د افغانستان د زده کړو په برخه کې د نورو ستونزو لکه د ودانیو نشتوالی ، د لوړو زده کړو لرونکو ښوونکو لږوالی او په ډيرو سیمو کې د امنیت نشتوالی ، دوې بنسټیزې ستونزې شته دي چې د هغوی څخه یوه په مورنیو ژبو باندې د زده کړو څخه د هیواد په میلیونو زده کونکو بې برخې والی او دوهمه ستونزه د زیاترو زده کونکو په نظر بې کیفیته ،په دړد نه خوړونکي ، د مغزونو ستړي کونکی او د وخت بې ځایه لګونکی تعلیمي نصاب دی چې د زده کونکي نږدې دوولس کاله ژوند پرې هسې تیریږي . هغه څه چې ددې نصاب څخه یې یو زده کونکي تر لاسه کوي د هغه څخه د زده کونکي په ژوند کې ډير لږ کار اخیستل کیږي. دولس کاله ښوونځۍ ته د تګ او راتګ نه وروسته یو زده کونکی د نیمه باسواده وګړي په توګه ټولنې ته وړاندې کیږي.
اوس مهال د پوهنې چارواکي وایی چې دوی د پوهنې په نصاب کې د لس ګونو میلیونو ډالرو په لګولو سره وړ اصلاحات راوستلي دي او یا یې راولي خو هغه مشهوره خبره ده چې ( وران به یې کړې جوړ به یې نه کړې) . ځينې کتونکي وایی چې دوی خو نصاب سم کړی نه دی بلکې تر پخوا یې لازیات د کاره ایستلی دي. دا ځکه چې دوی هڅه کړي ده چې د ایراني لارښوونکو په لارښوونو عمل او د هغوی څخه تقلید وکړي.
په پخواني نصاب کې درې څلور او حتی پنځه ژبې ، او نږدې شپاړس مضمونونه ورګډ شوي دی چې زیاتره یې زده کونکي او ټولنې ته په درد نه خوري .دا بې شمیره مضمونونه ددې سبب شوي دي چې د زده کونکو زړونه د ښوونځی تور شي. ددې په اړخ کې د زیاترو مضمونو له پاره کتابونه داسې لیکل شوي چې د ډيرو نیمګړتیاو لرونکي او د ژوند په ډګر کې ګټور نه دي.
ډير شمیر ښوونکي په دې باور دي چې دا نوی نصاب هم تر پخواني نصاب ګټور نه تمامیږي. چارواکو ته اړتیا وه چې دهغو هیوادونو د نصاب د تجربو څخه یې استفاده کړي وای چې د تعلیم له لارې لوړو پرمختګونو ته رسیدلي دی.
ښه به دا وي چې په زده کونکو رحم وشي او مضمونونه د شپاړسو څخه شپږو ته د محتوای لرونکو کتابونو په درلودلو سره راټیټ کړل شي چې په هغه کې پنځه مضمونه طبعي علوم او یو مضمون دیني علوم ځای کړل شوی وي. او په تعلیمي نصاب کې یوه مورنۍ ژبه او یوه نړیواله ګټوره ژبه هغه هم تر نهم ټولګي پورې شامله کړل شي او د نورو ژبو د زده کړو بار د زده کونکو د اوږو سپک کړی .
دوهمه اساسی ستونزه د افغانستان د پوهنې په سیستم کې د میلیونو زده کونکو په مورنیو ژبو باندې د زده کړو څخه بې برخې والی دی. په اوس مهال کې د هیواد په میلیونو زده کونکي د هیواد په مختلفو برخو د هغو له جملې په کابل ، د هیواد په شمال او لویدیز کې په مورنیو ژبو باندې د زده کړو څخه بې برخې دي.
که څه هم د پوهنې چارواکي په تعلیمي نصاب کې د اصلاحاتو خبرې کوي خو دوی د دوهمې ستونزې یعني په مورنیو ژبو د زده کړو د ستونزې څخه پټې سترګې او کاڼه غوږونه تیریږي.
افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې خلک یې په د څلویښتو څخه په ډیرو ژبو باندې ګړیږي دا بهیر د زرګونو کلونو راپدې خوا روان دی . د ډيرو ژبو شته والی ددې اولس په یووالی کومه ناوړه اغیزه نه ده کړي او د تاریخ په اوږدو کې ټولو خلکو په یوه ملت کې د یوه وجود په توګه ژوند کړي دي. خلک په خپلو منځو کې یوه بل ته په برابر حق لرلو قایل دي او یو له بله درناوی کوي.
د اساسي قانون د موادو سره سم ټول خلک د مساوي حقوقو او مکلفیتونو درلودونکي دي. چې د هغې له جملې څخه د هیواد تنکی نسل یعنی زده کونکي هم دي . د اساسی قانون سره سم دولت مکلف دی چې زده کونکو ته په مورنیو ژبو باندې د زده کړو شرایط برابر کړي .
په مورنۍ ژبه باندې د زده کړو حق کومه ناڅاپي خبره نه ده د زده کونکو دا حق نه یوازې د هیواد اساسي قانون بلکې نړیوالو میثاقونو او یونیسیف هم په دې حق ټینګار کړی دی . تجربو ښودلي ده چې که چیرې زده کونکی د مورنی ژبې د زده کړې څخه بې برخې وي هغه ته په ټولګي کې ځان بیګانه ښکاري . د لوست په مانا او مفهوم نه پوهیږي. ښوونکی ددې د پاره چې هغه په لوست وپوهوي په هغه باندې راز راز فشارونه راوړي چې د هغې له مخې د زده کونکي زړه د لوست او ښوونځی توریږي.
په دې ډول د زده کونکي استعداد وژل کیږي . که وکتل شي ټولو هغو زده کونکو چې لومړنې او یا ټولې زده کړې یې په مورنۍ ژبه تر سره کړي دي هغوی لوړو علمي پوړیو ته رسیدلي دي او هغه کسان چې د مورنۍ ژبې د زده کړې څخه بې برخې ګرځول شوي دي د هغوی استعداد وژل شوی دی.
باید وویل شي چې د کتونکو په نظر د یوه سړی د استعداد وژل د هغه د جسمي وژلو څخه لوی جرم دي . اوسنی اساسی قانون چې نږدې اوه کاله کیږي نافذ دی او ددې قانون سره سم باید د پوهنې وزارت او لوړو زده کړو وزارت په مورنیو ژبو د زده کړو شرایط برابر کړي وای . خو تر اوسه دوی دا خپله دنده نه بولي چې په مورنې ژبه د زده کړو شرایط برابر کړي . د اساسی قانون د صریح حکم څخه د سترګو پټول او یا د میلیونو زده کونکو د استعدادونو وژل د ځینو څيړونکو په نظر د اولس او هیواد په وړاندې جنایت دی.
اړینه ده چې په دې هکله د افغانستان عدلي ارګانونو پلټنه وکړي . او ټول هغه څوک چې په مورنیو ژبو باندې د زده کړو په لازه کې خنډونه پيدا کوي او یا ناغیړي کوي د زده کونکو د استعدادونو د وژنکو په نوم یې محکمې ته وروبولي . او لازمې جزاوې ورته ورکړي . خو له بده مرغه د افغانستان عدلي ارګانونو هم د افغانستان د اساسي قانون نوموړي صریح حکم تر اوسه نه دی لوستلی او د زده کونکو د په مورنیو ژبو د زده کړو د حق څخه بې خبره دي.
نږدې اوه کاله تیر شول تر اوسه د کابل په ټولو ولسوالیو کې د پښتو ژبو زده کونکو له پاره په مورنی ژبه د زده کړو شرایط نه دی تیار شوي. په داسې حال کې چې په دې ولسوالیو کې په لس ګونو او یا په سلګونو زره زده کونکي په پښتو ژبه غږیږي. خو د پوهنې وزارت او په ځانګړي توګه د کابل ولایت د پوهنې لوړ پوړي چارواکي دا خپل مکلفیت نه بولي چې دې زده کونکو ته په مورنۍ ژبه د زده کړې زمینه برابره کړي.د هیواد په شمال او لویدیز کې په مورنیو ژبو لوست خو په بشپړه توګه د یاده ایستل شوی دی.
اوس مهال د هیواد په میلیونو زده کونکي چې په پښتو ، ازبکي ، ترکمنی، شغني ، نورستاني ، بلوڅي ، پشه یی او نورو ژبو باندې غږیږي په مورنۍ ژبه د زده کړې څخه بې برخې دي. اوه کالونه ډیره اوږده موده ده اوس کیدای شول چې ډيری زده کونکی په مورنی ژبه د زده کړو د نعمت څخه برخمن شوي وای. خو دا کار تر اوسه نه دی شوي.
اوس دا پوښتنه پیدا کیږي چې ولې د پوهنې او د لوړو زده کړو چارواکي په دې هکله بې توپيره دي. ایا دوی په دې هکله د اساسی قانون د احکامو څخه بې خبره دي او یا په نړیوالو میثاقونو کې د بشری حقوقو اوپه ځانګړي توګه د ماشوم حقوق ورته روښانه نه دي. او یا په افغانستان کې ژبني او قومي جوړښتونه ورته معلوم نه دي.
د لوړو زده کړو او د پوهنې چارواکي خو ځانونه لوی لوی عالمان اوپوهان ګڼي . په دې پوهیږي چې په مورنۍ ژبه د زده کړو د شرایطو تامینول د دوی دندې او مسوولیت دی . مګر دوی په دې هکله سترګې پټوي او د میلیونو زده کونکو په غوښتنه باندې ځانونه کاڼه نیسي. دوی د وخت د تیرولو د پالیسۍ څخه کار اخلي . ښایی دا راز راز عوامل ولري . یو ددې عواملو څخه په هیواد کې د متعصبو او پاشیستي کړیو واکمني او په دولتي اداره باندې د هغوي نفوذ دی. متعصبې او پاشیستي کړۍ نه یوازې په سیاسی ډګر کې د هیواد اکثریت اولس دخپلو حقوقو څخه بې برخې کړی بلکی په فرهنګي او ژبني لحاظ هم غواړي د هیواد اکثریت اولس دخپلو قانوني او طبعي حقوقو څخه بې برخې کړي. په دې کړیو پورې تړلو کسانو سره که څوک مخامخ شی نو ورته وايی ( چي میګي . پارسی ګپ بزن، ) او یا ( دغه بغه نګو) او نورې تر دې زیاتې توهینونکي جملې ، چې لیکل یې مشکل دي . په دې ډول دوی غواړي چې خلک په خپلو ژبو د ګړیدو څخه منع کړي. په کابل ښار او یا د هیواد په نور و برخو کې زموږ په زرګونو هیوادوال هره ورځ د دا ډول تحقیر او توهین سره مخامخ کیږي.
پورتنې متعصبې کړۍ د مختلفو لازو څخه په کار اخیستنې سره زیار باسي چې یوازې یوه ژبه د ژوند په ټولو ساحو کې په غیر قانوني ډول په خلکو وتپي. چې یوه د هغو ساحو څخه د پوهنې ساحه ده. د پوهنې او لوړو زده کړو چارواکي په مورنۍ ژبه دزده کړو په باره کې په خپلو مسوولیتونو ښه پوهیږي . خو له بده مرغه ښايی مختلف عوامل وي چې دوی نوموړي دندې ته شا کوي.
ښايي د پوهنې او یا لوړو زده کړو یو شمیر چارواکي وغواړي چې په مورنۍ ژبه د زده کړو د حق ته په شا اړولو سره وکولای شي اوسنی واکمنې متعصبې کړۍ د ځانه خوشاله کړي. ښايي چارواکي غواړي متعصبو کړیو ته په ډاګه کړي چې ( وګوری ،څنګه مو په مورنیو ژبو د زده کړو مخنیوي کړي دی. )
همدا خبره ده چې د پوهنې یو شمیر اوسني چارواکي کله چې د خلکو څخه په مورنۍ ژبه د زده کړو د حق غوښتنه واوري ، داسې ټکان وخوري لکه چې یوه ډیر ځواکمن د برښنا ټکان یې لیدلی وي . دوی سره او شنه شي او بیا په غیر معقولو دلایلو سر شي. دا ځکه چې دوی نه غواړي په دې هکله څه واوری او یا کوم عمل تر سره کړي.
په مورنۍ ژبه د زده کړو د حق څخه نه یوازې د پوهنې او لوړو زده کړو چارواکی سترګې پټوي بلکې ښاغلي اولس مشر حامد کرزی هم نه غواړي چې له دې امله خپل متحدین یعني متعصبې کړۍ د ځانه خفه کړي. که څه اولس مشر په دې پوهیږي چې په مورنۍ ژبه د زده کړو د حق د تامین په لازه کې د پوهنې او لوړو زده کړو چارواکي ناغیړي کوي او نه غواړي ددې اولس زامن په خپلو مورنیو ژبو باندې زده کړې وکړي . خو تر اوسه اولس مشر یو هم د دوی څخه یو وزیر هم خپلو مسوولیتونو ته متوجه نه کړ.
په دې ټول باور لري چې اوسنې اداره او په ځانګړي توګه د پوهنې او لوړو زده کړو چارواکي په مورنې ژبه د زده کړې حق ته اهمیت نه ورکوي. دوی نه غواړي چې د هیواد په میلیونو زده کونکي ددې روا حق درلودونکي شي.
دا څو کاله کیږي چې په هیواد کې په مورنیو ژبو باندې د زده کړو نړیواله ورځ د ټولنیزو سازمانو او د زده کونکو د میندو او پلرونو له خوا نمانځل کیږي او د دې غونډو په ترځ کې د چارواکو څخه هیله کیږي چې ماشومانو ته په مورنیو ژبو د زده کړې زمینه برابره کړي .
لازمه خو دا وه چې په مورنیو ژبو باندې د زده کړو نړیواله ورځ د پوهنې وزارت او د لوړو زده کړو د وزارت له خوا نمانځل شوي وای او ددې ورځې د نمانځلو په ترځ کې یې د خپلو کړنو او پروګرامونو په هکله رپورټ وړاندې کړی وای. مګر دوی ددې نړیوالې ورځې د شته والي او د ماشومانو په مورنیو ژبو د زده کړو د حق څخه ځانونه بې خبره ساتي .
تر اوسه د پوهنې او لوړو زده کړو چارواکو دې ټکي ته ګوته نه ده نیولي چې تر اوسه په افغانستان کې څو میلیونه زده کونکی په مورنیو ژبو باندې د زده کړو څخه بې برخې دي.
دوی تر اوسه په یوه کنفرانس کې هم نه دي ویلي چې په مورنیو ژبو زده کړه څومره د یوه ماشوم له پاره د اهمیت وړ ده. په دې هکله خو د پوهنې د چارواکو کړنې په نشت حساب او د لوړو زده کړو چارواکي خو په دې هکله سرونه هم نه ګروي .
تر اوسه د ولایتونو د پوهنې ریاستونو ته د وزارت د مقام له خوا داسې په ټینګه لارښوونه نه ده شوي چې زده کونکو ته په مورنیو ژبو د زده کړو له پاره لازمې اسانتیا برابرې کړي. او نه د ولایتونو د پوهنې رییسانو دا خپله دنده ګڼلي ده.
دا به ډیره ښه وي چې په لوړو زده کړو موسسو کې زده کړې هم په مورنیو ژبو تر سره شي . که چیرې زده کونکي په خپلو ژبو باندې زده کړې وکړي دا ددې سبب کیږي چې د استعدادونو د ودې په څنګ کې نوموړي ژبې وده کوي .خو له بده مرغه د کابل د ادارې چارواکي داسې لازې او چارې خپلوي چې د نورو ژبو لکه د پښتو ، ازبکي ، ترکمني ، بلوڅي ، پشه یي ، نورستانی ، شغني ژبو د ودې مخنیوي وشي.
او که داسې نه کیږي نو په ټولو لوړو زده کړو موسسو کې دې زده کړې په نړیوالو ژبو لکه انګلیسی تر سره شی دا ځکه چې د نړیواله ژبه د زده کونکو له پاره په درد خوري. په دې ډول سره زده کونکي کولای شي خپلې علمي سویې ته لوړوالی ورکړي.
په یوه هیواد کې ملي یووالی هغه مهال ټینګ کیږي چې د هیواد ټول خلک او وګړي د برابرو حقونو لرونکی واوسي. په یوه هیواد کې د اتباعو یو پر بل باندې امتیاز دهغه هیواد د نابودی سبب ګرځي . د افغانستان د اساسی قانون سره سم په هیواد کې هیڅ څوک په بل چا باندې امتیاز نه لری .
که زده کونکو په مورنیو ژبو باندې د زده کړو د شرایطو برابرول د دولتي چارواکو دنده ده نو له بلې خوا د زده کونکو میندې او پلرونه هم دندې لري چې د خپلو ماشومانو د زده کړو د بهیر څارنه وکړي او په دې هکله دې ته پام وکړي چې په مورنی ژبه باندې د زده کونکی له پاره لوست څومره اهمیت لري او لدې امله دوی ته اړینه ده چې چارواکو باندې فشار راوړي تر څو په دې لازه کې د زده کونکو له پاره د دوی طبعی او قانوني حقوق ورکړل شی.
په افغانستان کې د پوهنې او لوړو زده کړو سیستم یو مثبت او ژوربدلون ته اړتیا لري هغه بدلون چې په اوسني نظام کې د اوسنی ادارې په وجود کې د دې بدلون رامنځته کیدل ناممکن دي. دا ځکه چې اوسنی چارواکي یوازې په خبرو کې د باکیفیته زده کړو غوښتونکي دی.