کور / راپور / د روهي ادبي بهير د ٢١١ غونډي راپور

د روهي ادبي بهير د ٢١١ غونډي راپور

٢١٠ مه اوونۍ ٢١١ مه ناسته
د ١٣٨٩ د ٥ مي پر ١٤ مه په کندهار کي د روهي ادبي بهير د رواني لړۍ ٢١١ مه او د پنځم کال ٢٢ مه کړۍ د حاجي غلام نبي سعيد په مشري ترسره سوه .
په پيل کي حاجي مسعود پروتن د قران کريم تلاوت وکړ . ورپسې حکمت الله سروش پيليزي خبري وکړې سروش پر دې زياته خوښي وښوده چي روهي ادبي بهير د يارانو دخوا پر مخ ځي او تر دا مهال يې ٢١٠ غونډي تر شا پرې ايښي دي .
ده بهير د سپيږيرو او ځوانانو يو ترکيب وباله او هيله يې دا وه چي سپينږيري به د ځوانانو سره خپلي تجربي شريکوي او لارښوونه به ورته کوي او ځوانان به هم د سپيږيرو لارښووني عملي کوي . شروش روهي ادبي بهير د يوې کورنۍ په څېر وباله او وې ويل : چي د نورو بهيرو سره يې توپير دا دئ چي دا بهير مشر نه لري .
سروش د خپلو خبرو په جريان کي پر بهيروالو ږغ وکړ چي د شعر تر څنګ ژباړه ، لنډه کيسه ، ناول يا نور څه د خپلو ملګرو سره شريک کړي .
نوموړي د خپلو خبرو په وروستيو کي وويل چي بهير به هغه وخت ښه بريالى وي چي په انټرنيټ کي يوه بېله پاڼه ولري . د بهير والو ليکني او شعرونه پر خپل وخت په پاڼه کي پر ليکه سي د سروش تر خبرو وروسته سيد آغا وطن يار د تيري اوونۍ راپور وړاندي کړ چي د ستايني تر څنګ لارښووني هم راته وسوې . لومړى حکمت الله شروش وويل : چي جملې خوندوري وې خو د زده کړي پر ځاى بايد زده کوونکى وليکل سي . نوموړي همدا ډول وويل چي راپورچي په راپور کي خپل نظر نه سي څرګندولاى . لکه په ياد ګزارش کي چي يوه جمله داسي راغلې وه “د مېلمه توب وياړ “
محمد يار يار هم د راپور ستاينه وکړه او وې ويل چي د راپور ليکونکى بايد په راپور کي خپل نظر داخل نه کړي . د راپور او نظرياتو څخه وروسته د حاجي غلام نبي سعيد پر غزله کره کتنه وسوه چي لومړى بيت يې داسي و .
زما د خيال مرغه به بيا تر کومه حده رسي
په پاس اسمان کي انتها تر کومه حده رسي
محمديار يار وويل : ډېر ښه بيت دئ د سعيد صاحب د روحيې سره سم چي څوک بله وي هغه د دې بيت څخه ډېر خوند اخلي . يار زياته کړه : دا د ملګرو په منځ کي ډېره مشهوره خبره ده چي د سعيد صاحب مرغه ډېر لوړ پرواز کړى دئ .
دوهم بيت
له سادګۍ چي مي قدم کښېښود پر صحرا د ميني
نه وم خبر دغه صحرا تر کومه حده رسي
محمد يار يار وويل : ډېر ښه بيت دئ د ميني صحرا حد او حدونه نه لري . هدايت الله فيضي وويل : هيچاته هم د ميني د صحرا انتها نه معلوميږي .
درېيم بيت :
نه چا زما د بدرنګۍ اندازه ولګول
نه څوک سول پوه چي ستا ښکلا تر کومه حده رسي
حکمت الله سروش وويل : په ټول غزل کي مي دغه بيت ځکه زيات خوښ سو چي د ميني کيفيت پکښي نغښتل سوى او دا بيت بيت للغزل ګڼو .
څلرم بيت :
نن که روان يو د لمبو په وزرونو باندي
زموږ سفر به نو سبا تر کومه حده رسي
حليم شملزي وويل : په دې بيت کي شاعر د سبا د پيښي انځور راوړى دئ .
محمد يار يار وويل : د لمبو په وزرونو چي حرکت کوو دا يو ډول پيغام دئ د وطن غميزه يې په شاعرانه انداز راوړې ده .
پنځم او وروستى بيت :
اوښکي مي وليدې راتللې د ګرېوان غيږي ته
سعيده ! وايه دا ژړا تر کومه حده رسي
يار وويل : د غزل د نورو بيتو په ډول کشيش نه لري . شملزي وويل : په مجموع کي ټول غزل د ټولني د مصيبتو ترجمان و . شاعر په شاعرانه انداز د مصيبتو يادونه کړې ده .
وروسته د غزل شاعر حاجي غلام نبي سعيد ته بلنه ورکړه سوه چي د خپل غزل او يارانو د نظرو په اړه څه ووايي . حاجي سعيد د منني تر څنګ وويل : چي خوشحاله په دې سوم چي محمد يار يار زما د غزل څلرم بيت لکه ما چي د ليکلو په وخت کي فکر کاوه هغسي تشريح کړ . د کره کتني سمدستي وروسته د وياندويانو غصمت الله بهير او وطن يار د خوا مشاعره پيل سوه چي د ٦٥ حاضرينو څخه ٢٧ تنو خپل شعرونه واورول . د غونډي وروستۍ شېبې وې چي د غونډي مشر حاجي غلام نبي سعيد د ملګرو څخه وغوښتل چي په ادبي ناستو کي ناسوب نه سي ده د ملګرو څخه هيله وکړه چي همدا ادبي کاروان لکه څنګه چي روان دئ هغسي خوځنده پرمختګ ورکړي . غونډه د حاجي رحمت الله رحماني په دعا ويلو سره پاى ته ورسېده .