کور / تازه خبرونه / کندهار : ديوه وسله وال د وژلو ادعا وسوه

کندهار : ديوه وسله وال د وژلو ادعا وسوه

د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي يې يو وسله وال وژلى . د نوموړو چارواکو په وينا چي دغه وسله وال يې تېره شپه هغه وخت ووژى چي کله د وسله والو يوې ډلي د ديارلسمي حوزې اړوند پر يوه پوسته وسله وال بريد وکړ . او د پوليسو په ځوابي ډزو کي يو وسله وال ووژل سو . د نوموړو چارواکو په وينا چي په دې بريد کي د دوى لور ته کوم زيان نه دئ اوښتى .
بل لور ته وسله وال طالبان وايي چي په چارباغ کي يې تېره شپه د يوه کمين په ترڅ کي چي د امريکايانو پر پلې ګزمه ترسره سو د دوو بهرنيانو د وژلو تر څنګ يو وسله وال طالب هم وژل سوى .