وسله والو د خیبر پښتونخوا ایالت په کرمه اجنسۍ کې په دوه مسافر وړونکو بسونو وسله وال برید کړی چې اته تنه یی وژلي او پنځه نور ټپیان دي. ویل کیږي چې په دواړو بسونو کې سپاره مسافر شیعه ګان ول.
دا پيښه د کرمې اجنسۍ په علیزی سیمه کی رامنځ ته شوې چېرته چې ډیری اوسیدونکي سونیان دي.
علیزی سیمه له صدې نه 16 کیلومټره لمرخاته ته موقیعت لري او پولې یې په سویل کې له هنګو سره لګیږي.
پرون سهار مهال په هنګو کې د پولیسو په یوه چاوڼۍ ځانمرګی برید شوی و چې د پولیسو په شمول یی اولسی خلک هم وژلي او ټپیان کړي ول.
هنګو ، پاړه چنار او کرمه اجنسۍ د خیبر پښتونخوا هغه سیمې دي چې وخت ناوخت ورنه د شیعه او سني تر منځ د تاو تریخوالي او وسله والو بریدونو خبرونه خپریږي.