د هلمند په ولايت کي يوې اته کلني انجلۍ په درو کلو کي قرآنکريم حفظ کړ . د نوموړى انجلۍ ښوونکى وايي چي نوموړې د پنځو کلونو وه چي پلار يې د دوى دارالحفاظ ته ور وستله او د قرآن کريم په زده او يادونه يې پيل وکړ . د نوموړي ښوونکي وايي چي په لومړي سر کي يې د قرآن کريم په زده کړه کي ستونزي لرلې خو وروسته د تجربه لرونکو ښوونکو او د کورنۍ د هڅو په ترڅ کي يې يادي ستونزي هواري او وتوانېده چي په درو کالو کي قرآن کريم په ياد کړي . نوموړې بي بي زهره نوميږي او وايي چي د قرآن کريم په زده کړه او يادونه کي د ښوونکو او کورني هڅوونو تر څنګ يې خپل هم د دې سپېڅلي کتاب د يادولو شوق لره.