په ز ابل ولايت کي نن سهار شاوخوا اته بجې په يوه ترافيکي پېښه کي چي د يوه ټونيس موټر په وسيله رامنځ ته سوه پکښي درو نپرو ته مرګ ژوبله واوښته . د کندهار ولايت د ٤٠٤ نمبر ميوند زون د ترافيکو د عمومي مديريت مدير ښاغلى دوهم څارن عتيق الله خان لراوبر ته د ټليفون پر کرښه وويل چي پېښه د زابل ولايت د شاه جوى په اډه کي هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله يو ټونيس موټر د درو تنو سره چي پلي روان ول ټکر وکړ او په پايله کي يې يو تن وواژه او دوه تنه نور يې ژوبل کړل . ژوبل سوي کسان د درملني په موخه سيميز روغتون ته وړل سوي او د موټر چلوونکى د ترافيکي پوليسو د لوري نيول سوى .
د يادوني وړ ده چي تېره اوونۍ هم په ياد ولايت کي په يوه ترافيکي پېښه کي دوه تنه ژوبل سوي ول .