کور / تازه خبرونه / طالبان : ٣٨ بهرنيو او کورنيو سرتيرو ته مو مرګ ژوبله واړوله

طالبان : ٣٨ بهرنيو او کورنيو سرتيرو ته مو مرګ ژوبله واړوله

طالبانو پخپله يوه ويب پاڼه کي خبر ورکړى چي د کندهار د ٤٠٤ نمبر ميوند زون باندي د نني بريد په پايله کي چي د ويب پاڼي په حواله د پنځو ځانوژونکو په وسيله ترسره سو شاوخوا پکښي اته دېرشو بهرنيو او کورنيو سرتيرو ته مرګ ژوبله واوښته په ويب پاڼه کي نور تفصيلات نه دي ورکړل سوي او يوازي ويل سوي چي په دې بريد کي د نوري وژني او ژوبلي تر څنګ څلور د ملي امنيت افسران وژل سوي . خو د کندهار ولايت امنيه قوماندان وايي چي په دې بريد کي ١٨ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او وايي چي د هغو څخه دوه تنه د ملي امنيت کسان وژل سوي ، دوه بهرني دوه د ملي امنيت کارکوونکي او دوه نور کورني عسکر ژوبل سوي دي .