کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د څلويښتو غلو د حکومت خو دي ملا ماته سي

د څلويښتو غلو د حکومت خو دي ملا ماته سي

د 2011 م مېلادي کال د جنورۍ 8 مه نېټه


يوې المانۍ تلويزيوني ژورنالستي هيله راڅخه کړې وه چي د هغو يو څو ويډيوگانو الماني معنا ورته وکړم چي دغې ژورنالستي په خيبر پښتونخوا کي د افغان مهاجرو په کېمپ کي فلمبرداري کړي وې. کله چي مي دغه ويډيوگانې ليدلې نو مي زړه د کوگله ووتی او پر سترگو مي توره شپه سوه.
په ويډيو کي څو افغان کډوال وايي چي پاکستاني پوليسو د سکهر په ښار کي د دوی 70 کسان بندي کړي دي. دوی په فلم کي د ثبوت لپاره د بندي سوؤ کسانو انځورونه هم ښودلي چي په پاکستاني بنديخانو کي اخيستل سوي دي. د دغو بندي کسانو يو شمېر ښځي بيا په لاړکانه کي بندي شوي دي ولي چي ورباندي تور دی چي بېله سفري اسنادو د پاکستان په خاوره کي په سفر ول. خو افغان کډوال وايي چي پوليسو د دوی د نر او ښځو هغه مهاجر کارتونه څيري کړي چي ورته پخپله د پاکستان حکومت او د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي آر ورکړي ول. دوی وايي چي لدې کبله د دوی د نر او ښځو نيونه غېر عادلانه فعل دی.
دا چي نارينه بندي کيږي يوه خبره ده. خو د شرم ځای دا دی چي په پاکستان کي يو شمېر بې گناه افغانې مېرمنې بندي دي. په هغو ويډيوگانو کي چي ما وژباړلې يو ترکمن ټبره افغان وايي چي په نيول سوؤ کسانو کي زياتره کسان افغان ترکمنان دي. دی وايي چي ښځه يې د درملنې لپاره پاکستان ته تللې وه او د تيرو 13 ورځو راهيسي بندي ده. دا چي د ترکمن ورونو او خوېندو شمېر په نيول سوؤ کي زيات دی ښايي وجه يې دا وي چي د ژبي او قوارې څخه يې پاکستاني پوليس ژر پېژندلای سي چي هغوی افغانان دي او هغه څوک چي ځای پر ځای ځان په پيسو ځندي خلاص نه کړای سي نو د هغوی سره چي پوليسو هر څه وکړل ويې کړل.
زما دلته د پاکستاني پوليسو او حکومت څخه دومره گيله نه کيږي لکه د خپلو څلويښتو غلو د تش په نامه حکومت څخه. هغه مردارې د خيرات پيسې چي زموږ د هيواد د اشغال په بدل کي يې اشغالگر ځواکونه و افغان حکومت ته ورکوي، دغه مردارې پيسې په سلگونو مُردارو لارو ځي او د افغانستان لپاره يې تر اوسه کومه پاته کېدونکې ښېگڼه نده رامنځ ته کړې. نه خو کومه فابريکه په جوړه سوه چي خلکو ته روزگار ورپيدا سي او نه هم کوم روغتون په جوړ سو چي زموږ ناروغان د پاکستاني هندي او ايراني قصابانو څخه خلاص کړي.
که غلمشر (ولسمشر) دی که يې وزيران دي، که واليان دي، که رئيسان دي او که د تش په نامه پارلمان غړي دي، د ټولو لپاره د شرم ځای دی چي افغانې مېرمني په پاکستاني بنديخانو کي پرتې دي او دوی د هغه برسېره خاموشه پاته دي.
په ملياردونو ډالره پيسې شخصي جيبو ته ولوېدې. چا په لندن کي، چا په دبی کي او چا په واشنگټن کي ماڼۍ په جوړي کړې. د غلو د حکومت د نا اهليت دغه حال دی چي د بوديجې لپاره مختصه سوي پيسې نه سي لگولای او هر کال بېرته د خيرات ورکوونکو جيبو ته ځي. ايا پدغو پيسو د افغانستان دننه څو روغتونونه نه سوای جوړېدلای؟ څو چاپخونې څو فابريکې نه سوای په جوړېدلای؟
نه! دا ټوله کارونه پدې ناشونې دي ولي چي غلمشر د خپلو سياسي مصلحتونو څخه مجبوره دی او يوازي نا اهله غلو ته وزارتونه و رياستونه ورکوي او د مرکزه بيا تر ولايته يې ټوله سوره غله سره راټول کړي دي.
د مېرمنو د نړۍ والې ورځي په وياړ:
د داسي بې شرمه حکومت خو دي ملا ماته سي!