کور / تازه خبرونه / زابل :سورخوګان، دري ځانمرګي بريدكونكې ووژل سول

زابل :سورخوګان، دري ځانمرګي بريدكونكې ووژل سول


د زابل دامنيت امر وايي چې په سرخوګانو کې  درې تنه  ځانمرګي بريد کوونکي وژل سوي دي .


د زابل د امنيه قوماندانۍ دامنيت امر سمونوال فريدخان لراوبرته   وويل چې پېښه تېره ورځ ناوخته رامنځ ته شوې ده


نومه وړي زياته كړل چې داستخباراتي راپورله مخې يې خبردرلودچې په سرخوګانوتنګې كې درې تنه ځانمرګي بريدکوونکي له درېو سراچه  موټرانوسره  ، چې چاوديدونكې توكې يې پكې ځاي پرځاي كړي ولاړدي .


دامنيت آمروويل چې په سيمه كې يې له ميشتوبهرنيوځواكونوڅخه مرسته وغوښته اودچورلكوپه وسيله يې دهوايې بريدله لاري درې واړه ځان وژونكې ووژل .
دسيمې ځاي اوسيدونكې هم دپېښي پخلي كوي اووايې چې درې واړه ځانمرګې بريدكونكې دوې ورځي مخكې سيمي ته دبريدكولوپه  موخه ورغلي وو.
(سورخوګان) په زابل كې يوله هغوغرنيوسيموڅخه ده چې دخپل غرني موقيعت له پلوه دسرولښكروپه وړاندي دجهادپرمهال دمجاهدينوكلك سنګرپاتي سوي .