کور / خبرتیا او پيغامونه / نارنج ګل دودیزه میله په مونشن/آلمان کی

نارنج ګل دودیزه میله په مونشن/آلمان کی

دلمړی ځل لپاره په کال ۲۰۰۱ کی دنارنج ګل دودیزه میله دمونشن ښار په ګویټ انسټیټیوټ کی په مشاعره اوټنګ ټکور سره ولمانځل شوه .
ټاکل شوی ده چه ، د۱۳۹۰ لمریز کال دنارنج ګل دودیزه میله دشنبی ورځ دمازدیګرپه ۵بجو داپریل دمیاشتی په ۲ نیټه کال ۲۰۱۱ د ښاغلی صدیق الله فدایی ادبی اوکلتوری ټولنی دکنفرانسونو په تالار کی دمونشن په ښار کی ددغو ښاغلو اوپیاوړو ملي شاعرانو اولیکوالانو په شعر اوشاعری سره ولمانځل شی :
» ښاغلئ پروفیسر ډاکټر مجاور احمد زیار د لندن څخه
» ښاغلئ عبدالوهاب سرتیر د کسل آلمان څخه
» ښاغلئ ډاکتر محمد اکرم ملکزئ د بیبرا آلمان څخه
» او ګڼ شمیر دمونشن میشتو اواړوندو سیمو لیکوالانو اوشاعرانوپه ګډون
دنارنج ګل ددودیزی میلی ترتیب شوئ پروګرام دآغلی سهیلا اصغری وردګ ، دافغانستان دراډیواو ټیلویزون دپخوانۍ تکړه ویاندی له خوا په مخ بیول کیږی . مينه والو ته په ډیره مينه بلنه ورکوو چه دامیله په ګډه ولمانځو. دتالاردحجم اوځای په نظر کی نیولو سره ، له ټولو مینه والو اوګډون کونکو څخه په ډیره درناوی هیله کوو چه دنارنج ګل په دودیزی میله کی دخپل ګډون اونه ګډون هوډ اوتصمیم دی دروان زیږدیز کال دمارچ تر ۳۰ نیټی په لاندی پته او ټیلیفونی شمیرو ډاډ اوخبر راکړی، په درنښت : محمد ظفر نیازئ



پته : د صدیق الله فدایی ادبی اوکلتوری ټولنه /مونشن- آلمان
Machtlfinger Str. 10, 81379 München
U 3- Bahn Haltestelle : Machtlfinger Straße
Tel:015150413594, 089- 281724