کوم انسانان چې نړۍ ته سترګې غړوي یو شمېر پکې هغه هم وي چې په کوچنیتوب یاځوانۍ کې د نړۍ نه سترګې پټې کړي خو زیات شمېر د هغوانسانانوڅخه دي چې د خپل ژوند ۳ مرحلې یانې کوچنیتوب ، ځواني او بوډاتوب په نړۍ کې تېر او بیا ترې آخرت ته سفر کوي .
د مالونو ګټل ، تجارت کول ، کورونه جوړول ، جایدادونه اخیستل ، کسبونه زده کول ، په مادي نړۍ کې مسابقې او یو د بل نه مخکې کېدل ، خپل شهرت او نوم ویستل ، د خپلی خوښې لباس ، خوراک ، او د ژوند نور وسایل برابرول او د خپل خواهش سره سم په دې نړۍ کې ژوند تېرول په دوی کې اکثریت د ژوند مقصد بولي او په دوی کې د زیاترو ژوند د همدې یادو شوو څیزونو نه قرباني شي ، بل هیڅ ونه شي کړای او له نړۍ یې سترګې پټې شي . خو په همدې انسانانو کې چې څوک په نړۍ کې شعوري ژوند تېرول غواړي ، د سالمو عقلونو څښتنان وي ، حق ته د رسېدلو کوښښ کوي ، حق او صداقت نه پټوي ، پر فکر یې د مادیاتو غلبه نه وي ، او اعصاب یې مادیاتو نه وي فلج کړي نو د هغوی سره تل دا پوښتنې پېدا کیږي چې انسان چې په مخلوقاتو کې تر ټولو غوره مخلوق دی نو آیا د حیواناتو په څېر یواځې صبا کول او بېګاه کول او د خپل خواهش پوره کول د دې عظیم انسان د ژوند هدف دی ، او که ترټولو اشرف المخلوق د کوم بل مقصد لپاره پېدا شوی دی ؟
پدې اړه ۳ ډوله نظريې شتون لري :
۱- ړومبۍ نظریه داده چې انسان د حادثې زېږنده دی او په غېر ارادي توګه راپېدا شوی دی د ژوند هدف یې خوړل ، څښل ، کارکول ، خوندونه اخستل او بیا مړه کېدل دي . د دې نظریې له مخې مذهب او په مذهبي لارښوونو عمل کول د انسان شخصي خبره ده او د انساني ژوند مقصد د یو ماشین د پرزې په څیر شپه او ورځ کارکول دي او بس ، دا نظریه اشتراکي نظریه ده .
دوهمه نظریه بېخي د دې ړومبۍ نظریې برعکس ده . د دوهمې نظريې خلاصه داده چې انسان په پېدایښتي ډول ګناهګار دی ، باید د مادي نړۍ نه بېخي ځان لیرې وساتي ، د خپلی ګناه نه د ځان پاکولو او د خپل خدای د خوشالولو لپاره باید په غارونو او ځنګلونو کې مراقبې وکړي او چلی وباسي . دې نظریې ته د رهبانیت نظریه ویل کېږي چې له مخې یې په دنیوي امورو او وسایلو کې شرکت سراسر معصیت دی .
دریمه نظریه داده چې انسان یو خالق لري او هماغه خالق دا انسان د خاص مقصد لپاره پېداکړی او نړۍ ته یې رالېږلی دی ، انسان په ځمکه د الله تعالی خلیفه دی ، اشرف المخلوقات دی ، په دنیوي ژوند کې د عمل مهلت ورکړل شوی دی خو په عملي ژوند کې یې ورکړل شوي اختیارات د الله تعالی امانت دی او د دې امانت په اړه به یوه ورځ خامخا پوښتنه ترې کېږي ، په هیڅ ډول نه دی مجبور هر څه د خپلې ارادې او خپل اختیار له مخې کوي خو په هر قدم کې د ده د اختیار او ارادې امتحان اخستل کېږي نو ځکه دنیا د ده لپاره د امتحان کور ګڼل کېږي ، د ژوند مقصد یې د الله تعالی عبادت ، د مخلوق خدمت او د الله په ځمکې د الله تعالی د عدل او انصاف نظام قائمولو کې خپل کوښښ کول دي ، خو دا یو تریخ حقیقت دی چې د نړۍ زیاتره وګړي د خپل ژوند د مقصد په اړه شعوري احساس نه لري . ډېر خلک په دې بې نښو خورا اوږده صحرا کې د ژوند سفر مخ په وړاندې بوځي خو منزل ته د رسېدوڅخه نه وي خبر او نه ورته دا معلومه وي چې لاره څومره وهل شوې او لاڅومره باقي ده ؟
څوک دولتي وظیفې اجراء کوي، څوک په شخصي ادارو کې کار کوي ، څوک دکانداري او تجارت کوي ، د چا ژوند په مالدارۍ ، زراعت او نورو چارو کې تېرېږي ، څوک په یو وخت کې یو کار کوي او څوک په یو وخت کې څو کارونه کوي او هر څوک چې په څه کې اخته وي پکې لا ډېر پرمختګ ، ترې ډېر څه ترلاسه کول او پکې ښه ډېر شهرت او نوم ترلاسه کول غواړي او همدایې ټول ژوند وي .
د لندن د ملي ټلویزون له لورې په ترسره شوې سروې کې دا معلومه شوې ده چې د برتانې کابو ټول وګړي غواړي چې بډای شي او همدا یې د خپل ژوند مقصد ښودلی دی . د روسيې ولس د خپل ژوند مقصد په اقتصادي لحاظ اسوده کېدل ښوولي دي . د جاپان وګړو ویلي چې راحت او خوند اخستل یې د ژوند مقصد دی او امریکایانو ویلي چې د پیسو راټولول او د ټکسونو څخه ازادي یې د ژوند مقصد دی .
نو په دوی کې هیچا هم دا نه دي ویلي چې ګنې داخلاقي معیارونو سربلندي ، د الله تعالی د مخلوق خدمت او د نورو انسانانو لپاره ایثار او قرباني یې په ژوند کې کوم کوچنې مقام لري ، بس یواځې مادیات او مادي ژوند کې عېش او عشرت او د سفلي جذباتو تسکین یې د ژوند هدف ښودلی دی او خبره یواځې په امریکا ، برتانیې ، جاپان او روسي یا نا اسلامي نړۍ پوری نه ده محدوده بلکې په نا اسلامي نړۍ کې کابو د ټولو او په اسلامي نړۍ کې د زیاتره خلکو همدا حال دی او که وکتل شي نو په نړۍ کې د فسادونو ، بد امنیو ، جنګونو او وینو تویدلو یواځینی لامل هم همدا د مادیاتو او مادي ژوند سره لېونۍ مینه او معنویت او اخلاقي اقدارو ته نه اهمیت دی .
راځۍ ! چې وګورو د انسان د ژوند اصل مقصد څه دی او انسان د څه لپاره پېدا شویدی ؟
د اسلامي لارښوونو له مخې د انسان د ژوند مقصد په ۳ برخو ویشل کېدای شي :
۱- د الله تعالی عبادت : الله تعالی زموږ خالق او مالک دی زموږ رب دی ، زموږ پالنه کوي ، موږ ته صحت ، اولادونه او روزي راکوي زموږ حاجتونه اوضرورتونه پوره کوي او زموږ او د پېریانو په باره کې یې په روښانه ټکو فرمایلي دي چې ما انسانان او پېریان یواځې د خپل عبادت لپاره پېداکړي دي نو باید هر تن نر وي او که ښځه د ځان لپاره یو مهالویش جوړکړي او په شپه او ورځ کې د فرض لمونځونو ترڅنګ د نفل لمونځونو ذکر او تلاوت ته هم څه وخت ورکړو ، په الله تعالی شعوري ایمان راوړو ، د نفس غوښتنې او خواهشات شاته کړو او قدم په قدم د الله تعالی حکم او د رسول الله طریقه ځانته معلومه کړو او پرې عمل وکړو، که زکات او حج راباندی فرض وي ادایې کړو او چې روژه راشي ښه په خوښۍ سره یې ونیسو او خپله غلامي الله تعالی ته په هرځای کې ښکاره کړو ، د دین زده کول او نورو ته رسول خو هسې هم عبادت دی ، په صحیح نیت د یو مسلمان کېناستل، پاڅېدل ، خوړل، څښل ، ضرورت پوره کول ، ویده کېدل ، رزق ګټل ، تجارت کول او نور روا ګڼ شمېر کارونه هم عبادت ګرځي .
۲ – د مخلوق خدمت : یانې له روا لارو د انسانانو خوشالول او ورته خیر رسول د مخلوق خدمت دی ، د دوستانو ، ګاونډیانو او خپلوانو سره ښه سلوک ، د مور اوپلار خدمت ، د کمزورو مرسته ، د مشرانو احترام ، په کشرانو شفقت ، د غریبو مالي مرسته ، د یتیمانو او کونډو کفالت ، د لارو ، کوڅو ، پلونو ، روغتونونو ، جوماتونو ، تعلیمي او خیریه ادارو جوړول ، د ځمکو ابادول ، د نهرونو جوړول ، د بوټو کرل ، د ځمکې د مخ نه د فساد ، بدامنۍ ، وحشت ، جهالت ، تعصباتو ، انسان دښمنۍ او نورو تاوان رسونکو اوناوړه څیزونو له منځه وړل د مخلوق د خدمت مهمې برخې دي .
په یو حدیث کې راغلي دي چې ( الخلق عیال الله فاحب الخلق الی الله من احسن الی عیاله ) ترجمه : مخلوق د الله تعالی عیال دی نو په خلکو کې غوره هغه څوک دی چې د الله تعالی د عیال سره نیکي وکړي .
نو د عباداتو نه پس د مسلمان په حیث دا زموږ مسئولیت دی چې په انفرادي او اجتماعي ډول په پورته یادو شوو برخو کې د خلکو خدمت وکړو او د بې وزلو ، یتیمانو ، کونډو ، مجبورو ، بې سرپرستو ، مریضو او معذورو څخه ځانونه باخبره وساتو او د چا چې څومره مرسته له وسه پوره وي ورسره یې وکړو ، څوک که یواځې یو وږی مړولی شي یو وږی دې موړ کړي ، څوک که یوتن ته یوه نسخه دوا اخستلای شي دا کار دې وکړي ، که څوک د یو دائمي مریض ټول علاج کولی شي دادې په غاړه واخلي که څوک بې سرپناه یو مسلمان ته کوټه جوړولای شي یا یو بې واده تن ته د واده کولو وس لري نو پکارده چې دا خدمت یې وکړي دا په انفرادي توګه هم کېدای شي او په اجتماعي توګه هم ، خو افسوس دا چې زموږ په افغاني ټولنه کې دې لورته هیڅ توجه نشته ډېر بډای خلک شته او مسلمانانو ته ډېر خېر رسولی شي خو نه یې کوي .
۳ – د دين د اقامت هڅې :
د مسلمان مسئولیت یواځې په عبادت او د مخلوق په خدمت نه پوره کېږي بلکې د ټولنې نه د بدیو د له منځه وړلو لپاره ورباندی په لاس ، ژبه او قلم جهاد کول هم ضروري دی. ددې لپاره چې ظلم ، وحشت ، جهالت ، بې انصافي ، خیانت عدر ، رشوت ، سود ، فحاشي ، ماده پرستي ، غلا ، ژبني او سمتي تعصبات او نورې خرابۍ له منځه ولاړې شي نو د لوړو اخلاقو په بنسټونو ولاړ د عدل او انصاف ، حق او صداقت حاکمیت ضروري دی . اسلام د نېکیو کول او د بدیو نه ځان ساتل کافي نه بولي بلکې د خپلو پېروانو نه د نېکیو خپرول او بدیو مخنیوی غواړي ، اسلام ځان ځاني ردوي ، د اسلام روح اجتماعیت دی ، یواځې د خپل ځان او خپل ایمان د ساتلو په موخه د جومات یا خانقاه په ګوټ کې کیناستل اسلام نه مني ، اسلام هیڅ دا نه مني چې په ټولنه کې دې غلا ، لوټماري ، رشوت ، درواغ ، خیانت ، زنا ، شراب خوري ، سمتي او ژبني تعصبات ، ظلم ، وحشت ، انسان وژنه دې روانه وي اود مخلوق حقوق د پښو لاندې کېدل عامېږي او یو تن دې د دې ګناه نه د ځان ژغورلو په موخه د ټولنې نه بېرون په کوم ځانته ځای کې مېشت شي اوله لیرې نه دې د دې هر څه ننداره کوي.
د کلمې ویلو او په کلمې د ایمان راوړلو ترڅنګ د کلمې اجتماعي نفاذ هم د مسلمان مسئولیت دی. همدې ته د دین اقامت ویل کېږي او همدا د ټولو خوښیو سرچینه او د ټولو بدیو د له منځه وړلو یواځینۍ لار ده.
باید هېر نه کړو چې د الله تعالی له لوري د راکړل شوي بدن صحت ، وخت ، مال ، قدرت ، حیثیت ، استعداد ، علم ، عقل او د ډول ډول پوهو د شکر ادا کولو سمه لار دا ده چې د الله جل جلا له د لارښوونو سره سم یې په کار واچوو همدا باید د مسلمان د ژوند مقصد وي ، او مسلمان باید دا عقیده ولري چې د الله او د الله د رسول له لورې په ښودلی شوی لار روان شو ، د ژوند مقصد او راز ومومو او څوک چې پرې روان نه شو هغه خپل ژوند عبث تېر کړ . والسلام ،