څو شپې مخكې د خوست والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي په كابل كې يوه غونډه جوړه كړې وه. په غونډه كې يو شمېر پوهانو ، سياسي څېرو، ټولنيزو شخصيتونو ليكوالو او د نظر خاوندانو برخه اخستى وه.
ښاغلى عبدالجبارنعيمي غوښتل چې د خوست ستونزې د غونډې له ګډون كوونكو سره شريكې كړي او له دوى څخه مرسته وغواړي چې دا شان ستونزې د افغانستان په نورو ولاياتو يا د نړۍ په نورو هېوادونو كې څنګه حل شوي دي؟
د ښاغلي نعيمي هيله ډېره پر ځاى ښكارېده؛ ځكه د بشري ټولنو ډېرې ستونزې سره ورته دي او كېداى شي چې چارواكي د نورو سيمو له تجروبو څخه ګټه واخلي او خپلې ستونزې پرې حل كړي.
ښاغلي نعيمي په خپله وينا كې وويل چې د خوست ډېرې ستونزې د افغانستان عامو ستونزو ته ورته دي؛ خو ځنې داسې ځانګړې ستونزې هم لري چې د خوست له طبيعي جوړښت، قومي_- قبيلوي اړيكو او د خلكو له انددود(طرز تفكر) څخه سر چينه اخلي او بايد سيمه ييز حل ورته ولټول شي. ده د مثال په توګه وويل چې دا څو كاله كېږي چې د ځينو قومونو يو شمير ځوانان چې بايد ښوونځيو او پوهنتونونو ته لاړ شي او لوړې زده كړې وكړي، د خپلو مشرانو په اشاره په سنګرونو كې پراته دي او هغه د غرونو لمنې، شاړې زمكې او بې حاصله رغونه ساتي چې دوى يې خپل ميراثي ملكيت بولي او د بل قوم د ځوانانو تېرى نه شي زغملى!
ده وويل چې په كال 2004 كې د خوست د متعلمينو او محصلينو په شمېر كې د نجونو ونډه 30% وه؛ خو په 2010 كې دا سلنه 7 ته را ټيټه شوه او په ځينو ولسواليو كې هېڅ نجونې ښوونځيو ته نه شي تللى!
د خوست د والي وينا ډېره خواشينوونكې وه. ده داسې خبرې يادې كړې چې د ښاغلي كرزي يا بل هر چا اداره يې ژر نه شي حل كولاى، د امريكا او ناتو B-52 الوتكې يې د حل وس نه لري او نړيوال ائتلاف هم څه نه شي كولاى. دا ستونزې زموږ په تاريخ كې ريښې لري، زموږ په ټولنيز جوړښت كې غټ دريځ لري، زموږ ورړكى فكر يې نيولى او دا انددود د پېړيو په پوړيو كې له يوه نسل څخه بل ته لېږدېدلي او تر موږ پورې رسېدلي دي!
د خوست د والي د وينا نورو برخو ته نه ځو او په همدې دوو ټكو خبرې كوو. پخوا د خوست خلكو په زمكو او ځنګلونو ژوند كاوه. د انګريزانو د پخواني فارمول له مخې د پښتنو په ډېرو سيمو كې ښوونځي، پوهنتون، روغتون، كلنيك، پوخ سړك، ښاري ژوند، مدنيت، تمدن او پرمختګ نه لېدل كېده او خلكو د پټو سترګو او تياره اذهانو په نړۍ كې ژوند كاوه. ټوپك د ژوند قانون و او دښمني داسې يوه بلا وه چې په پېړيو_ – پيړيو يې د خلكو فكر، وخت، امكانات او وينې په انحصار كې اخستې وې. د سيمې او نړۍ پټې استخباراتي كړۍ او د اوږدې مودې د ګټو مينه وال چې په دې مسله پوه دي، هر وخت كولاى شي چې له دې نيمګړتيا څخه ګټه پورته كړي او هغه ولسونه چې بايد په سيمه كې د پرمختګ او بدلون له پاره كار وكړي، په خپلو كې ښكېل وساتي او كېداى شي چې دواړو غاړو ته ټوپك وركړي او يو د بل وژلو ته يې وهڅوي.
د خوست ځوانان كه نن له ټوپكو سره شاړې زمكې ساتي، دا په حقيقت كې د دوى د تېر ترخه ژوند انځور دى. هغه ولس چې فابريكې، د اوبو بندونه، د برېښنا د توليد مركزونه، ډېر سړكونه، د اورګاډي پټلۍ، كرنيزه فارمونه او د ننني تمدن او پرمختګ نور څه نه لري، ضرور به د يوې ټوټې شاړې زمكې له پاره په سنګر كې ناست وي او د خپل پلار _ نيكه ميراث به ساتي!
بله خوا نننۍ نړۍ په پوهه ودانه ده، ساينسي علومو زموږ د نړۍ بڼه او څېره بدله كړې او دا وېره يې را مينځ ته كړې چې كه څوك په موقع و نه خوځي له صحنې څخه به ليرې كېږي. اوس _ اوس په ځينو هېوادونو كې د هغه كسانو شمير100% ته رسېدلې چې په ليك او لوست پوهېږي او زده كړې لري. په داسې شرايطو كې كه په خوست كې ښوونځيو ته د تلونكو په شمېر كې كموالى راځي، دا د ډېرې سترې خواشينۍ ځاى دى او بايد چې ټول ورته متوجه شو.
ولسمشر حامد كرزى، دولتي چارواكي، د پوهنې او لوړو زده كړو د وزارت مسوولين، د خوست هر اوسېدونكى، هره مور، هر پلار او لنډه دا چې موږ ټول بايد دا خپله اسلامي، ايماني او وطني دنده وبولو چې په خوست او د ګران افغانستان په هر كلي كې د پوهې ډېوې بلى كړو. هرې حجرې او هر جومات ته ننواتي ورشو او خپلو مشرانو ته ووايو چې موږ بايد په نجونو تعليم وكړو او له هغو څخه د سباني افغانستان له پاره ښې ډاكټراني، ښې انجينراني، ښې اقتصاد پوهانې او ښې ميندې جوړې كړو.
د خوست والي ښاغلي نعيمي په هغه شپه په حقه ويل چې ځنې كارونه په زور نه كېږي. موږ نه شو كولاى چې د خوستوالو لوڼې په زور ښوونځيو ته ولېږو، موږ نه شو كولاى خوستوالو ته ووايو چې هغه د غره لمن ډېر ارزښت نه لري او هغه شاړه زمكه په دې نه ارزي چې ستاسو بچيان خپلې وينې پرې تويې كړي. دوى لا تر اوسه د ژوند او فكر په داسې يوه پوړۍ كې دي چې په خپل (ښه) او (بد) پوهېږي او په هغو باندې باور لري؛ خو دا ستونزې حل لارې هم لري او هغه په ټول افغانستان كې د تعليم عامول دي. نړيواله ټولنه، دولت او افغانان كه غواړي چې په اوږده موده كې د افغانستان ډېرو ستونزو، كړاوونو او ناورينونو ته د حل لارې ومومي، بايد په افغانستان كې د سواد، زده كړې او تعليم له پاره پانګه په كار واچوي او هڅه وكړي چې د نوي مدنيت او پرمختګ د پوهې ډېوې د افغانانو هر كور ته ورسوي او دوى په دې قانع كړي چې د افغانستان ستونزې د حل يوه لار لري او هغه د تعليم، لوړو زده كړو او علم لاره ده او بس!
كه تعليم عام او هر افغان د علم په وسله سمبال شو، سبا به نه څوك د يوه وچ ډاګ د ساتلو له پاره ټوپك ساتي او نه به څوك خپله خور_ لور د تعليم له لارې څخه راګرځوي. نننۍ ستونزې درندې دي، خو لنډ مهاله او تېرېدونكې دي. كه د خوست د والي په شان بل هر افغان له دې ستونزو څخه د وتلو د هڅو د برياليتوب له پاره زيار وباسي او فكرونه او لاسونه سره متحد شي او په ګډه د اذهانو د بدلون له پاره جهاد وشي، يقين دى چې ژر به د پرمختګ نښې وليدل شي او د افغانانوسبانى ژوند به تر نننۍ دا ښكلى او بختور وګرځي.