د لغمان په الينګار ولسوالۍ کي بهرنيو د يو لړ عملياتو په پايله کي درې تنه د خپل ځان سره بېولي دي . د دې ولسوالۍ ولسوال قاضي محمد ننيګيال د يادو عملياتو او د نيول سوو کسانو پخلى کوي او وايي چي ياد عمليات تېر مازديګر ترسره سوي . په کابل کي د ملي اردو يوه ورځ پاڼه ليکي چي ملي اردو او بهرنيانو تېره ورځ په ياده سيمه کي عمليات کړي او درې شکمن کسان يې د ځان سره بېولي .