کور / تازه خبرونه / جلال آباد : پر ١٥٠٠ اړو کورنيو کارټونه ووېشل سول

جلال آباد : پر ١٥٠٠ اړو کورنيو کارټونه ووېشل سول

په جلال آباد کي د خوراکي توکو د نړيوال سازمان يا WFP د خوا پر ١٥٠٠ اړو کورنيو باندي کارټونه ووېشل سول . په افغانستان کي د دې سازمان استازي وويل چي په دې سره به يې د يوې خوا د اړو کورنيو سره مرسته کړې وي او هم به د ښارونو سيميز اقتصاد ته وده ورکړې وي . ياد کارټ دوولس نيم سوه افغانۍ ارزښت لري او هټيوال به د کارټ لرونکو ته د ١٢٥٠ افغانيو په بدل کي توکي ورکوي . ياد سازمان په پام کي لري چي دغه لړۍ د روان کال تر پايه پوري د هېواد څلورو نورو ولايتو ته وغزوي . او د دې کار دپاره يې پنځه مليونه ډالر په پام کي نيولي