کور / شعر / زما مینې!

زما مینې!

زه یې دعوت کړم چې د حل لار پیدا کړو
ولې د حل لاره ځنې ورکه وه
په مینه ورغلم
زما مینې!
ولیکن خبره نه وم چې چل بل و
ته يې را ښکاره کړې زما مینې
چې څنګه بې وسه وې
چې څنګه پېچلې وې زما د ادې په ټیکرانو کې
زما مینې!
زما باور نه کیده
چې دا ته یې، زما احساس یې
زما باور نه کیده
چې ته بې وسه او ستړې یې
زما باور نه کیده چې د ناپوهانو او ځناورو په لاس کې یې
زما باور نه کیده چې د ډبرو باران
په سرو وینو او ژوره کې یې
هو هغه ټول حقیقت و چې دا هم ته یې
زما لاسونه او پښې بې شیمې شوې
زما ژبه ګونګه شوه
د اوښکو سیلابونه زما په باړخوګانو همداسی را ایله ول
چې نورو مې ننداره کوله
او ویل یې
مه ژاړه ته خو پياوړې یې
ځوانانو ژغ کوئ
موږ جیګرخونه نه یو
موږ مخته ځو
او زموږ هیڅ پروا نه کیږي
همدا ژغ وو
چې یو قوت او د وینی جریان مې په بدن کې راغی
او چیغې مې کړې
اې بې احساسو
اې خودخواهانو
تاسو څه وایاست
دا زما مینه ده
دا زما خور ده
دا زما لور ده
دا زما د زړه ټوټه ده
مه یې هېروئ
مه یې پرېږدئ
دا ناپوهان پوهول غواړي
دا ځناور اهلیدل غواړي
دا لاره ځلیدل غواړي