څو موده مخکي محترم کرزي د څو کڅوړو ډالرو په بدل کي د افغانستان د خلکو په وینو لمبیدلۍ د ارګ د ماڼۍ دریځ پر ایراني اخوندانو خرڅ کړ . ایراني اخوندانو په هغو کڅوړو درې اساسي او مهم نښانونه وویشتل : لمړی یی دلویو جیبونو وږي مزدوران د مرستي تر نامه لاندي په کڅوړو خوشاله کړل . دوهم یی د جناب کرزي اداره په نړیواله او ملي سطح له باور او پاکۍ څخه محروم کړل . دریم یی هغه پیغام چي د ملګرو ملتونو او یا کم بل هیواد له دریځ څخه نه سو ویلای د جناب کرزي تر چپني لاندي یې د ارګ له دریځ څخه د نړۍ ټولو هیوادونو ته ورساوه . په پیغام کي د اخوندي رژیم کرکه او نفرت له انسانی او مدنی تولنی سره لا دومره احمدي نژاد ته مهمه نه وه لکه دا چي نړیوال په دی پوه کړي چي د ایران دمذهبي اخوندي امپراطورۍ د جبهې ژورتیا ټول افغانستان دۍ . احمدي نژاد نړیوالو ته دا وښودل چي د جګړو پر وخت یې له فرصته څومره ښه ګټه اخیستی ده چي د مذهبي فرقیي افراطیت سرتیري يې تر ارګه رسولي دي . احمدي نژاد او اخوندي ټیم چي تر تهرانه لا نه وو رسیدلی بیا یئ د بیګناه افغانانو په ځړولو او وژلو شروع وکړل . د کابل د رژیم یوه عالي رتبه غړي حتا تاسف ښکاره نکړ . ایراني اخوندانو افغان دښمنه ډلو ته اسلحی او مهمات ورکړل ، هغه د نړیوالو قواوو له خوا ونیول سول خو د کابل رژیم یوه عالي رتبه غړي ږغ پورته نکړ . پر پوله یی افغانان وویشتل ، ویې وژل پر زخمیانو راګرزیدل ( لکه د کابل دجنګونوپه شان چي به یی په سر کښي میخونه ورته ټکوهل نود مړواو زخمیانو له عذاب څخه به یی خوند اخیست ) او خندل یی ، خو د ارګ د ماڼۍ غوږونه کاڼه او سترګي ړندې سوې . د افغانستان اقتصاد ته یی د هغو کڅوړو له اندازې دوسوه برابره تاوان ورساوه ، تر دی چي د جناب کرزي مارشال هم د خپل قدرت !؟ مظاهره وکړل خو د ایراني اخوندانو له پاره نوکر نوکر دۍ .
نن یو ځل بیا د ایراني اخوندي رژیم د کورنیو چارو وزیر د پنجشیري بسم الله خان سره د دریځ تر شا د دیپلماتیک ادب او کلتور څخه لیري د افغانستان پر نن او راتلونکي وږغید . هغه وویل چي د امریکې پوځي اډې د سیمي ثبات ته زیان !؟ رسوي ، په سیمه کښي ټول شرارت !؟ د نړیوال ائتلاف په سبب منځ ته راغلی دی ، او موږ ( اخوندان ) په افغانستان کښي د نړیوال پوځ د شتون سره مخالف یو .
جناب بسم الله پنجشیري د اخوندي وزیر خبري تاید کړې او د ټولو شواهدو سره سره یی وویل چی د ایران اسلامي !؟ جمهوریت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مسلمانانو سره ډیري مادي او معنوي مرستي کړي دي . ایراني اخوندان د افغانستان ښه دوستان !؟ او ښه ګاونډیان !؟ دي .
دلته څو پوښتني پیدا کیږي چي د جناب کرزي اداره ورته ځواب ووایي .
۱/ تاسي د ایران د اخوندي رژیم څخه پر افغانانو د ظلمونو او وژونو پوښتنه کړی ده ؟
۲/ تاسي ته دا حق چا درکړ چي خپل دریځ د افغانستان دښمن ته وسپارۍ ؟
۳/ تاسي په سیمه کښي تر ټولو افغان دښمنه رژیم کوم رژیم بولۍ ؟
۴/ تاسي ولي د ایراني بی کلتوره ، بی ادبه دپلوماسۍ ته ځواب نه وایاست ؟
۵/ تاسي ولي د افغانستان د خلکو او هیواد راتلونکی په ایراني اخوندانو ارزوی ؟
۶/تاسي به تر څو خپلي ملي ګټي نه پیژنۍ ؟
۷/ تر څو به پنجات او اخوندان تاسي په خپلو رسیو پیایي ؟
د افغانانو دښمنان دي نابود وي . تل دي وي افغانستان .