کور / تازه خبرونه / طالبان : بهرنيانو د ولسي وګړو د وژني لړۍ تونده کړې

طالبان : بهرنيانو د ولسي وګړو د وژني لړۍ تونده کړې

د طالب جنګياليو په يوه رالېږل سوې اعلاميه کي راغلي چي بهرنيانو په دې وروستيو کي د ولسي وګړو د وژني لړۍ تونده کړې . د اعلاميې په وينا چي دغه وژنه د بهرنيانو په هوايي بمباريو ، چاپو ، مخامخ ډزو کي ولسي وګړو ته اوښتې خو بهرنيان بيا د طالبانو دغه ادعا ردوي او وايي د طالبانو په بريدو کي ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي او د هغوى په وژنه کي لاس لري .