خوب په قرانکریم کې
په قرانکریم کښې څلور کلمې د خوب په مانا راغلي دي
رویا- رویا په قرانکریم کښې شپز واري تکرار سوې ده(( د یوسف د سورې ۵، ۴۳ او ۱۰۰ مبارک ایاتونه؛ داسرا د سوری ۶۰ مبارک ایت شریف؛ د صافات د سورې ۱۰۵مبارک ایت شریف. د فتح د سورې ۲۷مبارک ایت شریف))
منام – منام په قرانکریم کښې څلور واري تکرار سوې دی چې دوه واري يې د خوب په مانا(د روم سورې ۲۳ مبارک ایت شریف ؛د زمر دسوري ۴۲ مبارک ایت شریف) او دوه واري د خوب لیدولو په مانا (دانفال د سوری ۴۳ مبارک ایت شریف ، صافات د سورې ۱۰۲ مبارک ایت شریف)
بشرا – بشرا د ښه خبر په مانا یو وارې په قرانکریم کښې (د یونس د سورې ۶۴ مبارک ایت شریف) کښې راغلی چې د بشرا یو تفسر خوب لیدل دی
حلم: حلم چې د بد خوب په مانا دی په قرانکریم کښې دوه واری راغلی دی
أَضغَث أَحْلَمِ (مشوش خوبونه ) (دانبیاء د سورې ۵ مبارک ایت شریف ؛ د یوسف دسوري ۴۴ مبارک ایت شریف) راغلی
د رازي تفسیر په قرانکریم کښې خوب لیدل په درو برخو ویشي:
۱-هغه چې په خوب کښې یو پیام یا توصیف وي او هغه بیا په واقعیت بدل سي لکه د محمد (ص) خوب لیدل چې په حدیبیه کښې د مکې فتح وړاندوینه ورته سوې وه
۲- هغه خوب لیدل چې پیام يې برعکس وی (لکه د ابراهیم (ع) خوب د اسمعیل (ع) په قربانی کښې)
۳- هغه خوب لیدل چې تفسیر یا مانا ته اړتیا لري(لکه د یوسف په سورې کښې څلور خوبونو ذکر سوی دی)
په قرآنکریم کښې ذکرسوی خوبونه :
۱- پیغمبر اكرم (ص) خوب لید ل چې د مکې دفتح يې تعبیر وه. ( دفتح سورې ۲۷ مبارک ایت شریف)
رسول الله (ص ) خوب ليدی چي په امن سره و کعبې ته داخل کېږي او د عربو مځکه د شرک او بتانو څخه پاکه کېږي د کعبې د خوني کلېاني په خپل لاس کښې اخلي هغه حالت و چې تصور يې هم نه سو کېداى. ځکه د مشرکينو او کفارو لوى پرګنې د مکې پر قبضه داسي منګولي لګولي وې چي د نیولو خيال يې هم چا نه سواى کولاى.د رب العزت د خپل بنده ( محمد ص ) خوب رښتېاکړ .
۲- پیغمبر اكرم (ص) خوب لید ل د بنی امیه دا سلامی حكومت د راتلونکی په اړه (اسراء سورې ۶۰ مبارک ایت شریف)
۳- پیغمبر اكرم (ص) خوب لید ل . چې د بدر په جنګ کښې یې مشرکان لږ لیدل چې مانا يې د مشرکانو ماته سوه. ( دانفال سورې ۴۳ مبارک ایت شریف)
۴- د حضرت ابراهیم (ع) خوب لیدل چې حضرت اسماعیل (ع) حلالوي. (صافات د سورې ۱۰۲ او ۱۰۳ مبارک ایتونه )
حضرت ابراهيم (ع ) خوب ليدل چې د خپل زوى اسماعيل (ع ) حلا ل وي کله چې هغه حلالوی دنو پروردګارعالم د اسماعيل (ع ) د وژني پرځاى له جنت څخه مږ د چړی لاندی پرې باسي
۵- د حضرت یوسف (ع) خوب لیدل د یوولسو ستورو لمر او سپوږمۍ سجده هغه ته چي مانا يي د مور پلار او وړونو تواضح لامل سو( د یوسف دسورې ۴ مبارک ایت شریف)
کله چي حضرت يوسف (ع ) په وړوکوالي کښي خوب وليد چې يوولس ستوري ، لمر او سپوږمۍ ده ته سجده کوي . د نبوغ يا پټ راز د ښکاره کولو هغه هڅه وه چي د حقيقت ميدان يې پس له ډېرو کلونو څخه وښودى يعنې کله چې د پادشاهى مقام ته ورسېدى ټولو١١ وروڼو ورته د تعظيم لاس په سينه ونيواو ورته په سجده ولوېدل.
۶- د مصر د پادشاه خوب ليدل اوه چاغ غوايان د اوو ډنګرو غوايانو له لاسه خوړل کېږي او اوه شنې وږي د اوو وچو وږو له وجود څخه متاء ثره کېږي او د مرض په شکل هغه خوري يا وچوي. ( دیوسف د سورې ۴۳ او ۴۹ مبارک ایتونه)
د حضرت يوسف (ع ) د تعبير له وجهي چي د اوو کلونو وروسته د قحطى کلونه راځي يعنې بارانونه به نه کېږي اوفصلونه به نه شنه کېږي نو تاسي سر د اوسه څخه د غنمو د کرلو تکل وکړى او د ذخيرې په جوړولو کښي ورڅخه ساتنه وکړى.همداسي حقيقت رشتېا شو د ذهني هڅوني او پراخ فعاليت ساحه ښکاره شوه د حضرت يوسف (ع ) تدبير درست و ختى
۷- دحضرت یوسف (ع)ددوو بندی ملګرو خوب لیدل چي یو یی د پاچا ساقی او بل یې پانسی سو ( دیوسف دسورې ۳۶ و ۴۱ مبارک ایتونه)
۸- دحضرت موسی (ع) د مور خوب لیدل چې ماشوم یې په یو سندوک واچوی او په اوبو کښې ایله کړی
ددې ټولو مبارکو ایاتونو څخه دا ښکاری چې ځینې خوبه له یو راز څخه د پردې لیرې کولو مانا لري هغه چې په ویښه د انسان فکر دهغه په وړاندوینې قادر نه دی
د دې خوبونو څخه ښکاري چې نفس د فعاليت ساحه یوازې په مغز او انسان محدود نه ده هغه دانسان د خوب په حالت کښې له بدنه وځي د ژوند د پرابلمونو او ناخوالو لپاره لاری چارې پیدا کوي. یانې دا د نفس د سفر او ګرځیدو پایله ده چې خپل راټول سوی مالومات په سمبولیک ډول مغز ته ورکوي دا ډول خوبونه دانسان د مغز له فعالیت څخه لوړ دی دا د بل لوی مقام څخه د راتلونکی په هکله مرسته او وړاندوینه ده چې په سمبولیک ډول دانسان د مغز خاطری ته استول کیږی او لکه د انسان دمغز خوبونو غونډی ژر نه هیریږي
نوربیا