او په تیره بیا د هغه سویلی ولایت کوزوو له اسیا او افریقا څخه اروپا ته د تیلو او گازو نل لیکو د غځولو د دهلیز  په توگه ګڼل کېږي. په پام کې ده، چې یوه نل لیکه د کسپین له سمندرگي څخه د تور سمندرگي د بورگاس Burgas د بندر له لارې بلغاریا او مقدونې ته او له دغه ځای څخه د کوزوو پولې ته څیرمه د البانیا فلورې Vlore ته د ۱۳ ،۱ میلیاردو ډالرو په لگښت وغځول شی (۹). همدارنگه په پلان کې ده، چې له الجزایر او لیبیا څخه هم د تیلو او گازو نل لیکې دې سیمې ته ورسیږي. د دغو نل لیکو څارنه د متحدو ایالتونو د پوځ دنده ده. له همدې امله پنتاگون د سیمې په نوو رامنځته شوو هیوادونو کې پوځي اډې جوړې کړي. سربیره پر دې د پخواني سیال پوځي سازمان، وارسا غړي هیوادونه، د نورو ترڅنگ رومانیا، بلغاریا، پولند، هنگري، … او داسي نور د ناتو د سازمان په غړیتوب ومنل او په هغو کې یې هم پوځي اډي رامنځته کړې. د بیلگې په توگه په هنگري کې ۱ ، پولند کې ۳ ، رومانیه کې ۴  او په بلغاریا کې ۵ پوځي اډې جوړې کړې (۱۰).


له پورتنې ارزونې دا پایله ترلاسه کېږي، چې څنگه پوځي برترې د لویدیزې نړۍ په تیره د متحدو ایالتونو د اقتصادي برترۍ لامَل شو. که څه هم لویدیزې نړۍ، په ځانگړې توگه متحدو ایالتونو په تیرو دوو لسیزو کې هاند و هڅه وکړه، چې په نړیوال ډگر کې د اقتصادي ــ سیاسي سیال یا سیالانو له رامنځته کېدو څخه مخنیوي وکړي.  خو اوس داسي بریښي، چې د لویدیځ دغه اقتصادي ــ سیاسي برترې له سترو گواښونو سره مخامخ وي. دا چې له اقتصادي پلوه سیال هیوادونه کوم دي، لاندیني جدول هغه په ښه توگه روښانه کوي.


  


راتلونکي اقتصادي ځواکونه


کورني ناسوچه  (ناخالص) تولیدات: شمېرې په ملیارد ډالرو


















































































































کال ۲۰۰۰


کال ۲۰۱۰


کال ۲۰۳۰


د امریکا متحده ایالتونه


۹۹۵۱


د امریکا متحده ایالتونه


۱۴۶۲۴


چین


۳۱۷۳۱


جاپان


۴۶۶۷


چین


۵۷۴۵


د امریکا متحده ایالتونه


۲۲۹۲۰


المان


۱۹۰۶


جاپان


۵۳۹۱


هندوستان


۷۹۷۲


بریتانیا


۱۴۸۱


المان


۳۳۰۶


برازیل


۵۸۶۲


فرانسه


۱۳۳۳


فرانسه


۲۵۵۵


جاپان


۵۸۵۲


چین


۱۱۹۸


بریتانیا


۲۲۵۹


روسیه


۴۷۳۰


ایتالیا


۱۱۰۱


ایتالیا


۲۰۳۷


المان


۴۴۴۱


کانادا


۷۲۵


برازیل


۲۰۲۶


فرانسه


۴۲۰۵


برازیل


۶۴۲


کانادا


۱۵۶۴


بریتانیا


۳۶۴۴


مکسیکو


۶۲۹


روسیه٭


۱۴۷۷


مکسیکو


۲۹۹۱


اسپانیه


۵۸۲


هندوستان


۱۴۳۰


ایتالیا


۲۸۶۸


سویلي کوریا


۵۳۳


اسپانیه


۱۳۷۵


اندونیزیا٭


۲۴۴۶


هندوستان


۴۸۰


استرالیا


۱۲۲۰


کانادا


۲۳۴۶


استرالیا


۴۰۱


مکسیکو


۱۰۰۴


ترکیه٭


۲۱۶۹


نیدرلند


۳۸۶


سویلي کوریا


۹۸۶


سویلي کوریا


۲۱۱۲


٭ د ۱۵ اقتصادي ځواکونو په ډله کې نوي رامنځته شوي هغه؛


   له دې وروسته د ۱۵ سترو اقتصادي ځواکونو په ډله کې نه شمېرل کېږي؛


اخځای:


Der Spiegel, Nr.: 1, 03. 01. 2011, S. 76  


 


پورتنې شمېرنې لویدیزوالو ته له ځانه سره ښه زیري نه لري. ځکه  د اسیا او لاتینې امریکا راپورته کیدل، د دوی د زوال په مانا ده. د ځینو اقتصاد پوهانو په اند، لویدیځ کولی شي اوس هم اسیایي هیوادونه سیال او یا هغه د پخوا په څیر د پرمختیایي هیوادونو په نامه یاد کړي، خو سمه به دا وي، چې دغو هیوادونو ته په هغو سترگو وگوري، چې هغه اوس ترټولو دمخه له اقتصادي پلوه، پرمختلونکي هیوادونه دي. که د دوی په دغې غوره شوې لار کې کوم خنډونه رامنځته کړي نه شي، لکه څنگه چې د پورتني جدول شمېرې ښیي، چین به په راتلونکو شلو کلونو کې د اقتصادي ځواک په توگه د متحدو ایالتونو ځای ونیسي او هند به له هغه سره اوږه په اوږه مخ په وړاندې درومي. خو لکه څنگه چې ښکاري، لویدیځ سیاستوال د دغو گواښونو په وړاندې په ناراحتې سره غبرگون ښیي او په دې هڅه کې دي، چې نړۍ په تیره د هغې ستراتیژیکې سیمې د خپلې پوځي برترۍ له لارې اداره او تر خپل کنترول لاندې وساتي. د همدې لامَل پر بنسټ، لویدیزې نړۍ په ځانگړې توگه د متحدو ایالتونه، د نړۍ په بیلابیلو سیمو کې پوځي اډې جوړوې او په دې لټه کې دي، چې د نړیوالیدو ستراتیژې د پوځ په مرسته پلي کړي.


نور بیا


 


اخځایونه:


1- Todd, Emmanuel: Weltmacht USA, Ein Nachruf, München, 2004, S. 83-84


2- Todd, Emmanuel: Weltmacht USA, Ein Nachruf, München, 2004, S. 86


3- Wagner, Jürgen: Das US-amerikanische Imperium im Zeitalter der Globalisierung, S. 40, in: C. Haydt / T. Pflüger / J. Wagner: Globalisierung und Krieg, Hamburg, 2003


4- Engdahl, F. William: Ein neues „American Century“? Der Irak und die heimlichen Euro- Dollar-Kriege, 2003, S. 2 http://www.zeit-fragen.ch/ARCHIV/ZF_106a/T05.HTM


5- Todd, Emmanuel: Weltmacht USA, Ein Nachruf, München, 2004, S. 85


6- Wagner, Jürgen: Das US – amerikanische Imperium im Zeitalter der Globalisierung, S. 36,  In: C. Haydt/T. Pflüger/J. Wagner:  Globalisierung und Krieg, Hamburg, 2003,


7- Wagner, Jürgen: Das US – amerikanische Imperium im Zeitalter der Globalisierung, S. 38 In: C. Haydt/T. Pflüger/J. Wagner:  Globalisierung und Krieg, Hamburg, 2003,


8-Schmid, Fred/ Schreer: Nato, Rüstung, Krieg, Grafik-Report isw, Nr. 12, München, 2009, S. 23


9- Vgl.: Steinberg, Thomas Immanuel: Kriege um Transportkorridore, 2001, S. 7, in:


http://steinberg.populus.ch/rub/2


10-Vgl.: http://de.wikipedia.org/wiki/Liste_der_Milit%C3%A4rbasen_der_Vereinigten_Staaten_im_Ausland