د ډموکراسۍ په بدشاګومه لسیزه (۱۹۶۴ – ۱۹۷۳) کې په افغانستان کې درې ډوله سیاسي غورځنګونه وزېږېدل :
کیڼ لاسی غورځنک، لومړۍ سیاسي لاره (لومړی قوت): د افغانستان د خلکو دېموکراتیک ګوند (خلق او پرچم)، شعله جاوېد.
اسلام پالی غورځنګ، دویمه سیاسي لاره (دویم قوت) : سازمان جوانان مسلمان افغانستان (اخوانیان) .
ملتپالی غورځنګ، درېیمه سیاسی لاره (درېیم قوت): د افغان ملت ګوند، صدای عوام، مساوات ( او یو شمېر په اصطلاح بې پرې روښانفکران چې یا یې د ګوندي کېدلو سیاسي وړتیا او زړه نه درلود او یا ورته د درېیم قوت یا درېیمې لارې سیاسي ګوندونه وړ سیاسي سازمانونه نه ښکارېدل، خو د سیاست په ډګرکې ښکته پورته کېدل) .
لومړۍ سیاسې لارې یا کیڼ لاسي غورځنګ د بې طبقې یا سوسیالیستي ټولنې د جوړولو له پاره د طبقاتي مبارزې لار غوره او د ثور کودتا په کولو یې په اتیایمه لیسزه کې د سیاسي واک ناکامه تجربه وکړه؛
دویم سیاسي یا اسلامپالي غورځنګ په افغانستان کې د اسلامي شرعې د انفاذ او اسلامي حکومت د جوړېدو لپاره په مبارزې لاس پورې کړ . دې غورځنګ په افغانستان کې د شوروي پوځ له ماتې وروسته د مجاهدینو دحکومت او بیا د طالبانو د امارت په بڼه کې د سیاسي واک ترخه مزه وڅکله؛
ملتپال غورځنګ یا درېیمې سیاسي لارې، د ساري په توګه افغان ملتیانو، ملي ارزښتونو ته په درناوي، د ریفورم له لارې د ټولنې داقتصادي او ټولنیرې ودې له پاره د مبارزې لار وټاکله . دا غورځنګ د طالبانو له ماتې وروسته، د افغان ملتیانو او یو شمېر غیر ګوندي روښانفکرانو په بڼه کې د دویم لاس د یوه ډېرسست سیاسي قوت په څېر د حامد کرزي په کاواکه اېتلافي اداره کې ور ګډ شو.
د لومړي قوت (لومړۍ سیاسي لارې) او دویم قوت (دویمې سیاسي لارې) بنسټیزه ستونزه دا وه چې افغان ملي ارزښتونه ورته له خپلو نړۍ والو ایډیالوژیکو او سیاسي ارزښتونو نه ډېر ټیټ ښکارېدل … نه یوازې دوی پخپله، بلکې ټول افغانستان ددې ارزښتونو قرباي شو…
د درېیم قوت یا درېیمی لارې اصلي ستونزه د « سیاسي موقف»، «سازماندهۍ» او «مشرۍ» بحران و او دی : د ساري په توګه افغان ملتیان نه موقف نیولی شي، نه ملي مشریزه لري او نه کومه ګوندي او ایدیالوژیکه سازماندهي!
نو ویلای شو چې افغانستان درې ځلي د افراط او تفریط ښکار شو: دوه ځلي د لومړي او دویم قوت د افراط او دا دی درېیم ځل د درېیم قوت د تفریط …
د شوروي اتحاد له ماتې وروسته، لږ تر لږه په افغانستان کې، د دې درې واړو سیاسي «قوتونو» او «لارو» ترکیب له ژور ادلانه بدلانه سره مخ شو: یو شمېر خلقیانو، پرچمیانو او اخوانیانو خپلې پخوانۍ لارې (لومړۍ سیاسي لار او دویمه سیاسي لار) پرېښودې، یا خو د حامدکرزي په اېتلافي اداره کې، په فزیکي لحاظ، ویلې شول او یا هم د یوې رښتینې درېیمې لارې د نیولو په لټه کې دي، خو دغه څېرې او کړۍ د درېیم قوت یا درېیمې لارې د کارنده سازماندهۍ او فعال ستراتېژیک جلب و جذب د نشتوالي له امله له درېیمې لارې بهر او بې لارې پاتې دي . نه یوازې دوی، پخپله د درېـــیمې لارې لارویان لا زیات بې لارې او بې سرنوشته دي : افغان ملت ګوند، ثابته کړه چې د درېیم قوت یا درېیمې لارې د موسس په توګه د درېیمې لارې د پاللو او له سیاسي ورک لارۍ نه د دې قوت د ایستلو سیاسي او سازماني کفایت نلري!
همدلته ده چې درېیم قوت یا درېیمه لار، په کارده، تصفیه، پاکه او له سره وایستل شي؛ د درېیمې لارې نننۍ «سیاسي»، «ایډیالوژیکه» او «سازماني» غېږ، په کار ده، د دې لارې د پرونۍ یوې په پرتله لویه، پاکه او پراخه شي!
ما په پېښور کې په ۱۹۹۹ کال کې د «درېیم قوت» په نوم یوه نیمګړې څېړنه وکړه او بیا مې د یوه کوچني کتابګوټي په بڼه چاپ کړه … زما یوه دوست، د افغانستان د خلکو د دېموکراتیک ګوند یوه پخواني غړي (ښاغلي رشید وزیري) راته په پېښور پوهنتون کې په کتاب باندې د تبصرې په ترڅ کې زما د نوموړي درېیم قوت (قافیې او ردیف) یانې کچ و مېچ ته د اعتراض ګوته ونیوه؛ داسې چې د درېیم قوت سیاسي کچ و مېچ مې، د هغوی په نظر، د درېیم قوت له هغه (نوي) کچ و مېچ نه ګواکې کوچنی نیولی و! ښاغلي وزیري، د یوه سیاسي واقعیت په توګه، د افغانستان د خلکو د دېموکراتیک ګوند یو شمېر غړي په درېیم قوت کې شامل وګڼل … زه د هغوی له دغه معقول نظر سره بېخي جوړ وم …
دادی، لس دولس کاله وروسته مې، د ښاغلي لېوال صاحب د درېیمی لارې ډېره خوږه څېړنیزه لیکنه او بیا په دې لار ه باندې د با احساسو لېکوالو تبصرې او لیکنې ولوستې : ډېره ښه پیلامه ده … خو په زغرده باید وویل شي چې د ښاغلي لېوال صاحب لیکنه او د دوی په لیکنه تبصرې تر ډېره بریده په عاطفي او اخلاقي بنسټونو ولاړې دي . « درېیمه لار» یوه ایډیالوژیکه مورچل، سیاسي لار او سیاسي هدف دی؛ نو دې هدف ته د رسېدو له پاره د یوه سیاسي ګوند او سیاسي سازماندهۍ حیاتي اړتیا له نظره نشي غورځېدی …
د بلدوزر په څېر د کار کولو او کمپیو ټر په څېر د فکر کولو خبره د انسان په ورځني ژوندانه کې لکه د کاڼي دکرښې داسې ده، خو په ملي کچ کار او فکر ، ملي لار، درېیمه لار، هغه هم سیاسي لار، غواړي!
زما په نظر هغه پوښتنې چې د درېیمې لارې پلویان یې د یوې رښتینۍ درېیمې سیاسي لارې د ایستلو له پاره، په کار ده، ځواب کړي، لږ تر لږه،د کار په پیل پیل کې، دا دي :
الف : د درېیمې لارې یا درېیم قوت نوی «ایډیالوژیک»، « سازماني» او «سیاسي» ترکیب ؟
ب : د درېیمې لارې سیاسي کچ ومېچ : درېیمه لار به، د پورتني ترکیب له مخې، یو «ملي سیاسي ګوند» وي، که به یو «سیاسي اېتلاف »؟
ج : او که دا دواړه : د یوه ملي سیاسي ګوند په توګه د درېیم قوت جوړېدل او د اړتیا له مخې له نورو سیاسي قوتونو سره اېتلاف؟
هیله لرم د درېیمې لارې پلویان د پورتنیو (او یا په دې سربېره د نورو ضروري) پوښتنو د ځواب له پاره د خپلو ارزښتناکو لیکنو، څېړنو او ارزونولړۍ وغزوي!