کور / سياسي / په افغانستان کې د امریکا د نویو زندانونو اشوا کېدل

په افغانستان کې د امریکا د نویو زندانونو اشوا کېدل

امریکايي چارواکو په دې وروستیو کې په ټول افغانستان کې ددغه هېواد د پوځي زندانونو پر شتون اعتراف وکړ چې پکې شکمن کسان له هرډول تور پرته په میاشتو میاشتو ساتل کېږي.


د تهران راډیو خبریال د روسیې د راشا ټوډې ټلویزیوني چینل له قوله رپوټ ورکړ چې په افغانستان کې د پټو زندانونو د شتون په اړه د نړیوالو سازمانونو له رپوټونو سره سره، د امریکا پوځ له دې مخکې دداډول زندانونو له شتونه انکار کاوه.


که څه هم چې د امریکا دولت او پوځ په دې وروستیو کې د پټو زندانونو شتون تایید کړی دی، خو پخوا یې اعلان کړی و چې له دې زندانو یوازې د بندیانو د معلوماتو راټولولو د لنډمهاله مرکز په توګه استفاده کېږي.


د امریکا پوځي چارواکو په دې ځایونو کې د ۱۴ ورځو لپاره د بندیانو ساتل اړین ګڼل او په دې باور و چې بندیان باید په دې زندانونو کې د ډېر وخت لپاره وساتل شي.


اسوشېټډپرس خبري آژانس په خپل وروستي رپوټ کې ویلي و چې یوشمېر دغه زندانیان په دې زندانونو کې ۹ اوونۍ ساتل شوي وو.


امریکا په داسې حال کې په افغانستان کې پټ زندانونه لري چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما څه موده مخکې پر هغو زندانونو نیوکه کوله چې د امریکا د جاسوسي ادارې یا سي آی اې له خوا جوړ شوي دي.


یوه امریکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې اشوا شي، په یوه رپوټ کې وویل چې په افغانستان کې کابو ۲۰ پټ زندانونه شته چې ټول یې د امریکا له خوا اداره کېږي.


دا په داسې حال کې ده چې د وروستیو خپرو شویو رپوټونو له مخې، د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په پام کې لري چې په افغانستان کې په خپله اصلي پوځي اډه کې یو شل هکټاري زندان جوړ کړي.


ددغه طرحې په عملي کېدو سره به د پنټاګون تر ټولو ستر نوی زندان د کابل په شمال کې د بګرام زندان ځای ونیسي چې اوسمهال کابو ۶۳۰ کسان پکې بندیان دي.


ددغه نوي زندان د جوړیدو خبر د امریکايي چارواکو له هغوڅرګندونو سره په ټکر کې دی چې ټینګار یې کړی و چې د ګوانتانامو بند به ډېر ژر وتړل شي.


دا په داسې حال کې ده چې پرله پسې رپوټونه د امریکايي عسکرو له خوا د پروان په بګران زندان کې د بندیانو د شکنجې ښودنه کوي.


دغه زندان په ۲۰۰۲ میلادي کال کې له پرانستلو وروسته د هغو کسانو د بند پر اصلي مرکز بدل شو چې د امریکايي عسکرو له خوا نیول کېږي او هلته د پلټنو او شکنجې له پرمختللو رودو استفاده کېږي او ان په دې شکنجو کې دوه تنه وژل شوي هم دي.


د خپرو شویو رپوټونو له مخې په سلګونو افغانان ددې بند په وړو خونو کې له محاکمې پرته په بد وضعیت کې بندیان دي.


په امریکا کې د یوه غیر دولتي تحقیقاتي ارګان د اعلان له مخې، د بګرام اډې په بند کې له بندیانو سره داسې بد چلند کېږي چې له انساني کرامت سره نه ښايي او د بشر له حقوقو سرغړونه څه چې آن بشري حقوق له سره پکې شته نه.
د ((اوپن سوسایټي)) ارګان د رپوټ له مخې د افغانستان خلک د امریکا دغه پټ زندان ((تور بند)) نوموي اوهغه غوښتنې چې د بندیانو له خوا مطرح کېږي ددې ښودنه کوي چې بندیان له مناسبې سرپنان، خوړو او یا له لومړنیو حقوقو پرته پکې ساتل کېږي او ددیني چارو د ترسره کولواو د سره صلیب له کار کوونکو سره د کتنې اجازه نه لري.


ددغه رپوټ لیکوال(( جاناټان هورویټز)) ټینګار کړی دی چې د اوباما دولت باید د هغه تورونو په اړه چې د تور زندان په اړه مطرح شوي دي جدي عمل وکړي او د هغو په اړه ځواب ووايي.