د تېر کال په اوږدو کې مې د افغان جرمن ان لاین په ګټورو پاڼو کې د ښاغلي وحيد مژده یوولس پرلپسې لیکنې د “روابط سیاسي افغانستان و ایران” تر سرلیک لاندې ولوستې چې په خوږه دري ژبه یې وړاندې کړې وې.
د دې پرلپسې لیکنو لومړي سرلیک کې ښاغلي مژده څرګنده کړې ده چې دا یادښتونه ده د افغانستان د باندنیو چارو وزارت د دویم مدیریت له لاسوندونو څخه هغه وخت راخیستي دي چې دی هلته په رسمي دنده بوخت و.
داسې ښکاري چې ښاغلي مژده د افغانستان د باندنیو چارو وزارت د ارشیفونو زرګونه پاڼې لټولې دي او دخپلې خوښې یادښتونه یې ترې نه پورته کړي دي، او د افغانستان او ایران د سیاسي اړیکو نوم یې ورکړی دی. له دې سریزې نه دا هم څرګندیږي چې ښاغلي مژده دا لیکنې په کتابي بڼه هم خپاره کړي دي.
که څه هم لیکوال ویلي دي چې دا لیکنې د باندنیو چارو وزارت کې، او د جهاد کلونو کې د ده د یادښتونو غونډ دی، خو د خپرو شوو لیکنو د لوست نه ښکاري چې یوازې فکتونه هو بهو نکل شوي دي او د لیکوال ځاني یادښتونه له نشت نه یو څه ډېر دي. البته ځای ځای د لیکوال لنډې شننې هم تر سترګو کېږي.
په ټوله کې دا لیکنې په تېرو سلو کلونو کې د ایران او افغانستان تر منځ د ځنو دیپلوماتیکو اړیکو یو رودات دی چې د افغانستان د وخت د دیپلوماتانو کار بلل کېږي. دا یادښتونه، که چېرې رښتیاتوب یې جوت شي، ډېر ګټور لاسوندونه دي. د افغانستان د معاصر تاریخ لیکوال د ښاغلي مژده له خوا د دې خپرو شوو متنونو نه ډېره ګټه اخیستی شي، او کولی شي د تاریخ ډیر تیاره ګوټونه راڼه کړي. ماته په خپله دا متنونه ډېر په زړه پورې او ګټور اېسېدلي دي.
خو په زړه پورې توب او ګټورتیا د لیکنو او څېړنو یوازې یو اړخ دی. یوه ښه لیکنه باید له څېړنیز اړخه کره او له اخلاقي اړخه سره وي. لیکوال یا وړاندې کونکی باید د خپلې څېړنې چارې او میتود څرګند کړي او ځان یوازې هغومره د څیړنې خاوند وبولي څومره چې یې خاوند دی. د نورو کار نه که استفاده کوي باید مناسب موخذ ورکړي، او که د نورو کار هوبهو خپروي باید له همغې مرجع نه لیکلې خوښه وغواړي.
د ښاغلي مژده دا پرلپسې خپرونه یو شمېر بنسټیزې پوښتنې راولاړوي چې سپیناوي ته اړتیا لري:
۱-لکه چې مژده صیب ویلي دي، دا یادښتونه نوموړي د باندنیو چارو وزارت له ارشیفونو نه راخیستي دي، او لکه چې ده پخپله څرګنده کړې ده نوموړی دې وزارت ته د دې څېړنې لپاره نه و تللی بلکې هلته په رسمي دنده بوخت و. بنسټیزه پوښتنه دا راولاړیږي چې ایا ښاغلی مژده د افغانستان د باندنیو چارو وزارت له اړوندې څانګې نه د دې لاسوندونو د خپرولو اجازه تر لاسه کړې وه؟ که چېرې نوموړي داسې یو اجازه لیک ترلاسه کړی وي، نو په کار خو دا وه چې ده دا لیک د خپلو لیکنو په پیل کې خپور کړی و، او که اوس هم داسې یو لیک په واک کې لري نو په کار دی چې د مطبوعاتو له لارې یې خپور کړي. په بل صورت کې کېدای شي د افغانستان د باندنیو چارو وزارت پام دې ته واوړي او په رسمي توګه مژده صیب نه د دې پوښتنه وکړي. ښکاره ده چې د دې لاسوندونو حقوق د باندنیو چارو وزارت سره خوندي دي.
۲-لکه څنګه چې د مژده صیب له لیکنو څخه څرګنديږي نوموړي دا متنونه په کتابي بڼه هم خپاره کړي دي، او ښکاره خبره ده چې ددې کتابونو له خرڅلاو نه ده ته مالي ګټه هم رسېدلې ده. اصولاً، څنګه چې دا لاسوندونه د افغانستان د دولت ملکیت دی، نو د دې کتابونو له خرڅلاو نه تر لاسه شوې پیسې هم په کار ده چې د افغانستان بیت المال ته وسپارل شي. ان که ښاغلي مژده دا پیسې چاته خیرات هم ورکړي وي، بیا هم دی باید بیت المال ته د دې مالي ګټې حساب ورکړي. داسې که هر دولتي چارواکی او کارواکی راپاڅي او د خپلې څانګې سري لاسوندونه، پرته له ټاکلې کړنلارې، بربنډ کړي، او یا پرې سوداګري وکړي، دې سره به نه یوازې له قانون نه بلکې د استوګنې له بنسټیزو اخلاقو نه سرغړاوی شوی وي.
۳-تر دې چې راتېر شو د ښاغلي مژده د “یادښتونو” وروستۍ برخه هغه پېر پورې اړه لري چې محمد ظاهر شاه نو نور د افغانستان باچا نه و. په دې برخه کې د محمد ظاهر شاه د کورنۍ او د ایران د شاهی کورنۍ د اړیکو ځنې داسې جریانات ثبت شوي دي چې بیخي شخصي او غیر سیاسي دي. دا ثبت شوې اړیکې په ډیرو لږو ځایونو کې د دواړو هېوادونو دولتي سیاست پورې اړوندې دي. د نوموړو کورنیو د هغه وخت ځینې غړي لا اوس هم ژوندي دي او دې برسیرونو سره د هغوی کورني پت او خوندیتوب ته زیان رسیدلی شي. د دې لیکنو هغه برخه چې خپرول یې تر نورو برخو ډیر دقت ته اړتیا درلوده، هغه کېدای شي همدا برخه وي.
ما دلته د دې یوولسو لیکنو منځپانګې نه دي کره کړي. پورتني درې ټکي یوازې د دې لپاره شاربم چې په افغانستان کې مې په علمي او اخلاقي تول برابرو لیکنو د دود کولو په اړتیا ټینګار کړی وي. زه د ښاغلي وحید مژده د سیاسي او علمي افکارو سره د توپیر حق د اوس لپاره د ځان سره خوندي ساتم.