ستره محکمه
د سترې محکمې د اتحاديې مشر چودري اعتزاز حسن ويلي دي چې د قاضيانو د بحالۍ په لړ کښې په پارليمان کښې دوه په درې کښې اکثريت ته اړتيا ده ، سندهـ هائيکورټ کښې وکيلانو ته د وينا په مهال اعتزاز حسن زياته کړه چې پارليمان دي د ولس مشر په ضد په پارليمان کښې د مواخذې تحريک وړاندې کړي ، اعتزاز حسن د ټولو وکيلانو څخه غوښتنه وکړه چې د دولسم مئۍ د کراچۍ خونړۍ ورځ هېر کړي ، نوموړي زياته کړې ده چې تر څو پورې عدليه بحاله نشي تر هغو پورې پارليمان واک نشي ترلاسه کولې.