جنګ له موږه، موږ له جنګه يو ډېر ستړي
پر يوه ځای مو تېر کړي دي دېرش کاله
وخت بدلېږي زياتي امن راروان دی
په وطن کي يو موږ ټول ورته خوشحاله
راوهي په سمندر کي خپله لاره
په اوبو کي يې کښتۍ لکه نهنګ ځي
هم طوفان په ادب اړوي ترې مخه
هم څپې لار ورکوي او ترې په څنګ ځي
په کښتۍ کي چي یې دی ځای پر ځای کړی
تر حد زيات د ارزښت وړ هغه سامان دی
په وطن کي يو موږ ټول ورته خوشحاله
وخت بدلېږي زياتي امن راروان دی
٭٭٭٭٭٭٭
را اخستي يې دي دې له سوغاتونه
چي راډکي کړي زموږ تشي لمني
چي يې تن سوری سوری دی په ګوليو
پر هغو به کړي پېرزو روغي څرمني
کړي لويان به څراغونه ترې تر لاسه
ماشومانو ته به ورکړي قلمونه
چي زموږ په نېکمرغي خواشيني کېږي
هغه چا لره به راوړي ډېر غمونه
لکه مور چي پر اولاد وي مهربانه
دَی پر موږ باندي دغسي مهربان دی
په وطن کي يو موږ ټول ورته خوشحاله
وخت بدلېږي زياتي امن را راوان دی
٭٭٭٭٭٭
راراوان دی خو په دې نو خبر نه دی
چي ده خاوره مو په وچه کي راګېره
د يوه لا هم زړه نه راباندي سوځي
چي تر موږ کوم هېوادونه دي چاپېره
تور نصيب راسره کړې ده دا لوبه
لري کړی يې له موږه سمندر دی
پروت تر منځ مو يو يا بل پردی وطن دی
پر څلور طرفه هر ځای چي بندر دی
د دا هسي رقيبانو له سوبه
سمندر رانه جلا لکه جانان دی
په وطن کي يو موږ ټول ورته خوشحاله
وخت بدلېږي زياتي امن راروان دی
٭٭٭٭٭٭
را روان دی خو په دې نو خبر نه دی
چي تر موږه راتګ څومره خواري غواړي
چي زموږ ملک ته څوک شی راوړي دننه
له پرديو به هغه راهداري غواړي
چي څه شر وي له کوم څيز سره تړلی
هغه مومي اجازت ښه په اسانه
خو چي موږ ته يې څه ګټه رسېدای شي
د هغه راتېرول وي ډېر په ګرانه
او د امن په کښتۍ کي چي کوم مال دی
په هغه کي خو بيا دوی ته سخت تاوان دی
موږ په خپل وطن کي يو ورته خوشحاله
وخت بدلېږي زياتي امن را روان دی
٭٭٭٭٭٭٭
را روان دی، دا دی راغی تر منزله
په بندر کي دا دی شو لنګر اندازه
ټول سامان او رنګ په رنګ ټول سوغاتونه
دلته دَی کوزول غواړي له جهازه
خو واکمن ددې بندر دا ورته وايي
چي ده تا خو را بار کړې تشه مينه
اجازه نشته د ژوند چي څوک يې يوسي
افغانانو ته له دې ځايه ځي مړينه
کرکه راوړه، زهر راوړه، که دا نه وي
نو دي تګ د ناممکن تر حده ګران دی
په وطن کي يو موږ ټول ورته خوشحاله
وخت بدلېږي زياتي امن راروان دی
٭٭٭٭٭٭٭
را روان دی خو پوهېږي نه چي څنګه
ځان راورسوي دَی زموږ تر خاوري
که هر څو چيغي وهي داسي څوک نشته
چي لار ورکړي او د ده خبره واوري
وس کوي مګر هيڅ وار يې نه جوړېږي
چي راوباسي خپل ځان له سمندره
په دې هيله چي څه لاره به پېدا کړي
له يوه بندره ځي تر بل بندره
مګر لاره ده چي نه ورځي په مخه
که هر څو ورپسي دَی خوار سرګردان دی
په وطن کي يو موږ ټول ورته خوشحاله
وخت بدلېږي زياتي امن راروان دی
دروېش دُرانی