لرغوني کندهار دتاريخ په هر پړاوکي دپوه هي علم او ادب څخه وروسته نه دى پاته سوي په هر حالت کي يې داسي ځوانان روزلي دي چي تل يې ددې ولايت نوم ژوندى ساتلي دى چي کارونه او لاسته راوړني يې زموږ دملي کلتور په ځلولوکي ډېره ستره ونډه لرلي ده دبېلابيلو لارو يې هڅه کړي ده، چي خپلي ژبي او اولس ته کاروکړي.
سوونه کلونه پخوا شاعرانو خپل دپلرونو او نيکګانو کارنامي مذهبي احساسات دود او دستور، روايات او نوري اخلاقي لارښووني په شعر کي ځاى کړي دي ددې کارعلت همدغه وو چي دخپلو پلرونو او نيکونو کارنامي راتلونکو نسلونو ته ورسوي داکاردپخوانيو پښتنوڅه موږ ته راپرېښودل سوي دي، چي ننني پښتانه هم هغه لړي ساتي.
له نيکه مرغه اوس هم زموږ ځوانان لاس ترزنه نه دي ناست هڅه يې کړېده، چي دالړى جاري وساتي خصوصآ دشعر په برخه کي دامحال په کندهار کي زښت زيات شاعران شعرونه ليکي دشعر ډګر يي خوراتود ساتلي دي او شعرونويې خوراپرمختګ کړى دئ اوبې شمېره ځوانانو دي ډګر ته رادانګلي دي او ترهرڅه دشعر بازار په کندهار کي ګرم دي، هرځوان هڅه کړ ېده، چي خپل ځان په شعر کي وه ازمايي خو دګوتو په شمير ځوانان سته چي ښه شعرونه ليکي اوښه شعرونه وايي، څه د شعر په اصولو پوهېږي شعرونه يي لوړمقام لري دمينوالوپه زړونوکي يې ځاى موندلى دئ خومتاسفانه، چي ډېر يې بيا داسي دي چي دشعر اصول لاڅه کوي حتآ په رديف او کافيه هم نه پوهېږي نظم او غزل هم نسي سره بېلولاى کله کله خو ازاد شعر ته د نظم يا د غزل نوم ورکوي.
او په کندهار کي زياتي چاپي رسنۍ همدغه نيمګړي شعرونه خپروي او خپلي سپيني پاڼي صرف په توروي اوبس، په کندهار کي دښوشعرونو ځاي هم همدوغوشعرونونيولى دئ دښو شعرونو کيفيت همدغوشعرونو راکښته کړى دئ، چي دايولوى بهران دى.
دځوانانو پرشعر خبري کول داوسني دوران دهنري او شعري ښکلاوو او ژورتياوو په باب دخبرومعنى لري زموږ اوسني شعرونه ددې دوران هغه هنري بېلګي دي، چي د خپلو تيرو فرهنګي او شعري ميراثونو او شتمنيو څه راپاته دي په دغه بهيرکي موږ ډېري لوړي ژوري لرو اولږ ورته ګورو ننداره يې کوو او لږ ورته تم کېږو زموږ دځوانو شاعرانو په شعرونو کي يوازي عادي خبري دي، چي هره ورځ زموږ په ژوند کي کېږي او هره ورځ يي موږ ديوه نه يو چا څخه اورو او يا موډېر ځله اورېدلي دي، چي ډېري تکراري خبريدي او موږ د خپل ژوند په هرپړاو کي ورسره مخامخ يو.
دبېلګي په ډول دغو دوو شعرونو لولو!
هغـــه ستازاړه يـــادونه راپه زړه ســــــــي
بيا هغه شپه ښه خوندونه راپه زړه ســـي
په والله چي ګراني اوس لا رايــادېـــــــږي
چي په خيال کي ستا ستونه راپه زړه سي
ستــادپلار اوستا دورونو ډارپه يـادکړم
ســـــم دســـتي پټ ديدنونه راپه زړه سي
زه( پلانکى)پريوعجبي ښځي پېښ سوم
تروفــــــايې زيـــات مــکرونه راپه زړه سي
يادابيلګه !
زړه مـــي لګيادى اوڅېـــــړنه کــوي
دتيري شپې دخوب پوښتنه کــوي
څښــــــــــتنه داهم جنتونه غـــــواړي
د خلګومنځ کي چي چاودنه کـــوي
ملګروداســــي يوبوډا بـــه هـــم وي
چي په پيسو څورلس کلنـــه کــوي
څښتنه ته پرهغوورحمېـــــــــــــــږې
ستاد درباره چي غـــــوښتنـــه کوي
په خــــــرابات يې ټول جهان خبردى
پـــــــښتانه تـــــل مېـلمه پالنه کوي
( پلانکى )تل لاس په دعـايم ورته
دخپلي خـــاوري چي ســـــاتنه کوي
پورتنى ټولي خبري دبازاراوکوڅې ويناوي دي. نه کوم خوند پکښي سته نه، کوم رنګ، نه کوم هنر پکښي سته او نه هم ښکلا. نو اياموږ دي عادي خبروته شعر ويلاى سو ؟
داډول تشي خبري شعر ګڼلاى سو ؟
نه هيڅکله يې نه سو ګڼلاى دغه ډول شعرونه دومره نيمګړي دي، چي حتآ په يو ځل لوستلو لاهم نه ارزي. چي نه پکښي شعري افتکار سته او نه پکښي هنري تخيل سته.
يوليکوال دبدوکتابونو په هکله ليکي
بايد وويل سي، چي نن ورځ ناوړه اوزيان لرونکي کتابونه نه يوازي داچي ديوځل لوستلو نه دي او ارزښت يې نه لري بلکي دسوځولووړدي.
همداسي زموږ د اوسني ځوانانوشعرونه درواخله، چي هسي يې د سپين کاغذ مخ په ډک کړي دي. زموږ اوسني شاعران بايد په خپل شعرکي دلويو، لويو او وړو نيمګړتياوو په وړاندي راپورته سي او په خپل شعرکي داسي خبروته ځاى ورنه کړي چي له ده پرته عادي خلګ هم په پوهېږي هغه بايد ژورتيا راو سپړي اوپه ډېر دقت يې راوسپړي هغه بايد دخپلي ژبي له پاره نوي مفاهم وړاندي کړي د شعر عمده ځانګړتيا هم داده، چي په ژبه کي نوي او ښکلي مفاهم ايجاد کړي او داسي څه بيان کړي، چي لوستونکي ته په اول ځل لوستلو د دغوخبرو شعريت ورپه يادکړي او داسي ووايي، چي داخبري يې څنګه په هنري اندازه کي کړي دي.
يوليکوال ليکي
( شاعرهغه څوک دي چي له ژوند څخه يي ځانګړي او نوى مفهوم موندلى وي هغه د بيان په قالب کي ونغاړي اونوروته يې انتقال کړي، نه هغه څوک چي ساده او بې خونده خبري د شاعر په نامه خلګوته وړاندي کوي، چي هم يې خپل وخت پرضايع کړى وي او هم دلوستونکو وخت پر ضايع کوي، چي دا د شعرسره اوهم د خپلي ژبي سره جفاده. داډول شعرونه ژبه نه بډايه کوي ،بلکي نېستمنه کوي يې، غني کوي يې نه بلکي غريبه کوي يې، ديوچاپه خبره که په يوه شي کي مضمون کمزوره وي، خيال کمزوره وي، تشبيه نه وي، پيغام ونلري، ښکلا ونه لري، او خاص هدف يي نه وي معلوم. نو اياداسي شعرونه په لوستلو ارزي؟ داسي نورډېر شاعران سته، چي په يو شي نه پوهېږي د شعر تور او سپين نه ور معلومېږي مګر دى بې ګودره پر ورځغلي په پاى کي نو داسي ګلان شکوي چي نه به رنګ لري او نه به بوى.
موږ بايد په خپل شعر کي لوړمفاهم ايجادکړو اوداسي موضوع ګاني په کښي په هنري بڼه انځورکړو چي هغه له شعر پرته دانځور انعکاس اوژوند امکان ونه لري داکار ځکه دپاملرني وړدى چي موږ غواړو داسي مسايل په يوه داسي بڼه په شعرکي ځاى کړو چي هم دبيان ښکلي انداز ولري او هم دمضمون درنګينيو لرونکى وي.
خو له بده مرغه چي زموږ دځوانو شاعرانو په شعرونو کي داسي الفاظ هيڅ نه ترسترګوکيږي لکه دغه بېلګي:
دزړه پــــــــــرسر مي نوشته ده دابه ورانه نســــي
يــــــــويې دى نوم يوه هغه ده دابه ورانه نســـي
دازموږ په ګلي کي يونوم دښايستي وړى دئ
ولاچي ډېره ښايسته ده دابــــه ورانــــــه نســــي
مـــــاچي دميني ږغ پــــروکړ دې يـــوڅــه وويل
ګــــــــيله تري نسته دا وړه ده دابه ورانه نسـي
دکوچاني ژونددونه جارســـــم ډېر خوندونه لري
تـــور نغرى توره خېمه ده دابه ورانـــــــــــه نسـي
په دي وطن کي يووخت هم يو(پلانکى) اوسېدى
دوطن ميــــنه پښـــــتنه ده دابه ورانـــــــه نســـــــي
يادا
ښايسته شهيد ټوټه پروت پرتوروخــــا ورو
مور اوپلار او کورني يې راغله په چـــــــغارو
ټول ملت دى پـــه خواشيـــني په دي چـــــاورو
نه مجازات چاته رسېږي د مظلومو په چغاورو
نه توبـــــــه کړي ظالمان ددې افــــــــــــګاورو
نه امير نه يې فقير به سي راضي د داسي چارو
نوبه خداى څنګه راضي وي د جهاد ددي افګارو
نــــــــــــورکي بس د غه ظلمونــــــه اې غـــدارو
دوزخــــــــونــــــه دي در ډک سي اې بېـــــچارو
نه به مراد نه به مقام ته په رسېږى اې مــــکارو
ډېـــــر نامرده وطن فروش ياست اې غـــدارو
(پلانکى) نــه يمــه راضـــي په دې افــګارو
ټـــــــــــول مـــــــــلت ځــــني ناراضه ددې چارو
ښه نو داخبري شعر ګڼل کېداى سي دا ډول تشي قافيې شعر دى خاورو،افګارو، چغارو، لارو، واورو… نه هيڅ کله داسي خبري شعر نه ګڼل کيږي ديوچاخبره هنرمند او په ځانګړي ډول شاعر سر سري نه ګوري، سطحي نه وي، اوکه وي نوبيا شاعر او هنرمند نه دى هغه بايد دټولني يوحساس او اد راک عنصر وي دې ته هيڅکله موږ شاعر نه سو ويلاى او نه هم شاعر دئ، ځکه چي دى يوازي تشي خبري کوي. تشو خبروته موږ شعر نه سو ويلاى، نه هم تشي خبري شعر ګڼل کيږي شاعر بايد دشعر دخوږوالي اوښکلا وخواته حرکت وکړي نه داچي هغه ساده او تکراري خبري په بېخونده توګه موږ ته تکراروي، چي شپه او ورځ زموږ په غوږونو کي ګړنګېږي اويايې موږ دعادي وګړو څخه اورو.
آهنګي، توازن، تصوير، احساس، خيال، مفکوره، سندريزوالى، انځوريزوالى، عاطفه، بيان هغه څه دي چي هر يو شعر رنګينوي او ښکلي کوي يې. شعر يومعنوي رڼا ده چي دژبي اوفرهنګ تياره اړخونه رڼاکوي. ديوپوهاند په وينا: شعر يوډول ذهني هڅي او هلي ځلي دي چي ځيني کسان هغه دخداى(( پېرزوينه ګڼي په شعرکي هره کلمه خپله غريزه لري که شاعر وکولاى سي ددغه غريزي داقناع لپاره هم آهنګي پيداکړي شعر اوښکلا تري جوړېږي شعر په انسان کي دکليمو راژوندي کول دي او دوزن په جامعه کي دهغوي مروړل دي ښه شاعر تل په يوه څه پسي ګرځي په يوه ارمان پسي، په يوخيال پسي، چي هغه دتخيل په ګيڼه سمبال کړي دغه توکي هيڅ د اوسني ځوانو شاعرانو په شعرونوکي نه ترسترګوکېږي هسي څوجملي يې سره پيوند کړي وي ورته شعر وايې هيڅ کله يو څوک په داسي الفاظو نسي شاعران کېدلاى داځکه چي ده په ريښتنې توګه شاعري نه ده کړې هغه دشعر بنسټيز توکي يې له پامه غورځولي دي هيڅ پاملرنه يې نه ده ورته کړې، چي اصلآ شعر ته کوم ،کوم توکي ضروري دي ياپه شعرکي بايد موږ کوم توکي وکار وو دا ورته معلومه هم نه ده يا کېداى سي داورته مطرح نه وي چي لمړي بايد سړي شعر وپېژني، چي شعر څه شي دئ او بيا شعر وليکي خودې ټکي ته د دوئ هيڅ پام هم نه وي يايي نه ورته کوي
يوليکوال ليکي شاعر دشعر ويلو له مخي پر پنځه ډوله دئ :
لومړي: مفلق يا خنديز: هغه شاعر ته ويل کېږي چي په شعر کي داسي بديع، صنايع، ابتکارات او عجايب منځ ته راوړي چي ډېر په زړه پوري وي انسان ورته تعجب کوي او ورته حيرانېږي.
دوهم: شاعر: هغه شاعر ته ويل کېږي چي د شعري قواعدو او ضوابتو موافق ښه شعرونه وايې او دمفلق درجي ته لانه وي رسېدلى.
دريم: شويعر: هغه شاعرګوټي ته ويل کېږي چي په شعر کي يي څه محا سن نه وي خوشاعر بلل کېږي او څه ناڅه شعري استعداد لري.
څلورم: شعرور: هغه بېکار ګوټي شاعر ته ويل کېږي چي ډېر بې خونده شعرونه وايي اوپه اورېدلو يې انسان تنګېږي
پنځم: متشاعر: هغه کم عقل شاعر نماوي چي په تکليف سره څه راجوړوي او د شعر بوى پکښي نه وي ګمان کوي چي زه شاعر يم .
دابه لوستونکو ته پرېږدو چي دغوشاعرانو ته دکومو شاعر لقب ورکوي دا د هغوئ په علاقي پوري اړه لري.خو دغه لاندي بېلګوته دي ځير سي
مينه دي ولوېده جانانه اوس زماپه زړه کــــي
زه دي دميني دنيا غواړم ياره ستاپه زړه کي
دلبــــــره ستا دمحبت په رنځ رنځوريـــــمه زه
ته لـــــــټوي دميني شور مدام زماپه زړه کي
ناز او ادا دي ليـــــــونى کړمه دلـــــبره زمــــا
ستا دالفـــــت سودالوېدلې ده زماپه زړه کي
زه مـــــلامت نه يم مين زړګى مي تاوړى دئ
جانانه ستادميني اوربــــل دى زماپه زړه کي
ولي مغروره خپل ښايست باندي يې زماصنمه
زه (پلانکى) مينه لټوم خپلي ليلاپه زړه کي
يادابېلګه
چيري چي ګرځم پښتانه وي پکښي
زمايـــــې کور زمايې جامه خوښېـږي
په پښتـــــــني لــــباس کي يار ووينم
زمايې خندا زمايې څېره خوښـــــېږي
چېري چي ځم ورسره يـــــــم پــــــرلاري
زمايې پښتو زمايې وعده خوښـېـږي
(پـــلانکى) به تل ورسره مينه لــــرم
زمايې توره اوشمله خوښـــــــــــــــېږي
دمضمون او محتواله پلوه دپښتانه يادول اوستاينه اوهغوئ ته درنښت لرل يو د احترام وړکاردى خو د دغه ډول شعرونو شاعران بايد يوڅه موضوع ته دقت وکړي زمايي څېره خوښېږي، زمايې وعده خوښېږي او زمايې جامه خوښېږي اوبس همدومره دلته شاعر غواړي څه ووايي داخوڅرګنده ده چي تشي خبري شعر نسي ګڼل کېدلاى نوبياولي زموږ شاعران تشو خبروته شعر وايي او ولي په يو ورځ پاڼه کي د شعر په نامه دارنګه نيمګړي شعرونه خپروي چي وزن او قافيه يي هم نه وي اوبيا هم دوي ورته شعر وايي .
يوپوه ليکي: ديوملت اشعار ددوى عقلي ژوندون ښکاره کوي، اخلاق، دودونه، ديانت، عقليت، اونور روحي ځانګړني يې ښيي په شعر کي دملتونو اجتماعي، نفسي، روحي اوفکري ځواک داسي ښکاري لکه په هنداره کي چي هرڅه ښکاري. نوتاسي فکر وکړي چي شعرونه همداسي ارزښت لري چي پورته يي يادونه وسوه.
داشعرونه که چيري ديوي بلي ژبي شاعران ګوري نوڅه فکرکوى چي پر وبه نه خاندي، ملنډي به پري ونه وهي دافکر به کوي چي دپښتو ژبي ټول شعرونه همداسي نيمګړي او تشي خبري دي زموږ ځوانو شاعرانوته په کارده چي داسي شعرونه ووايي چي هغه ادبي ټولنو، ولس، د شعر مينه والو… ته دمنلو وړوي او دشعر دمينه والو تنده پري ماته سي
يوڅېړونکى ليکي: زماپه ګومان په ځانګړي توګه په اوسنيو شرايطوکي خلګ له پخوانه زيات شعر ته ضرورت لري له پخوانه زيات په ښه توګه کولاى سي چي شعر دفراغت دوختونو دتفريحي وسيلي په توګه نه بلکي دژوند ديوي لازمي او ضروري پدېدي او وسيلې په عنوان له خپل ژوند سره يوځاي کړي او هغه دخپلو هلو ځلو او د يون دلاري ډيوه وګرځوي که دنن ورځي شعر وکولاي سي چي له جمود او وروسته پاتي والي او ټپ درېدوڅخه ځان خلاص کړي دپرمختيا او پياوړتيا امکانات يي زياتيږي بايد نني شاعران راښکون ولري او د خپل پراخوالي له پاره نوي او تازه امکانات کشف کړي او اوس چي همداسي شاعري ته سخت ضرورت ليدل کيږي خو دبده مرغه چي شعر دوروسته پاتي والي سره مخامخ دى دټول ولس سره خولاڅه کوي چي د شعر د دوستانو دډلي دبې ارتباطي اوپردي توب سره هم مخامخ سوى دئ او نه يوازي داچي نوي ډلي يې دځان وخواته نه دي راکش کړي بلکي پخواني لوستونکي يي هم له لاسه ورکړي دي.
دغه نيمګړتياوي زموږ دشعر په او سني بهيرکي زښتي زياتي موجودي دي او زموږ اوسنى شعري بهير يې له خنډ سره مخامخ کړى دئ چي څوک مو د غوجل په شاعرانوياد وي، څوک مو شاعران خولاڅه کوي حتي ناظمان هم نه بولي، اوځيني بياورته د زهني عياش لقب ورکوي چي ترډېره دايوحقيقت هم دى که په دقيقه توګه څوک ننني شعري يون ته وګوري داسي ډېري نيمګړتياوي به پکښي و ويني چي پورته يې موږ يادونه وکړه که په دقيقه توګه دهر شعر جاج واخيستل سي او د زړه په سترګه ورته وکتل سي چي په دې شعر کي د شاعر مفکوره،ايډيا، اوهدف څه دى چي شاعر خپل دومره قيمتي وخت او دلوستونکو وخت پر ضايع کړى دئ اصلآ دي غواړي څه او وايي څه.