د اروپايي اتحاديې پلاوي پرون په اسلام آباد کښې د عوامي نېشنل ګوند له مشر اسفنديار ولي خان سره وکتل، دغې ډلې د اتلسمې فرورۍ په ټولټاکنو کښې د برياليتوب له امله ده ته مبارکي وويله، په دغه ليدنه کتنه کښې د هېواد په اوسنى سياسي حالت هم خبرې او د نظر تبادله وشوه ، دغې ډلې د سرحد ايالت په قبائيلي سيمو کښې د پوخ امن د ټينګيدو او د ترهه ګريزو کړنو د پاى ته رسولو په اړوند په بيلا بيلو لارو چارو سره خبري وکړي ، په مقابل کښې اسفنديار ولى خان د دولسو اروپايي هېوادونو د سفيرانو له ډلې څخه د زړه له تله مننه او کور ودانى وکړه.