کله چی می دلیکنو مینه وال د زړه دناروغۍ په باره کی زما کومه نوی لیکنه ولولی ، نوځینی یی تلیفون راته کوی چی سړیه دزړه دعملیاتو له وخته دی دادی څو کاله تیر شوه خو ته لا ددی ناروغۍ نه لاس نه اخلی . زه بیاخپله ژمنه پرځای کوم او چی کله می پدی هکله کوم نوی شی ترسترګو شی ، هغه دخپلو هیوادوالو سره شیریکوم . دادی د ( ۲۴ساعته ) پنامه ډنمارکی ژبی ورځپاڼی په خپله ۲۴/۲/۲۰۱۱ ګڼه کی د زړه د دریدو دیوه سترلامل په توګه دترافیکی اغیزو په هکله دیوی څیړنی پایلی نشر کړیدی . غواړم د ژمنی سره سم دنوموړو څیړنو دپایلو پښتو ته ژباړل بڼه دلوستونکو مخته کښیږدم :
( . . . نوی څیړنی ښئی چی په ترافیکی چارو کی دریوری پر چلونکی باندی د سترس اوخفګان کچه جګوی او داکار زیاتره وختونه پر زړه باندی دحملی لامل ګرځی . کله چی څوک دترافیکی پک په ساعتونو کی ( هغه وخت چی ګڼه ګونه یی زیاته وی ) د ډریوری یا بایسکل چلولو پرمهال په ځان کی دتشویش ، تشنج اویا سترس حالت حسوی ، نو پدی وخت کی باید دخپل زړه حالت هم له یاده مه باسه .
د هاسلت ( * ) پنامه دبلجیم په یوه پوهنتون کی څوتنو څیړونکو یوه پروژه تر لاس لاندی نیولی وه چی له مخی یی هغه فکتورونه په ګوته کړی چی په ټولنه کی پر خلګو باندی تر ټولو زیات د زړه د دریدو او حملی لامل ګرځی . څیړنو وښوده چی په ترافیکی ګڼه ګونه کی ډریوری کول یا بایسکل چلول د نوموړو لاملونو په سر کی راځی . لدی نه وروسته دهوا n ککړتوب ، سخت فزیکی حرکتونه ، الکول او کافی پدی لست کی ټاکلی رول لری .
ددغو څیړنو راپور چی د لانسیټ ( ** ) پنامه دبرتانیی په یوی علمی مهالنۍ کی خپور شویدی ، څرګندوی چی دزړه د دریدو د ټولو پیښو له ډلی نه ۷،۴ په سلو کی دترافیکی ګڼی ګونی څخه درامنځته تشویش او سترس لامله ترسره کیږی .
پروفیسور سټین سټینډر ( *** ) چی د زړه متخصص او د ګنتوفت ( **** ) په روغتون مشر سرطبیب دی داخبره تائیدوی چی ډریوری کول او په تیره بیا په ترافیکی ګڼی ګونی کی داکار زموږ پر روغتیایی حالت باندی بد اغیز ښندی او زیاتوی : « د ترافیکی ګڼی ګونی پر وخت انسانان تر فشار او تشنج لاندی راځی ځکه چی دلته دروغتیا او ژوند خبره مطرح ده ، که چیری په فکری لحاظ په پوره توګه متمرکز نه اوسو ، نو کیدلای شی دژوند په بیه مو تمام شی . دا لامل دسترس حالت جګوی او مبارزوی هارمونونه فعالوی . دغه ډول حساس حالت دانسان زړه دناوړو پرابلمونو سره مخامخ کوی » .
نوموړی پروفیسور د سیکولوژیکی اغیزو برسیره دهوا ککړوالی هم دیوه مهم لامل په توګه یادوی او وایی چی دانسانانو د زړه په دریدلو کی تر ۴،۷ سلنی پوری دغه لامل ونډه لری . دی زیاتوی : « په ترافیکی سیموکی دنورو سیمو په پرتله هوا ډیره ککړه وی او داحالت و غیرفعال سګریټ څکولو( هغه حالت چی یو څوک پخپله سګریت نه څکوی مګر معمولا دبل چا دسګریت دودونه تنفس کوی ) ته ورته والۍ لری . پدی وخت کی د موټرو دسون موادو دود خلګ تنفس کوی او داکار د زړه دشیریانو په بندولو کی دیادونی وړ ناوړه اغیز ښندی » .
ددغو څیړنو پایلی ښئی چی دهوا دککړتیا منفی اغیزی دمخدره موادو تر زیان زیاتی دی داځکه چی مخدره مواد دځانګړو کسانو پر روغتیا باندی مضر اثر لری ، مګر ترافیک او دهوا ککړتیا په ډله ایز ډول دډیرو خلګو پر روغتیا باندی ناوړه اغیز کوی . ډاکتر ټیم س. ناوروت ( ***** ) چی دڅیړونکی ډلی یوغړی دی ، وایی : « د دزړه دحملی په اړوند دهغو اوپراتیفی فکتورونو د ډلی څخه چی دنوموړی ټیم لخوا تر څیړنی لاندی نیول شوی دی ، کوکائین په پوره باورسره پر زړه باندی دحملی لامل ګرځیدلای شی ، مګر دترافیک خطر پدی خاطر زیات دی چی ډیر خلګ سروکار ورسره لری او تر ناوړو اغیزو لاندی یی راځی .
د زړه درګونو دناروغۍ په اړوند لاندی ټکی په ډنمارک کی د یادونی وړ دی .
ـ په ډنمارک کی هرکال ۳۵۰۰ کسلن د روغتون نه بهر دزړه تر حملی لاندی راځی چی دا شمیر په هره ورځ کی د ۹ تنو سره برابر دی . لدغی ډلی نه یی یوازی ۲۳۰ تنه تریوی میاشتی پوری ترحملی وروسته هم ژوندی پاته وی .
– په سلو کی تر ۲۵ زیات ډنمارکیان د زړه د رګونو دناروغی له کبله خپل ژوند د لاسه ورکوی . په ۲۰۰۹ کال کی ۱۵۲۷۸ تنه ددغی ناروغی لامله مړه شوی چی پدی توګه د مړو دډیروالی له مخی داناروغی د مړینی دلاملونو په لست کی نژدی دویم ځای نـیسی .
ـ په ډنمارک کی د۱۹۹۵ کال څخه تر ۲۰۰۹ پوری د زړه دناروغی له کبله د مړنی کچه په سلو کی تر ۴۶ پوری را ټیټه شویده ) .
د ژباړی پای
( * ) – Hasselt University
( ** ) – The Lancet
( *** ) – Professor Steen Stender
( **** ) – Gentofte Hospital
(***** ) – Tim S. Nawrot