له څو ورځو را په دیخوا د امریکا د پوځي اډو په اړه د افغانانو ، په سیمه او نړۍ کي د حکومتونو رسمي او نارسمي نظرونه ، د افغاني او نړیوالو رسنیو له خوا په پر له پسې توګه خپاره سوي او د دې نظرياتو يو شمير د لوستونکو د زيات پام وړ ګرځيدلي دي .
امریکايي سناتورانو هم په افغانستان کښي د دایمي پوځي اډو د ایجاد خبري پر تصویري او چاپي میډیا را برسیره کړې او د افغانانو پام یې ځان ته اړولی دی . امریکایي سناتوران وايې چي دا اډې د امریکا او د هغوی د ملګرو د ستراتیژیکو مخو یوه برخه ده .
افغانستان د خپل جغرافیايي سیاسي تاریخ په بيلا بيلو دورو کي د دې سيمي حساس موقعیت خپل کړی دی . اولسمه او اتلسمه پیړۍ خپله د یوه مطرح هیواد په توګه ظاهر سوی دۍ ، نولسمه او شلمه پیړۍ د یوه حایل هیواد په دریځ کي لوبیدلۍ دۍ ، خو یویشتمه پیړۍ په سیمه کي د افغانستان رول او ځای تر هغه وروسته ارزښتناکه کړ چي نړۍ تر بل هر وخت نړیوال کیدلو ته درومي او سیمه د مادي لحاظه غني او شتمنه پاته ده . په سیمه کي تر یویشتمي پیړۍ مخکي هم د امریکا او ملګرو د پوځي او استخباراتي قدرت تمثیلونکي هیوادونه موجود وه ، او اوس هم موجود دي ، خو امریکایی پوځي دوکتورین په اوسنی پرانيستې جبهه کي د یو ګام وړاندي تګ خبري ته ارزښت ورکوي او نه غواړي چي خپل پخواني ملګري چي اوس یې پر اوږو بار دي ، وساتي .
زموږ ډیرو منورینو ، لیکوالانو او سیاستوالو د دې اډو په هکله راز راز نظرونه وړاندي کړي دي ، چا د خپلي پوهي او ښه استدلالا او چا د احساساتو او عواطفو له عینکو ارزولي دي . زه خپل ټول افغان لیکوالان ستایم چي چا د خپلي پوهي او علم ، چا د خپل استدلال او لیاقت ،چا د خپلو پاکو او سپیڅلو احساساتو او چا د خپلي پاکي عاطفي له مخي دا ملي مسله څیړلی او ارزولی ده .
پوځي اډه ، د پوځي نظام د ډوول ډوول قطعاتو ټولیزه ده . له بحري قواو څخه نیولی بیا تر پیاده ، توپچي ، ټانک ، استحکام ، هوایي ، هوایي مدافعه ، رادار ، لوژستیک او …
پوځي اډه کیدای سي د یوې دلګۍ ، بلوک یا یوې ټولۍ څخه جوړه سي خو د دې دلګۍ یا ټولۍ مرستندویه ځواک به د بحري ، هوایي ، توپچي ، او … نورو سره مخامخ تړلی وي . که چیري له یوی پیاده ټولۍ څخه یو توپچي غونډ او یوه هوایی لیوا حمایت وکړي نو د نوموړي ټولۍ د جبهی ژورتیا ، د پیاده ټولۍ د جبهی ژورتیا جمع د هوايي لیوا او توپچي غونډ له ژورتیا سره جمع کیږي . د جنګ په خریطه ( د حرب خریطه ) کښي د ټولو قواوو مشترکه مساعي او د قواوو د توازن او د ټول قوت د موثر انداخت د جبهی ژورتیا بلل کیږي . ( د ناټو او امریکا پوځي اډې به د افغانستان له پوځ سره جمع سي او د جبهې عمق به یی ټوله سیمه وي ، افغان مدیر او مدبر مشر به د دې جبهې ژورتیا د خپل هیواد ګټو ته وکاروي )
اوس راځم د امریکا او ناټو د پوځي اډو ایجاد او زموږ د هیواد د ملي ګټو سره د سمون لوري ته :
تر ټولو لمړی غواړم ووایم چي د ګټي لغت په معنی او مفهوم کښي خپله پارونکې او څو مانيزه کلمه ده . اقتصادي ګټي ، کلتوري ګټي ، سیاسي ګټي ، پوځي ګټي او … . د هري موخي ګټه په ملي او نړیواله کچه هم خپل خپلوان لري او هم دښمنان لري .
افغانستان د اسیا د وچي یوه مهمه څلورلارې ده . دا جغرافېايې موقعت له پیړیو څخه په سیمه او بیا په ورستیو کي د نړۍ په کچه د سیمي او نړیوالو پوځي لښکرکښیو ډګر وو . د افغانستان پوځ د خپل تآسیس څخه تر ۱۳۷۰ هجري ش کال پوري په سیمه کي یو له زورورو پوځونو څخه په ځانګړې توګه په ورستيو دوو لسيزو ( ١٣٥٠ – ١٣٧٠ )کي ګڼل کیدۍ او د جنګي وړتیا له پلوه یي په سیمه کښي ساری نه درلود ، خو نړیوالو او سیمیزو سیاسي توطیو او لاسوهنو له بیخه ړنګ کړ .
اوس اوس دنړیوالو له خوا جوړ سوۍ نوی پوځ چي لا د جنګ تجربه نه لري ، د خپل مملکت ملي ګټي نه سي تعریفولای ، د سیمیزو او نړیوالو دښمنانو توپیر او له هغوی سره مخامخ کیدل او بری لاس ته راوړل محال ښکاري ، د ارضي تمامیت څخه مستقله دفاع او د یوه ملي او ولسي حکومت شا ته د دریدلو او له هغه څخه د ملاتړ توان نه لري ، د فاسد او دیکتاتور حکومت ړنګول یې لا د سیاسي او تعلیمي ټیټي کچې له وجهي ناشوني دي .
په ټولنه کښي د اقتصاد ، تعلیم ، سیاست او کلتور ټیټه سطحه ، پر ټولنه ۳۵ کاله د تودې جګړې تحمیل ، چي نوی نسل یي د ژوند یوه برخه ګڼي ، مذهبي افراطیت ، ژبنی او قومي بیلتون ( دا هم د بهرنیو استخباراتي کړیو دپروګرامونو لړۍ ګڼم ) ، آداري فساد ، اخلاقي فساد ، اجتماعي فساد چي لا په خپل قوت د اولس پر اوږو د تحمُل څخه وتلی بار دئ .
دې ټولو ناخوالو ته په ژوره توګه کتل او څیړل موږ دې نتجې ته رسوي چي بیله یوه قوي ملګري موږ د سیالانو او ګاونډیوو له ظلم او زوره نه سو خلاصیدلای ، او نه هم خپلي ګټي په سیمه کښي مطرح کولای سو . موږ دا اوس یوې نیسبي صلحي ته اشد ضرورت لرو تر څو د یو او بل خبره واورو ، تر څو د ټوپک اواز په ټولنه کښي خپور وي د صلحي اواز نه اوریدل کیږي ، تر څو زموږ نوی نسل ( نر او ښځه ) د نسبي تعلیم خاوندان نه سي او تر څو زموږ امنیتي ځواک او پوځ د خپل سیاسي تعلیم لوړي کچي ته نه وي رسیدلی ، د غرب په تیره د امریکا د پوځي اډو شتون زموږ د ملي ګټو ضمانت کولای سي . په دې معنی چي تر هغو زموږ ملي تاسیسات ( پوځ ، سیاسي ګوندونه ، مقننه ، اجرایه ،قضایه … قوتونه ) جوړ او پر پښو نه وي دریدلي زموږ له پاره په سیمه کښي د ګاونډیو هیوادونو ګټي او موخي لومړیتوب غوره کوي ( زما د ادعا ثبوت زموږ خپلمنځي جګړو د ګاونډیو له پاره ، او خپله خاوره د مذهبي افراطیت له سره جارول ، دي ) .
بله خبره غواړم له خپلو لیکوالانو سره شریکه کړم هغه دا چي ؛ د ولوسونو ، او دولتونو ګټي او موخي د عاطفې او یو طرفه ښه توب په وسیله لاس ته نه راځي . ستاسو د اولس او هیواد ګټي به د بل هیواد ګټي او موخي زیانموي ( په سیاسي او پوځي ډګر کښي د سیمي پر کنټرول ) ستاسو په هیواد کښي د صلح راتګ به د بل هیواد په زیان وي ( که په افغانستان کښي صلح راځي نو د اعرابو تندروان او ځانمرګي به بیرته خپلو هیوادونو ته ځي او د هغوۍ امنیت به ګواښي ، د پاکستان خو بیا ژوند له هر ځانمرګي سره دۍ . که په افغانستان کښي پوځي اډې جوړیږي او ثبات راځي نو پاکستان به نړیږي ) ستاسي په هیواد کښي به د تعلیم د سطحي لوړیدل او د سیاسي شعور لوړیدل د ګاونډیو هیوادونو ګټي زیانمنوي ( په هیواد کښي به هر وګړی په خپله مورنۍ ژبه لوست کوي ، د ژبي استعمار به له منځه ځي . سیاسي ملي ګوندونه به جوړیږي او حکومتونه به د کودتاوو له لاري پر خلکو نه تپل کیږي او ویني به نه بهیږي . ټاکني به د سیاسي ژوند کلتور او عادت وګرځي او اکثریت به حکومت کوي )
ننۍ نړۍ د روابطو او شریکو ګټو نړۍ ده . زموږ له پاره په سیمه کښي د یوه مطرح هیواد په قطار کښي دریدل بیله یوه قوي ملګري ناشونی ده .
زما هیله د افغان پوځي دکتورینو څخه دا ده چي د شخصي ګټي پرته دا موضوع نوره هم وسپړي . دا چي دا موضوع د پوځي اړخه په تاسي پوري اړه لري او د هیواد او اولس پر تاسو حق دۍ نو ځکه باید تاسي دا مسله ژوره وڅیړۍ .
د افغان انسان د ژوند ښیګڼي دي تل وي .
تل دي وي افغانستان .