کور / خبرتیا او پيغامونه / ستاينه او هرکلی

ستاينه او هرکلی

د افغانستان د کلتوري ميراثونو او ګرځندوی انستيتوت ، باوري مطبعې او لمر څرک خپروني ټول اړوندان د هغي وينا ستاينه او هرکلی کوي چي د طالبانو د اسلامي تحريک د لارښود ملامحمد عمر اخند له لوري خپلو پلويانو ته د ښونځيو د نه ورانولو هدايت کړېدې .


پوهنه رڼا ده او ټول مسلمانان د پوهي په حاصلولو مکلف ګرځول سويدي . دا د نيکمرغی ځای دی چي په هيواد کي د سياسي اختلافاتو سره – سره  په جګړوکي ښکيلي بيلا بيلي خواي  د ښونځيو د نه سوځولو او د ښووني د ملاتړ  لپاره په يوه خوله سول . د هيواد ملي ګټي په همدې يووالي کي نغښتي دي. زموږ له نظره دا نيکمرغه خبر د دې جګړې ځپلي اولس لپاره د ښه راتلونکي زيری دی .


اوس به د هيواد زيات شمير ماشومان  او تنکي ځوانان د ډار او ويري پرته  ښونځيو ته ځي او د کورنيو مشران او غړي به په ډاډه زړه د خپلو اولادونو د سالمي روزني چارو ته پام ساتي . دښوني او پوهني د حاصلولو دا بهير بايد پر له پسې او ګړندی وساتل سي . زموږ د ورسته پاته او جګړې ځپلي اولس د ژغورني تر ټولو ښه لاره همدا ده . 
 د افغانستان د کلتوري ميراثونو او ګرځندوی انستيتوت ، باوري مطبعې او لمر څرک خپروني  اړوندان  ، ټولو هيوادوالو ته د دې نيکمرغه خبر مبارکي وايې او د لوی څښتن ( ج ) حضورته التجاُ کوو چي : يا رب العزته ، زموږ د هيواد ، د مظلوم او ربړېدلي اولس  ژغورنه ستا په توان کي ده ، زموږ پاکه خاوره ، زموږ سپيڅلي خلک د هغو ظلمونو څخه وساته چي په  دې او هغه نوم يې ژوند په بي رحمانه ډول اخستل کيږي .


امين يارب العالمين


د انستيوت ، لمر څرک خپروني  او باوري مطبعې  د مشر تابه ډلو په استازيتوب