کور / تازه خبرونه / کندهار : ناپېژاندو وسله والو دوه تنه وژلي

کندهار : ناپېژاندو وسله والو دوه تنه وژلي

د کندهار ولايت د دامان ولسوالۍ په اړونده سيمو کي ناپېژاندو وسله والو دوه تنه په ډزو وژلي . پېښه هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله نوموړي کسان چي يو يې غټى او بل يې پهلوان نومېدل د قشلع جديد سره په يوه کرولا ډول موټر کي ناست ول او ناپېژاندو وسله ورباندي ډزي وکړي چي په پايله کي يې دواړه کسان ووژل سول . د نوموړو جسدونه نوموړى پوليسو او بيا خپلي کورنيو ته وسپارل سول .
چارواکي وايي چي په دې اړه يې تر اوسه څوک نه دي نيولي خو په اړه يې پلټني پيل کړي.