د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په ژړۍ ولسوالۍ کي د يوه لاسي بم په وسيله دوه وسله وال ووژل سول . د نوموړى چارواکو په وينا چي يادو کسانو تېره ورځ غوښته چي په دې ولسوالۍ کي د ملي اردو پر يوه موټر لاسي بم وغورځوي خو د نوموړو په وينا چي بم مخکي تر دې چي د ملي اردو و لور ته يې وغورځوي پر دوى وچاودېد .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .