په افغانستان اړوند د امرېکې د یادښت لېکونو لړۍ
د برژنسکي له پلوه د امریکې ولسمشر جیمي کارترته
کاناډا – آټاوا
۲۰۰۸ کال ، فبروري ۲۳
د لېکونو د لړیو سرچینه :
د امریکا د کیبل نیوز نیټورک یا سي ان ان له نړیوالې انترنیټي ځالگۍ څخه
پټه :
http://www.cnn.com/SPECIALS/cold.war/episodes/20/documents/brez.carter/
لاندني یاددښت لېکونه ، پرافغانستان د روسیې د یرغل په اړه، د امریکې د امنیتي چارو سلاکارزبیگنیو برژنسکي له پلوه ولسمشر جیمي کارتر ته لېږل شوي دي. برژنسکي په خپلو گزارشونو کې د امرېکې پرکورنیو او بهرنیو ستراتیژیکوگټو د یرغل نښو ته گوته نیسي او ولسمشر هڅوي چې د یرغل د مخنیوي په موخه شوني گامونه اوچت کړي.
پرافغانستان د شوروي د یرغل ازانگې
دسامبر ۲۶، ۱۹۷۹
ولسمشر ته دزبیگنیو برژنسکي یاددښت لېک
زه به تاسو ته د ملي امنیت د سلاکارې جرگه گۍ د جمعې د ورځې د غونډې لپاره وړاندیزشوي سرلېکونه په جلا توگه در ولېږم چې پرافغانستان او ایران به نیغ وي. له دغه لېک سره مل د دواړو سکالو (موضوعاتو) په اړه د امنیت د سلاکارې جرگه گۍ د نن ورځې دغونډې لنډیز در لېږل کیږي. دغه یادښت لېک یوازې د اړوندې سکالې په اړه ستاسو د اندونو د خوځښت او هڅولو په موخې درلېږل کیږې .
یوه یا دوې اونۍ مخکې تاسو ته ویل شوي ول چې موږ له سېمه یز ناروین سره مخامخ یو. افغانستان او ایران دواړه په اړ و دوړ کې راښکېل شوي او پاکستان هم له کورني اړخه ټینگ نه دﺉ او هم له بهرني اړخه له ویرې سره مخامخ دﺉ. که شورویان په افغانستان کې بریالي او هماغلته یې مخه ونېول او ودرول شي نو د هند سمندرته به د ماسکو د رسېدلو د پیړیو پیړیو خوبونه په ټپه په اوبوکې لاهو شي. له تأریخي اړخه بریتانویانو د[ماسکو-ژ] دغه خوځښت ته خنډونه رامنځ ته کړل او افغانستان د هغوی یوه بیلوونکې یا حایلي سیمه وه. موږ په ۱۹۴۵ کال کې دغه ونډه پرخپل ځان منلې وه خو په سویلي آسیا کې ایراني ناورین د ځواکونو د برابروالي د نړیدلو لامل وگرځېد او کېدای شوای د عرب او عمان په خلېجونو کې د شورویانو پرچورلټ شته والي پای ته رسېدلای وای.
د دغو خبروپربنسټ په افغانستان کې د شورویانو لاسوهنه موږته هم په کورنۍ او هم په نړېواله کچه یوه تر ټولو لویه ، ستره او ویره وونکې ننگونه مخې ته دروي . دغه کېدای شي په شوروي – ویتنام واوړي او د یرغل او لاسوهنې لومړنې اغیزې به د لاندنیوکورنیو او نړیوالو لاملونو له امله موږ ته له لوی تاوان سره ملگرې وي.
له کورني اړخه
الف:
د شوروي دغه تیری اولاسوهنه ډیره شونې ده چې په ایران کې د امریکې د لا نوروبېړنيو گامونو د اوچتولو د هڅولو لامل شي . د شوروي ” ښکربندونه او پریکندتوب” به له سیمې څخه زموږ له پښو بیرته کولو سره پرتله شي او دغه پښه لیرې کول به نور د احیتاط په توگه نه بلکه د یوې ورځ په ورځ غوړېدونکې ویرې په توگه وگڼل شي.
ب:
د دغې خبرې ترڅنگ سیمه یزه بې ثباتي ښايي دایران د ستونزې د حل لاره لا نوره هم ستونزمنه کړي او دغه به له شورویانوسره زموږ دلاس اوگریوان او ښکر په ښکر کېدلولامل شي.
ج:
شوني ښکاري چې د ستراتېژیکو اوږد واټن ویشتونکو وسلو د لنډون (سالت) د خبرولړۍ ته به تاوان ورسیږي او ښایي د دغو خبرو لړۍ بېرته را ونه گرځي ، ځکه چې د شوروي پوځي یرغلگره مخه به ډیره څرگنده اوبربنډه وي.
د:
په ټولېزډول زموږله خوا به د شوروي د چارو د سمبالولو څرنگوالی د ښي اړخو او کیڼ اړخو له خوا تر یرغل لاندې راشي.
په نړېواله کچه
الف:
پاکستان دې خوندي شي ، مگردا چې موږ په یو ډول نه په یوه ډول په سیمې کې د ځواک اود ډاډ د سمبالولو ریښې وکـَـرو او پیاوړې یې کړو.
ب:
د ایران په بې ثباته کېدلو به بیا د آسیا په سویل لویدیځ کې هندي سمندر ته د شورویانو د خوځښت د مخنیوي لپاره یو پیاوړی مورچل نه وي.
ج:
چینایان به په افغانستان او کمبودیا کې د امریکا له پلوه د شورویانو د داوو او دنگلو د مخنیوېو نااغیزمنتېا په څرگنده په پام کې ونیسي .
سکېنده (جبیره) کېدونکي لاملونه
د ډاډمن کېدلو لپاره به یو شمیر سکېنده کېدونکي لاملونه وي او هغه دا دي:
الف:
د روسانو شوریانو د یرغل پرضد به ټولن اندیزه پارونه راوپارول شي. څرگنده ده چې اسلامي هېوادونه به اندېښمن وي او موږ باید له دغې اندېښنې څخه په اغیزمنه توگه گټه واخلو اوتر خپلې ولکې لاندې یې راولو.
ب:
لا تراوسه څه ناڅه درې سوه زره افغان کډوال پاکستان ته کډوال شوي دي او له دغې شیبې څخه په گټې اخیستنې موږباید خپل درېځ پردغه ټکي نیغ کړو چې شورویان د بشري ډله یزناروین لاملین دي. څرگنده ده چې دغه شمېره په ډېرېدلو ده او په کمبودیاکې د شوروي په ملاتړ هڅوهم بې شمیره ورانۍ رامنځ ته کړي دي.
ج:
زموږد ټلوالې په ملگرو کې به د خپل ځان د ساتنې دپوهې اړتیا لا نوره هم پیاوړې شي چې په دفاعي برخې کې لانورکوټلي گامونه واخلي.
یو شوري ویتنام؟
هرگوره ، موږته نه ښایي چې د افغانستان په اړه زموږوینه د خوټېدلو ترکچې توده شي چې گڼې هغه به په یوه شوروي ویتنام واوړي ، خو:
الف:
گوریلایي جنگیالي په بې سېکه ډول سمبال او لارښوونه یې ډیره ناسمه ده.
ب:
هغوی ژغورنځای او پناه ځای اوسمبال شوی پوځ نه لري، مرکزي دولت نه لري؛دا ټولې هغه ورته بېلگې دي چې په شمالي ویتنام کې وې.
ج:
د ویتنامېانوپه پرتله چې له چېن او شوروي څخه هغوی ته د وسلو لړۍ په پراخه کچه روانه وه ، دغه یاغیان ډیر لږ بهرنی ملاتړ لري.
د:
شوني ښکاري چې دامریکې برخلاف ، شوریان به کوټلی گام پورته کړي اوټینگ به ودریږي او په پای کې به په ویتنام کې دښمن ته د ستن وهني پالیسي را وپاروي. او د دغه کار پایله به دا وي چې شورویان به په پیاوړې ټوگې د ځان دفاع په اغیزمنه توگه وکړي او د نړۍ په سیاست کې هیڅ شی دومره نه دﺉ بریالی مگر د مورال بریالیتوب.
څه باید وشي؟
هغه څه چې لاندې ویل کیږي یوشمیر لومړني اندونه او وړاندیزونه دي چې پرهغو باید هراړخیزه خبرې وشي:
الف:
د افغان مقاومت دوام اړین بلل کیږي. دا یاغیانوته د ډیرو پیسو او وسلود لېږلو او د یو شمیر تخنیکي سلا مشورو د ورکړې په مانا ده.
ب:
دپورتنۍ خبرې د پلي کولو لپاره موږ باید پاکستان ته هم ډاډینه ورکړو او هم یې وهڅوو چې له یاغیانو سره د مرستې لپاره مټې بډ وهي. دغه خبره موږ هڅوي چې د پاکستان په اړه خپلې پالیسۍ ته له سره کتنه وکړو ، دغه خبره بیا هم د ډیرې ژمنې او ډاډینې او د ډیرو وسلو د ورکړو په مانا ده.
ج:
موږ باید له اسلامي هیوادونوسره هم د پروپاگند د خپرولو په کمپاین کې او هم د پټو گامونو د اوچتولو په کمپاین کې په گډه ځانونه سمبال کړو، چې له یاغیانو سره مرسته وشي.
د:
موږباید د روسانو له غوږونو تېرکړو چې د هغوی دغه کار د ستراتیژیکواوږدواټن ویشتونکو وسلو د لڼدون خبرې (سالت ) له غښکې او خطر سره مخامخ کړي او چین ته د ښاغلي براون د خبرو د موخو گڼ شمیر برخې به هم تر خپلې اغیزې لاندې راولي ځکه چې هیڅ اړنگ اوشک نشته چې چینایان به د خپلو پولو په غاړوکې د شوروي دغسې یوه خوځښت او داوو او دنگلو ته د ځان له وېرې ترنورو ټولو هېوادونو ډېراندیښمن وي. مگر دا چې موږ شورویانو ته ووایو چې موږبه خپله د “اندیښنو څرگندونه” جدي و نه نیسو خو زموږ اړېکې به د خړپړتیا د اغیزو ترسیوري لاندې راولي ،پرته له دغې، شورویان باید د دغې پوښتنې له اړتیا سره مخامخ کړو چې گڼې دهغوی دغسې سیمې یزې ځان ښودنې پر دغې ارزېدله چې د امریکې او شوروي اوږد مهاله اړیکو ته تاوان ورسوي.
ډ:
په پای کې موږباید په ملگرو ملتونو کې په افغانستان کې د شوروي یرغل او لاسوهنه، سولې ته د یوې ویرې په توگه په پام کې ونیسو.
پرافغانستان د شوروي یرغل او زموږ ځواب
۱۹۷۹ کال ، د دسامبر ۲۹ نېټه
د زبیگنیو برژنسکي له پلوه ولسمشر ته یاددښت لېک
له شورویانو سره زموږیوه ستره ستونزه څرنگه چې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لا تر اوسه هم لېدل کیږي په (ویتنام کې د جنگیالېو د اډو او په بهر کې د کیوبایانو ملاتړ او هغو ته ورته نورې خبرې ) یوازې د گام اوچتولو د ساتنې د خبرې پر کړۍ راڅرخي. څرنگه چې موږ د یاغیانو نیوکې د لمس کولو له کچې د ټینگ ځواب ترپولې پورې په پام کې نه دي نیولې نو شونې ښکاري چې شوریان زموږد اندیښنو د نه په پام کې نیولو په خوی او بوی روږدي شوي دي.
د دوشنبې په ورځ به وارن کریستوفر زموږ د ټلوالې له لویو او عمده ملگرو سره په لندن کې ویني. هغوی به زموږ سرمشرۍ اوهغو لاسوندو ته سترگې په لاره وي چې گڼې موږد شوروي دغه یرغل ته د سزا ورکولو لېواله نه یو. د دغې خبرې په پام کې نېولو سره به ښایي تاسو ښاغلي کریستوفر ته لارښوونه وکړﺉ چې د ټلوالې دولتونو ته ووایي چې موږبه له ماسکو سره د دوه اړخیزو اړیکو خپل د احساس وړ هغه گامونه پورته کړو چې په ترڅ کې به یې زموږ د خپگان غوټه پرانیستل شي.
له هغه امله چې تاسو پرون له اروپایي مشرانو سره په خپلو خبروکې پرافغانستان د شورویانو د ۱۹۷۹ کال یرغل پرچکوسلواکیا باندې د ۱۹۶۸ له یرغل سره په یوې لېکه برابر گڼلی دا به هم ښایي تاسو ته گټوره وي پوه شـﺊ چې د ۱۹۶۸ کال د اگست پرشلمې نیټې پرچکوسلواکیا د شوروي له یرغله وروسته جانسون او رسک کوم گامونه پورته کړل.
(تاسو باید ډاډه اوسـﺊ چې شورویان لړلېک او لیست په لاس کې لري او په هغه نړیوال چاپیریال کې چې دوی خوځښت کوي خپله پرتله یزه جاج اخیستنه به هرومرورامنځ ته کوي. دغې ته ورته جاج اخیستنه به د نړۍ د ډیرو هیوادونو په اړه په ځانگړي ډول هغه هېوادونه چې افغانستان ته نژدې دي سمه وخیژي.)
د یرغل د درې ورځو په اوږدو کې :
۱. ولسمشر یوه پیاوړې ټولنیزه خبرتیا او اعلامېه خپره کړه
۲. د بهرنېو چارو وزیر ټولنیزه خبرتېا او اعلامېه خپره کړه
۳. موږ د امنیت د جرگې د غونډو نوښت پیل کړ
۴. موږ له شورویانو سره د اتوم د سوله یزې کارونې دوه اړخېزې خبرې وځنډولې
۵. په ماسکو سفارت ته لارښوونه وشوله چې له ټولو شوروي چارواکیو سره دې په ټولو رسمي او ټولینزو اړېکو بندیزونه او تنگونې ولگول شي.