د بغلان ولايت په بغلان جديد ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو يو قوماندان نيول سوى . د دې ولايت امنيتي چارواکي وايي چي ياد طالب قوماندان ملا اختر نوميږي او په ياده ولسوالي کي د آيساف ځواکونو د لوري نيول سوى دئ خو په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .
د يادوني وړ ده چي څه موده مخکي د طالبانو د لوري دې ولسوالۍ ته ټاکل سوى ولسوال ووژل سو او درې تنه نوور نيول سوي ول .