کور / تازه خبرونه / روسيه به پر افغانستان ٢١ الوتکي وپلوري

روسيه به پر افغانستان ٢١ الوتکي وپلوري

د افغانستان نظامي چارواکي وايي چي روسيه به پر افغانستان ٢١ څرخي الوتکي وپلوري . نوموړي چارواکي وايي چي دغه پرېکړه د روسيې او امريکا تر منځ په خبرو کي سوې ده . يوه روسۍ ورځپاڼه ليکي چي يادي هيلوکپټري به د ٣٧٠ ميليونو ډالرو په لګښت روسيه پر افغان ملي پوځ وپلوري .