د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د ماين يوې چاودني پنځه تنه ملکي وګړي ژوبل کړل . ياده چاودنه نن سهار په ښکاپر دروازه کي رامنځ ته سوه . د دې ولايت د امنيت آمر وايي چي په دې چاودنه کي بهرنيانو او د دوى لور ته کوم زيان نه دئ اوښتى .
د ميروېس روغتون کارکوونکي بيا وايي چي د دې چاودني څخه دوى ته اته ژوبل کسان ور وړل سوي دي او د هغوى حالت روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله .
په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي .