کور / شعر / غزل

غزل

ستاپــــه مینه کی اشناپــــه زړه رنځـــــوریــم
زه دوست یــــم کـــه دشمن اوکه تــــوربــوریم
ټــــــــــولی لاری داغـــــــیارومی تــــــــــــــړلی
زه پــــــه مینه کی ستاحسن ته مجـــبوریــــم
راتـــه ښکاری چی ستازړه لکه ســندان دی
هـــومــــره نه یـــم لکه تاتـــه چی منــفوریـــــم
نـــــــه مطلب نـــــــه مـدعی لــــرم پــــه زړه کی
پــــه کمان دکـــږو، وریځــــــــــوکی اســـیریم
لــــږ ثواب لپاره سپین مخ راښکاره کــــــړه
ستادیـــدن پسی لــه ډیروخته رنځـــــــوریم
یاره ستادلـــــیدو دم می زړه کی نســـــــــته
ستادمینی لـــــیونی لکه منصـــــــــــوریــــــم
چی دحـــــق ناری وهــــــــــــــم ژبــــــه تــــــــړی
زه بنده یـــــم دمخلــــوق که دغفـــــــــــــوریم
خــــیر که ته رانـــه نفــرت کـــــړی پروانشته
زه پـــه مینه کی خـــــوشــبولکه کافــــــوریم
تـــه چی څه گمان کــــوی گناه دی نه شـــته
زه لیواله ستاددوه ســـترگــــــوضــروریـــم

که دی یوځلی (ســـیرت) تـــه وخــــندلی
ژربه روغ شم که په زړه باندی ناســوریم