له ۲۰۰۱ کاله را وروسته هلمند د هغو ولايتونو په سر کې و چې ډېر کوکنار پکې کرل کېدل .
د چاپېريال له اړخه دغه کرنيز ولايت چې نوي په سله کې وګړي يې کروندګر او يو نيم لک هکتاره کرنيزه ځمکه لري د کوکنارو د کښت له اړخه هم تر نورو مخکې وه .
حکومت له لومړي سره د کوکنارو پر ضد مبارزه اعلان کړې وه او خو داسې پروګرام نه و چې د کوکنارو پر ضد مبارزه کې دې ډېر اغېزناک واوسي .
په همدې لړ کې دتارياکو ډېره ګټه ، نا امنۍ، او د دولتي حاکميت کمزورتيا هغه عوامل ول چې کال په کال به يې دکوکنارو کښت زياتاوه .
په ۲۰۰۴ کال کې حکومت دغلته د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره د نور افغانستان په د پيسو يو پروګرام پيل چې کروندګرو به يې په بدل کې خپل کښتونه له منځه وړل خو له بده مرغه دغه پروګرام اغېزې سرچپه شوې .
ددې پر ځای چې کوکنار ورسره کم شي کوکنار نور هم زيات شول او کروندګر او قاچاقبرې کړۍ وهڅېدې چې نور هم دې کار ته زور ورکړي
په ۲۰۰۶،۲۰۰۵ او ۲۰۰۷ کلونو کې حالت لا ډېر خراب شو او حکومت يو بل پروګرام پيل کړ چې له مخې يې کوکنار اړول کېدل . خو دغه پروګرام هم ډېره ګټه نه درلوده.
په ۲۰۰۸ کال کي دغلته د فوډزون پروګرام FOOD ZONE PROGRAM په نوم يو بل پروګرام پيل شو.
دغه پروګرام درې پړاوه درلودل چې پلان يې ولايتي ادارې جوړ کړی و، د تارياکو د له منځه وړلو لپاره ډېر اغېزناک پرېوت او د نړيوالو پام يې ځانته را واړاو. د فوډ زون پروګرام په لومړي پړاو کې د عامه پوهاوي لپاره پراخ کمپاين وشو، ددې تر ځنګ له ځه کم درې نيم زره کروندګرو سره په لومړي ځل د اصلاح شويو تخمونو او کېميايي سرو مرسته وشوه .
دغه راز له استثنا پرته پر زورور او کمزوري ټولو باندې د قانون پلي کېدل پيل شول چې په پايله کې ۲۵۳۷ هکتاره ځمکه د کوکنارو له کر څخه پاکه شوه.
د فوډ زون د پروګرام په پايله کې په ۲۰۰۸ کال کې په ډرامتيک ډول په هېلمند کې د کوکنارو د کښت کچه ۳۳٪ په سلو کې راټيټه شوه چې دا په لومړي ځل دومره کمښت و.
د فوډ زون پروګرام بري او ښه عملي کېدو ته په پام سره د دغه پروګرام دويم پړاو په ۲۰۰۹ کال کې پيل شو، چې په ترڅ کې يې ۳۷۵۰۰ کروندګرو ته دغنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ور ووېشل شوه. له همدې سره کروندګر وهڅېدل چې د کوکنار بديل کښت او د مېوې باغونو ته مخه کړي چې په دې لړ کې په لومړي ځل په يوه وار د کوکنارو د کښت پر ځای د انګور او نورو مېوو ۱۲۰۰ باغونه جوړشول. پر دغه کال بيا څه کم اوو زرو کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه او کېمايي سرې ور وېشل شوې . د فوډ زون پروګرام له برکته په ۲۰۰۹کال کې ۱۶۰۲ هکتاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه چې دغه کمېښت د يو کال وړاندې په پرتله اوه سلنه وه.
د فوډ زون پروګرام درېيم پړاو په ۲۰۱۰ کال پيل شو چې په لومړي سر کې يې څه کم پېنځوس زره کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه، کيمياوي سره او د سبزيجاتو تخمونه وويشل شول.
په ۲۰۱۰کال کې د فوډ زون پروګرام له مخې خلک اړيستل شول چې پخپله خپلې ځمکې له کوکنارو پاکې کړي او که نه نو قانوني چلند به ورسره وشي. د دولتي امر دتعقيبولو په ترڅ کې حکومتي ځواکونو پېنڅه سوه هغه کروندګر ونيول چې کوکنار يې کرلي ول خو بېرته د کوکنارو د اړولو په بدل کې پرېښودل .
پر همدغه کال کروندګرو پخپله ۵۰۰ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړه .
څرنګه چې فوډ زون پروګرام د کوکنارو د له منځه وړلو په برخه کې تر ټولو بريالی پروګرام و، نو ځايي حکومتي چارواکو وپتېيله چې په ۲۰۱۱ کال کې يې بيا پيل کړي.
د ۲۰۱۱ کال يوازې درېيمه مياشت اوس پيل شوې ده او چارواکي تمه لري چې په دغه کال کې به د کوکنارو په کښت او د تارياکو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راشي .
خو له دې ټول برياليتوب سره سره د کوکنارو پر ضد مبارزې په مخ کې خنډونه هم شته.
په سيمه کې د مافيايي او د مخدره توکو قاچاقبرې کړۍ وروستۍ هڅې کوي، چې بزګر ګرو کړي چې کوکنار وکري او دوی يې له حاصلاتو څخه ګټه واخلي. دغه راز طالبان او نورې مخالفي ډلې هم هڅې کوي چې د وسلو په زور بزګران دکوکنارو کر ته اړ کړي .
په دې لړ کې يې يو لړ تبليغات هم پيل کړي دي . خو له بلې خوا ځايي چارواکي له خلکو سره د دوامداره اړيکو، له هغوی سره دکرنيزو مرسته ، د قانون د پلي کېدا او دعامه پوهاوي د کچې د زياتولو له لارې هڅه کوي دغلته دکوکنارو کښت په روان کال کې نور هم راټيټ کړي.
د فوډ زون پروګرام پايلې د کوکنارو په له منځه وړلو کې ډېرې اغېزې ناکې دي او که دغه تجربه د افغانستان نورو ولايتونو ته هم وغځول شي تمه چې هورې هم د کوکنارو په کښت کې کموالی راشي.