د خيبر پښتونخوا په کوهاټ سيمه کي د ماين په چاودنه کي څلورو ماشومانو خپل ژوند د لاسه ورکړ . په سيمه کي د پوليسو يو تن مشر وايي چي پېښه د ښوونځي و مخي ته رامنځ ته سوې نوموړى وايي چي چاودېدونکي توکي د ناپېژاندو کسانو د خوا په يوه پلاسټيکي کڅوڼه کي ځاى پر ځاى سوي ول او کله چي نوموړو ماشومان لاس ور وړ نو ورباندي وچاودېدل . د نوموړي په وينا چي په وژل سوو ماشومانو کي درې يې ورونه دي .