کور / تازه خبرونه / کندهار : يوه ٥٠ کسيزه ډله د حکومت سره يو ځاى سوه

کندهار : يوه ٥٠ کسيزه ډله د حکومت سره يو ځاى سوه

نن تر غرمې وروسته يوې پنځوس کسيزي ډلي چي مشري يې مولوي عزيزالله کوله د کندهار والي ، د ملي امنيت رئېس او يو لړ نورو چارواکو په مخ کي خپلي وسلې پر مځکه کښېښولې او د وسله وال مخالفت څخه يې لاس واخيست . د ملي امنيت رئېس وايي چي دې وسله والي ډلي تر دې مخکي په کندهار ، هلمند او زابل ولايتو کي وسله وال فعاليتونه کول . او هم په دې وروستيو کي د وسله والو طالبانو د لوري د کندز والي ټاکل سوى و .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .