کور / تازه خبرونه / کندهار: د يوې کمپنۍ ٧ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار: د يوې کمپنۍ ٧ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د يوې کمپنۍ اوو تنو ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې . ياده مرګ ژوبله هغه وخت واوښته چي کله د کمپنۍ ساتونکي د ارغنداو ولسوالۍ څخه د ژړۍ ولسوالۍ ته په لاري روان ول چي تر يوه بريد لاندي راغلل . د کندهار امنيتي چارواکي ياده پېښه تائيدوي او وايي چي په بريد کي د کمپنۍ څلور تنه کارکوونکي وژل سوي او درې نور ژوبل سوي دي .
د يادوني وړ ده چي د پيښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخستى .