اتم دمارچ یا دښځونړیواله ورځ په کندوز ولایت کې هم دیوې غونډی په ترڅ کې په داسې حال کې ولمانځل شوه چې په کې دسلګونوښځوپه ګډون کولو سره دامریکا دسفارت مرستیال انتومونې وین اودامریکاء دمتحده ایالتونو دپرمختیاېې ادارې یا USIAD مرستیال دکابل څخه په کې ګډون کړی وو.
په غونډه ګڼ شمیر ویناوالو دښځودنړیوالې ورځې په ارزښت اوستونزو خبرې اترې وکړې.
په کندوز کې دښځوچارو ریسې نادره ګیا وویلې چې دتیرکال په پرتله په کندوز کې دتاوتریخوالې کچه رالوییدلې ده اوسږکال له دوی سره دښځو پروړاندې دخشونت ډیرې کمې قضیې ثبت شویدی.
هغې ددینې عالمانوڅخه په مننې سره وویلې چې په دی اړه ېې ورسره دینې عالمانواورسنیو دپام وړ مرسته کړیده.
سربیره پردې ، ددغې غونډې یوتن برخوالې میرمن نفیسې دافغان دولت څخه دښځولپاره د دینې مدرسودجوړولو غوښتنه وکړه ځکه دهغې په اند دښځوپر وړاندې دخشونت په محوه کولوکې دینې نهادونو دپام وړ ګامونه په یادولایت کې پورته کړېدی.
دکندوز والې محمد انورجګدلک هم دښځودشته ستونزو ترڅنګ وویلې چې ښځې اونارینه مساوې حقوق لرې نوپه کارده چې پاملرنه ورته وشی .
بل لورته دامریکا دسفارت مرستیال انتونې وین دخپلوڅرګندولو په ترڅ کې د ښځو دبنسټونو لپاره داتو وړو پروژو دتسلیمولو اعلان وکړ اوزیاته ېېې کړه دامهال په کندوز کې دامریکاء متحده ایالتونو پرمختییایی ادارې له لورې ۱۵۰ پروژې دکار لاندی دی چې ددی جملې څخه یوشمیرېې بشپړې شوی اوګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
همدغه راز وین یادونه وکړه چې دوی په پام کې لرې چې په کندوز کې به د کرنې، اوبولګونې او سړکونو په برخه کې په راتلوونکې کې پراخه پروژې په لاره واچوې .
همدغه راز دامریکاء دسفیرمرسیتال زیاته کړه چې دوې په پام کې لرې چې دتاجکستان څخه دکندوز له لارې یوحلقوی سړک پرانیسته وکړې چې په دی سره به دهغه په خبره ډیرې خلکوته کارې زمېنه برابره شی.
خوداپه داسې حال کې ده چې دکندوز ولایت اوسیدونکې دبیارغونې له بهیر څخه چندان راضې نه دی اوواېې چې دلسوکلونوپه تیریدو سره بیا هم په دغه ولایت کې د بیارغونې له اړخه کارنه دی تسره شوی اواوس هم ډیرې خلک بې کاره دی همدغه راز دګورټیپې یوتن شل کلن اوسیدونکې محمداضغر واېې لا هم یې سړکونه خراب دی اوکله چې ناروغ د درملنې په موخه دولسوالۍ څخه مرکزته را انتقالوې دګڼوستونزو سره لاس اوګریوان وی.