کور / تازه خبرونه / د ليبيا پر حکومت بنديزونه ولګېدل

د ليبيا پر حکومت بنديزونه ولګېدل

دنړۍ يوشمېر هيوادونو دليبيا په حکومت او ولسمشرجدي بنديزونه ولګول.
دنړۍ ديوشمېرهيوادونودبهرنيوچارو وزيران چې په سويس کې دجينيوپه غونډه کې سره راټول شوي وو،په ليبياکې دتاوتريخوالو په پاى ته رسولويي ټېنګارکړى او په دغه هيوادکې يي دلاريونکونکوسره دامنيتي ځواکونوبدچلندپه سختوټکوغندلى.
د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن وويل، هغه وخت راغلي، چې د ليبيا مشر معمر القذافي بې ځنډه او تر نور تاوتريخوالي پرته فوراً واک پرېږدي.
مېرمن کلنټن دا خبره په جينوا کې د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا په شپاړسمه غونډه کې وکړه.
نوموړې وويل “ډګروال قذافي او هغوي چې ملګري يې دي، بايد د هغو اعمالو مسوول وګڼل شي، چې د نړيوالو حقوقي ژمنو او کرامت سرغړونه کوي.
مېرمن کلنټن له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د ليبيا د کړکېچ د پاي ته رسولو لپاره د لا زياتو اقداماتو په خاطر سره همکاري وکړي.

اروپايي اتحاديې پر ليبيا وسله وال بنديز لګولى او هغه کسان يې تحريم کړي، چې د ملکي خلکو د ځپلو مسووليت په غاړه لري.
تر دې مخکې د بشري حقونو په چارو کې د ملګروملتو لوى کميشنر ناوي پيلي د بشري حقونو شورا ته وويل، بايد ټول هېوادونه په منځني ختيځ کې د اصلاحاتو ملاتړ وکړي.
په يوه بل اقدام کې اروپايي اتحاديې د معمر القذافي د رژيم پرضد د بنديزونو پر لګولو سلا کړې.
په بنديزونو کې د وسلو تحريم، د شتمنيو کنګل کول او د وېزې نه ورکول شاملېږي.
د هنګري د انرژۍ وزير تاماس فيليګي، چې هيواد يې د اروپايي اتحاديې دوره يي مشري په غاړه لري، وويل: دا پرېکړه په بروکسل کې د اروپايي اتحاديې د سفيرانو په غونډه کې وشوه.
فيليګي همداراز وويل، اروپايي اتحاديې پر ليبيا وسله وال بنديز لګولي او هغه کسان يې تحريم کړي چې د ملکي خلکو د ځپلو مسووليت په غاړه لري.

په عين حال کې راپورونه وايي، چې يوشمېر ليبيايان هغه مهال مړه او ژوبل شول، چې د قذافي پلويانو پر اعتراض کوونکو ډزې وکړې.