د ناټو ځواکونو په يوه خپره سوې اعلاميه کي چي يو ه کاپي يې همدا اوس لراوبر ويب پاڼي ته هم راورسېده راغلي چي د افغانستان په ختيځ کي يې يو سرتېرى ووژل سو . په خبرپاڼه کي راغلي چي ياد سرتېرى د مخالفينو په وسله وال بريد کي ووژل سو . په اعلاميه کي د وژل سوي سرتيري هويت او د وژل کېدو ځاى د تل په څېر نه دئ په ډاګه سوى .
په دې سره د اپرېل په روانو اوو ورځو کي د بهرنيو وژل سوو فوځيانو شمېر نهو تنو ته ورسېدئ چي دوه يې نن ورځ ورځ په خپل منځي ډزو کي وژل سوي ول .