کور / تازه خبرونه / کندهار : سبا په لويه عيدګاه کي غونډه جوړيږي

کندهار : سبا په لويه عيدګاه کي غونډه جوړيږي

د کندهار ولايت علماء کرام سبا په لويه عيدګاه کي غونډه جوړه وي . د غونډي موخي په دې وروستيو کي په فلورېډا ايالت کي د قران کريم سوځولو ، قران کريم ته د سپکاوي کولو ، په ښار او د ښار دباندي د ځنو ستونزو د هوارولو ، د بهرنيانو د خوا د خلکو پر کورو د چاپو وهولو د مخنيوي ، په تېر لاريون کي د وژل سوو او ژوبلو کسانو سره د خواخوږۍ څرګندولو ، په راتلونکي کي د لاريون اصول د اسلام د نظره لاريون کوونکو ته ښوولو ، او حکومت ته دا يادونه کول چي بايد هغه لاري چي په نوره نړۍ کي د لاريونکوونکو پر ضد کاريږي لکه اوښکي بهېوونکى غاز او ربوړي ګولۍ کارول، دي . علماء کرامو د ټولو خلکو څخه غوښتنه کړې چي که وکړاى سي سبا دې غونډي ته حاضر سي او په دې اړه د علماء کرامو خبري واوري . غونډه به د لاريون بڼه ونه لري يوازي او يوازي به علماء کرام خپلي ويناوي خلکو ته واوروي .