کور / شعر / اشتهار….. خان زمان کاکړ

اشتهار….. خان زمان کاکړ

سبا اتوار دی، د اتوار بازار مو هېر چي نه شي
د وېړيا بيې او د ښه معيار سامان به راځي
اې د ساينسونو او هنر قامونو
زموږ نوموتې کمپنۍ درباندي زېری کوي
دا ځل يو ډېر معياري څيز ستاسو خدمت ته راوړي
ستاسو پکار دی، تاسو کار ترې اخلی
موږ ته بې کاره پروت دی، موږه ته اوزګاره پروت دی
زموږ په ټول هېواد کي هيڅ قدر ددې هم نشته
ددغه څيز په استعمال دلته څوک نه پوهېږي
دلته ددې “سپلاي” “ډيمانډ” نه لري
زموږه دا څيز کاټن پېک دی، کارېدلی نه دی
بېخي ثابت دی، چلېدلی نه دی
ستاسو پکار دی، تاسو کار ترې اخلی
سبا بازار ته راشۍ، اتوار بازار ته راشۍ
د پښتنو “دماغ” په نه بيه خرڅېږي سبا
زموږ نوموتې کمپنۍ درباندي زیری کوي
د دماغونو تجارانو هرکلی مو کوي