کور / راپور / د روهي ادبي بهير د ٢٠٩ غونډي راپور

د روهي ادبي بهير د ٢٠٩ غونډي راپور

٢٠٩ مه اوونۍ ٢٠٩ مه ناسته
د ١٣٨٩ هجري سپوږميز کال د سرطان پر يو ٣١ مه د روهي ادبي بهير پر له پسې ٢٠٩ مه غونډه چي د پنځم کال شليمه کېده د حاجي نوراحمد قرانمل په مشري ترسره سوه مېلمه يې بسم الله و د قرانکريم تلاوت حاجي مسعود پروتن وکړ او د پيل خبري حبيب الله قلم مل وکړې قلم مل د سيرت دوره ډېره ګټوره وبلله نوموړي د سيرت د دورې د ښوونکي په اړه هم ناستو کسانو ته مالومات ورکړل او زياته يې کړه چي استاد ګل احمد د ژړۍ ولسوالۍ دئ او ژوند يې په پېښور کي کړى دئ او اوس د کندهار په پوهنتون کي د کمپيوټر ساينس زده کړه کوي . قلم مل د خپلو خبرو په پاى کي يو ځل بيا غوښتنه وکړه چي که چيري يو ملګرى د کره کتني اصول ګډون والو ته وښيي نو دا به په کره کتنه کي ډېره مرسته وکړي . ورپسې ما سيد آغا وطن يار د تيري اوونۍ راپور وړاندي کړ چي محمد شريف ناکرار د ستايني تر څنګ دا هم وويل چي بايد د سيکالوژۍ پر ځاى يې د پښتو لفظ راغلى واى عصمت الله بهير بيا راپور ډېر وستايه . د راپور اورولو څخه وروسته بايد کره کتنه سوې واى خو د سيرت د دورې د وروسته برخي دپاره کره کتنه پاته سوه او د سيرت دورې ته وخت ورکړل سو ورپسې د وياندويانو د خوا مشاعره پيل سوه چي د ټولو ګډونوالو څخه ٢٧ تنو خپل شعرونه ولوستل د مشاعرې د پاى ته رسېدو سره سم د غونډي مشر حاجي نور احمد قرانمل خپلي اوږدې او د مفهومه ډکي خبري ګډونوالو ته واورولې چي ډېر لږ يې را اخلم : حاجي نوراحمد قرانمل د سيرت دوره وستايله او زياته يې کړه چي ډېر ښه کار سوى دئ چي د بهيروالو دپاره داسي ګام اخستل سوى دئ . ده زياته کړه چي هر مسلمان بايد د قرانکريم په مفهوم ځان پوه کړي نوموړى د خپلو خبرو په درشل کي د غونډي په اړه هم خبري وکړې او زياته يې کړه چي غونډه ځکه ډېره ښايسته وه چي په نبوي سيرت سره پيل سوه . قرانمل د ګډونوالو څخه د شعر غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چي د افغانستان تر هري ډبري لاندي حماسې او فلسفې پرتې دي .
د يادوني وړ ده چي تېر ځل هم د بېنوا فرهنګي ټولني د خوا د بهيروالو دپاره ورته ګامونه پورته سوي ول چي د شعر پېژندني ، سيرت د دورې او د موسيقي زده کړه يې ښه بېلګي بللاى سو .