کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پښتونه پاڅه ؛ د یو کیدو وخت دی

پښتونه پاڅه ؛ د یو کیدو وخت دی

د پاک خدای جل جلاله په سپیڅلي نامه


ای پښتنو وروڼو او خویندو!


راځی نن هغه څه چی له کلونو ،کلونو راپدی خوا زمونږ پښتانه ورته انتظار وه ، او ویل به یی چی ای خدایه کله به په پښتنو کي یووالی راشې. او مونږ هر یوه پښتون به د پښتنو د یووالی د رابللو لپاره لیکنی کولی او خبري به کیدلی چی باید پښتانه سره یو شی ترڅو یی مشکلات حل شی ځکه هرڅوک پښتون او غیر پښتون په دی ښه پوهیدل چی که څه وخت پښتون یووالی وکول نو مشکل یی حل ده .نو د هغو تیرو لیکنو او تیرو خبرو لپاره نن ورځ راورسیده چی هغه تیرشوي په خوله کړي خبري نن به عملي بڼه وښیو ، ځان مالوم کړو،او د خپلو مشکلاتو د حل لپاره لاري چاری ولټوو
اي پښتنو وروڼو او وخونیدو!
تاسو پوهیږی چی پښتانه نن سبا له څومره مشکلاتو سره مخامخ دی ، څومره وځوریدل او لاهم ځوریږو ، کورونه زمونږ بمبار کیږی مکتبونه مو سوځول کیږی، په پښتنی سیمو کی بیارغوني کارونه نه کیږي ، کلینک نه لرو یو پل نه لرو او که یی ولرو بیرته یی راته زمونږ دښمن وران کړي ، مشران مو د جاسوس ،طالب، ملا په نامه ترور کیږی ،وژل کیږی او همدالړي همداسی دوام لري کله کله راته بیا طالب تور او شین کیږی او همداسی خارجیان هم راته یو شوی دی نه غواړی چی مونږ سر راپورته کړو همدا وجه ده چی زمونږ له بی اتفاقی نن هرچا ګټه اخیستی ده
ایا ددي ټولو بدمرغیو لپاره چی یو څه کول نه دی پکار ،،؟؟
ایا ددی ناورین د ختمیده لپاره یو موټی کیدل نه دی پکار ..؟ دا ټولي هغه پوښتنی دي چی ځوابونه یی په مثبت ډول باید ورته جوړ شي او دهغوی عملي کولو لپاره جدی اقدام وشی.
ای پښتنو وروڼو او خویندو ولی ویده یو ، ترڅو به ویده یو ،د څه شی لپاره ویده یو او څه وخت به له دغه بد خوبه ځان راپاڅوو،،،؟؟؟
راځی د خدای لپاره دخپلوپښتنو کونډو او یتیمانو اوښکی پاکي کړو او دهغوی غم وخورو، هغه کونډي پښتنی چی د خپل یتیم زوی ته دروزي پیدا کولو لپاره د ایران او پنجاب په کوڅو کي سوال کوی ، عزت یی لوټ شو،ټیکری یی له سر نه ولویدل،پښتنی عفت یی ترخاورو لاندي شول،دبښتنو هغه کوچینیان چی د خپل شهید پلارد ژوند په وخت کی به یی بکسه څنګ ته اچولي وه او ښونځي ته به روان وو نن هغه ماشوم یتیم شوی ده او دبل دروازي ته د خیرات ټولولو لپاره سهار او بیګا په یخ او ګرمي کی ولاړ وي
پاڅی اي پښتنو وروڼو او خویندو !
دا ټولی بدمرغی په خپلو سترګو وینو او ګورو یی آیا دومره غیرت په مونږ کښی پاته نه شو چي سرونه راپورته کړو او د یووالی ترسپیڅلی نامه لاندي سره راټول شو او د دی ټولو ناخوالو د مخنیوی لپاره د ټانک په څير سپر ودریږو ،یواځی همدا مونږ پښتانه یو چی دی ناورین ته به د پای ټکی ږدو یواځی مونږ یو چی خپل راتلونکی نسل به د علم په جامه سمبال جوړوو ، یواځی مونږ یو چی خپله ژبه پښتو به د دفتر مکتب او سرکار ژبه کوو
اي پښتنو پورته شی کنه ورکیږی !
ای وروڼو او خویندو کښتی مو ډوبیږی قسم درکوم چی که سره یو نه شو او یووالی و نه کوو نو ورک به شو او د ورکیدا په حال کي یو ،ټوله دنیا راته دښمن ګرځیدلی ده زمونږ دخپلو وروڼو نه یی څوک راته کافر څوک مسلمان اودهشتګر او غلجی او درانی جوړی کړی . راځی ای وروڼو او خویندو خپل ځانونه وپیژنو یو موټی شو خپل پښتنی غیرت ،شهامت او پښتونولی ټولی دنیا ته روښانه کړو د خپل ځان په پيژندنه کی او یو کولو سره مونږ کولی شو چی خپل دوست او د ښمن وپیژنو خپل ځان مالوم کړو د دهشتګر دا غلط او بد نوم له ځان نه لیری کړو .
ای د میرویس خان او احمدشا بابا بچیانو !
پاڅی دی هغه میرویس خان نیکه لمسیانو چی امپراتوري یی په ټوله دنیا کړي وه دی هغه نیکه لمسیانو چی نړی یی غلامه ګرځولي وه دهغه احمدشا ابدالي بچیان یو چی په هند او اصفهان یی پادشاهی په کلونو کلونو کړی ده ای پښتونه نن هغه خلک چی ستا د نیکونو غلامان وو نن غواړی تا د ټول وخت لپاره غلام وګرځوي .
نه غواړم لیکنه می اوږده کړم او سرونه په در درد کړم . خو دومره تسل درکوم چی نن پښتنو ځوانانو یو خوځښت چی دپښتنو دیووالي ،پښتنود علمي ،سیاسي،اقتصادي پیاوړتیا تضمین وکوی په کار اچول شوی ده ، نو همدغه مو وخت راځی دهمدی خوځښت سره ملا وتړو او دهغو ټولو مشکلاتو چی نن سبا ورسره مخامخ یو مخنیوی وکووو او دهردښمن دسیسه دخپل پښتني غیرت،قلم ،او ژبی په زور ورشنډه کړو ..
دا خوځښت چی د فیسبوک انټرنیټي پاڼي فیسبوک څخه د پښتنو ځوانانو په توکل کولو سره پیل شو تیره هفته یی په کابل کی له همدی لاري یوه غونډه جوړه کړه او انشاالله چي په راتلونکي ډیر نژدي وخت کي به نوری لويی غونډی چی د لراوبرپښتانه وروڼه او خویندي به پکښی ګډون ولري جوړي شي . نو دهمدي خوځښت په ملاتړ سره خپل پښتانه وروڼه په لراوبر کي وژغورو. نو همدا خوځښت د پښتنو د روانو مشکلاتو د ختمیدو تضمین کوی
او دهمدي خوخښت د ملاتړ لپاره خپل نوم او د موباییل شمیره لاندینی بریښنالیک ته واستوی


pashtonistan@yahoo.com
او یا هم لاندیني شمیری سره اړیکه ونیسی
داړیکي شمیره:۰۷۷۵۹۲۱۵۵۳
زمونږ یووالی د ټولو ناخوالو ورکیدل او د دښمنانو د سیسۍ شنډولی شی راځی چی سره یو شو
کټوازی