په کندهار ولايت کي سلګونو ديني عالمانو د اسپېڅلي دين ته د سپکاوي او پر ديني مدرسو باندي د بهرنيو او افغان ځواکونو د عملياتو په غبرګون کي غونډه وکړه. ديني عالمانو ، د مدرسو طالبانو او د مسجدو امامانو په غونډه کي وويل چي د څو ورځو راهسته بهرنيانو او د ملي امنيت د رياست مسئولينو په پرله پسې ډول پر مسجدونو او ديني مدرسو د شپې د اړخه عمليات کړي او شپاړس تنه طالبانو چي ديني زده کړي يې کولې د ځانو سره بېولي دي . د ديني مدرسو څخه د الفاروقيه مدرسې مشر مولوي عنايت الله صاحب پخپلو خبرو کي وويل چي څو ورځي وړاندي بهرنيان حکيميې مدرسې ته ورغلي ول او شپږ تنه طالبان يې د ځان سره بېولي نوموړى همدا ډول وايي چي د امير حمزه په نوم يوه جامع جومات ته هم ورغلي او لس تنه طالبان يې د ځان سره بېولي او وهلي دي “ حکيميې مدرسې ته غربيان د شپې پر دوولس بجې ورغلي سپيان يې د ځانو سره دننه مدرسې ته ور وستلي او بيا يې طالبان تړلي او وهلي دي او شپږ تنه يې د ځان سره بېولي “ مولوي عنايت الله صاحب .
يو بل ته ديني عالم چي د افغان او بهرنيو ځواکونو له لوري يې پر کور عمليات سوي ول وويل “ زما کور ته راغلي دي زما کتابونه يې د مځکي ويشتلي دي پکښي غورځېدلي دي شى يې نه دئ پيدا کړى خو بيا يې هم د ځان سره بېولى يم “ يادو علماء کرامو په دې اړه د کندهار والي ، د ولايتي شورا او ملي امنيت د رئېس سره وکتل او ګواښ يې وکړ چي که يې ستونزي هواري نه سي نو په پراخه لاريونونو به پيل وکړي .
د ملي امنيت رئېس وايي چي بهرنيانو په وار وار سره دا ورته ويلي چي د حکوت ضد وسله وال په ديني مدرسو او مسجدو کي اوسېږي خو دوى يې په وړاندي سخت غبرګون ښوولى “ باور وکړئ چي زموږ په نظامي شورا کي د بهرنيانو دا اجنډا ده چي ديني مدرسې د تروريزم پناه کاوي دي دغه والي صاحب دئ چي دفاع يې کوي ، دغه زه يم چي دفاع يې کوم يو عالم نسته چي زه ورسره کښېنم چي دغه مشکل دئ راسره چي په مدرسو کي څه حالات تېريږي “ جنرال محمد نعيم مؤمن .
د يادوني وړ ده چي په کندهار ښار کي يو سل اويا مدرسې ستون لري .