د پخوانۍ صوبه سرحد اوسنۍ پښتونخوا نامزد وزير اعلى امير حيدر هوتي ويلي دي چې د ولس ستونزې هوارولو به د نوي حکومت تر ټولو لومړنۍ کار وي او دغه لپاره به ټولې شتمنۍ د ولس په ګټه استعمال شي ، هوتي کور مردان کښې د بېلا بېلو سيمو څخه راغليو پلاوو سره د ليدنې کتنې پر مهال حيدر خان هوتي زياته کړه چې تېر حکومت د صوبه سرحد ليرى پرتې سيمې له پام څخه غورځولې وې خو اوس به داسي ونه شي ، د خلکو د بنسټيز حقونه به بحال کړل شي او انصاف زمينه به برابره شي ، صوبه سرحد د قدرتي شتمنيو څخه ډکه صوبه ده چې ورڅخه استفاده کېدلې شي ، سوات به بېرته د سيلګرى په ځاى بدل شي ، نوموړي وايي چې د صوبه سرحد نوي رامنځته کېدونکۍ حکومت به داسي اقدامات وکړل شي چې د هغه د لارې په صوبه کښې بېروزګاري د غربت کچه کمه شي ، نوموړي زياته کړې ده چې د حکومت جوړولو سمدستى وروسته به د صوبه سرحد د ټولو سيمو دوره کوم.